د دوکتور عبد الحی قانت لیکنی
د هیواد ټوله سیاسي مشرتابه بايد د باور او اعتماد فضا را منځ ته کړي
پلان داسې ؤ چې پخوانی ولسمشر ډاکټر اشرف غني به د قدرت واګې د افغانستان سیاسي او جهادي مشرتابې ته سپاري، دا خلک به بیا دوحې ته ځي او د د قطر سیاسي دفتر کې به په اساسي مسائلو خبرې کیږي.
د نوي نظام بڼه، اساسي قانون او د یو ټولشموله حکومت مهمې پرېکړې باید همالته شوی وای. دغې مرحله کې به امریکايي چارواکو هم خپل نظامیان او د دوی افغاني دوستان له کابله ویستل، د هوايي میدان موضوع به هم حل کېدله او د واک ټول انتقال به سالم سر ته رسېدلو. متأسفانه داسې ونشول، سړی مخکې له وخته د خپلو شخصي مجبوریتونو او ترهې په اساس میدان تش پرېښود. دا چې کابل کې لوټمار وشو، هوايي میدان تر اوسه یوه دردونکې فاجعه ده او نظم مشکل سره مخ دی؛ ټول د هغې کړۍ کار دی چې نه یې غوښتل په دا آخره دقیقه کې هم دا ولس د آرام ساه واخ...
نور ولوله
بایډن د افغانستان په اړه رسنیو سره په لاندې ټکو خبرې وکړې
د امریکا جمهور رئیس بایډن دا اوس افغانستان په اړه رسنیو سره په لاندې ټکو خبرې وکړې
» د افغانستان حالات له نږدې څارو، سفارت مو تړل شوی، ډپلوماتان مو امریکا ته رارسېدلي.
» مونږ افغانستان ته د ملت جوړونې، حکومت جوړونې او مرکزي ډیموکراتیک دولت جوړولو لپاره نه ؤ تللي. زمونږ هدف د اسامه بن لادن او القاعدې ختمول ؤ. دا مهال د امریکا داخلي امنیت تأمین دی، نور ولې باید مونږ افغانستان کې پاتې شو؟ زه هېڅکله دا تېروتنه نه تکراروم. دا جګړه مو باید ختمه کړای وای.
» دا مهال زمونږ مخ ته د نړۍ سترې مسئلې پرتې دي، چین او روس مونږ لپاره لوی چېلینج دی.&zwnj...
نور ولوله
د تونس سیاسي اوضاع؛ راتلونکې ممکنه سیناریوګانې
د ۲۰۱۱ م له عربي پسرلي وروسته تونس یواځینی داسې هیواد پاته شو چې بېرته د پخوا په شان د استبداد خوا ته سوق نه شو او نسبي ډیموکراسي پکې منځ ته راغله. دا چې تونس کې دیموکراسي د حرکت النهضه او نورو ټولو سیاسي حزبونو مشترکه نکته وه، کوښښ دا ؤ چې دا سستم په دولت کې په پوره شکل و اغږل شي تر څو تونس بیا د استبداد او دکتاتورۍ ښکار نه شي.
۲۰۱۴م کې چې کوم اساسي قانون جوړ شو یوه مهمه ماده یې همدا وه چې د مقننې، قضایې او اجرایې تر منځ قدرت تقسیم شو. د دې کار له ټولو لوی هدف همدا ؤ چې یوه قوه د نظام ونه توانېږي په نورو غالبه شي.
په دې وخت کې چې د سیاسي احزابو او سیاسي اطرافو څخه د تونس د خلکو کومه توقع وه هغه دوی پوره نه شوه کړای. سیاسي احزاب پدې ونه توانېدل...
نور ولوله
قطر هیواد د دې طالبانو او حکومت تر منځ منځګړتوب وکړي
بین الأفغاني مذاکرات چې بن بست سره مخ دي، دوه بنیادي مشکلات لري. یو دا دی چې د دواړه طرفونه غواړي د حکومت مرکزي قدرت د دوی اوسي. د جمهوریت ټیم وايي، مونږ انتخابات ګټلي، قدرت زمونږ حق دی. بل طرف ته طالب استدلال کوي چې دوی اشغال ته شکست ورکړی، حکومت باید د دوی وي.
د دواړو طرفونو دا ذهنیت اصلا د سولې مخالف دی. سوله په دې ذهنیت نه کېږي. که تاسي له دې دواړو طرفونو دا انتظار لرئ چې دوی به خپلو کې یوې مثبتې نتیجې ته ورسیږي، ځان دوکه کوئ.
د دې مشکل یواځینی حل دا دی چې د دوی تر منځ یو مؤثر منځګړی اوسي. داسې منځکړی چې دواړو طرفونو ته د منلو وړ وي.
پکار خو دا وه چې دا منځګړي د هیواد مشرانو، سپین ګ...
نور ولوله
افغانستان ته د امریکا واقعي پالیسي څه ده؟
پرون جو بایډن افغانستان لپاره خپله پالیسي اعلان کړه. ده وویل چې دوی به د افغانستان حکومت سره بشري مرستو او خپلو پراخو اړیکو ته دوام ورکړي.
د امریکا د نوې ستراتیژۍ په داسې وخت کې اعلان چې طالبانو په لنډه موده کې په لوی تعداد ولسوالۍ نیولي، خپل اهداف لري. امریکا غوښتل افغان حکومت ته روحیه ورکړي او نړیوالو ته دا ووايي چې دوی به د افغان دولت ملاتړ کوي. په عین حال کې د دې ستراتیژۍ بل لوی هدف افغانستان او امریکا کې عام ذهنیت ته ډایرکشن ورکول ؤ.
په ټوله کې د بایډن پروني پریس کانفرانس کې نوي هېڅ نه ؤ. اوس سوال دا دی چې د افغانستان ته د امریکا واقعي پالیسي څه ده؟ دوی څه کول غواړي؟ افغانستان څخه په نړیوال سیاست کې څه ګټې لري او هغه ګټې دوی په کوم ډول افغانستان کې ...
نور ولوله
مونږ باید د خپل هېواد راتلونکی لپاره په پیاوړي بهرني سیاست کار وکړو
سیاست د شطرنج د لوبې په شان ستراتیژۍ او پلان ته اړتیا لري. هغوی چې دا لوبه بې پلانه او بې ستراتیژۍ کوي، ممکن څه وخت وچلېږي خو آخر یې بایله ده.
د ویسفالیا له سولې وروسته د نړۍ سیاسي جوړښت په داسې شکل شوی چې لوی ځواکونه د نړۍ د حکومت واګې په لاس کې لري، واړه هیوادونه هسې د اوبو واړه ماهیان دي چې د لویو هیوادونو د خیټې لاندې ځان ساتي، به دوی چې د لویو ستراتیژیو نقشه راشي، هر وخت پکې د هر څه امکان شته. سړه جګړه د دې خبرې یو لوی مثال دی. هلته چې ډېر بچاره هیوادونه د روس او امریکا د جګړې برخه نه ول خو په زور د دې جګړې برخه وګرځول شول او ډېر هیوادونه په کې لوټه لوټه هم شول.
دا ټول کارونه د سیاست د یو اصل په بنیاد کېږي او هغه دا دی چې “لوی هیوادونه تل ...
نور ولوله
عليپور د معاون دوهم په وساطت خپله سرکشي کوي
علیپور، قیصاري او د همداسې نورو شورشګرانو او باغیانو تُمنه اوسني حکومت اچولې ځکه د باغیانو مخه د اساسي قانون په تطبیق او عملي کولو نیول کېږي کله چې حکومت پخپله د اساسي قانون په نقض رامنځ ته شوی وي هغه به څه قانون پلی کړي او څه به داسې خونخوارې مسئلې حل کړي؟
دوستم کال ۲۰۱۵ کې د ایشچي مامله وکړه، نن د ارګ له ټولو نږدې یار دی، نه قانون پلی شو او نه هم مجازات شو. قیصاري د دولت په مقابل کې ودرېد، څو میاشتې وروسته حکومت وسلې ورکولې او د یو دروند ملمه په شان یې کانټینینټل هوټل کې دېره کړی وو، علیپور د ۹۷ کال د قوس په ۴ ونیول شو، دوره ورځې وروسته د دوهم معاون په وساطت خلاص شو او بیا خپلې سرکشۍ تر ستون شو.
خبره دلته ده چې د حکومت سیاسي ساختار مشکل لري، دلته د انتخاباتو ...
نور ولوله
د مسکو غونډه د استانبول غونډې لپاره باور را منځ ته کړه
د مسکو د غونډې اعلامیې طالبانو او افغان حکومت ته ډېر واضح ټکي درلودل. داسې ښکاري چې د مسکو د غونډې په اعلامیه کې چې څه راغلي نړیواله ټولنه پرې سلا شوې.
اول دا چې اسلامي امارت به بیا نه راګرځي او نړیواله ټولنه اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني. دا خبره تر یو څه بریده شاید طالبانو هم منلې وي خو اوس لپاره یې د مذاکراتو د بارګینیګ لپاره ساتلې. طالبان به غواړي چې له امارت اسلامي څخه په تنازل مذاکراتو کې یو څه لاسته راوړي.
دوهم خبره چې حکومت ته ډېره مواجه ده دا ده چې انتخابات ممکن نه دي، نړیواله ټولنه په دې پوهېګي چې طالبان هیڅ کله دا مهال انتخاباتو ته تیار نه دي او نه هم د انتخاباتو له لارې په دې حساسه مرحله کې د نوي سیاسي زعامت د ټاکلو وخت دی. ...
نور ولوله
مالیزیا؛ د نړۍ په بام د پرمختګ ځلانده ستوری
د اسیا سوېل شرقي هیوادونه د غرب له راپورته کېدو وروسته اکثر مستعمرې پاته شوي خو دوی د استعمار د چنګه له خلاصېدو ډېر ژر ځانونه د نړۍ ستنډرډ ته لوړ کړل، اقتصادي پرمختګ، نسبي آرامي، پېشرفت او پرمختللی ټکنالوژۍ دا هیوادونه ډېر ژر د نړۍ د توجو مرکز وګرځول. مالیزیابیا له هغو اسلامي هیوادونو دی چې د دې پرمختګ لویه برخه تشکیلوي.
مالیزیا د استعمار په وخت کې لږه موده د جاپان او ډېره موده د انګریز مستعمره پاته شوې. د ټولنې د بېخ څخه راټوکېدلي یو ولسي سیاسي جریان UMNO په ۱۹۵۷ میلادي کې د تنکو عبدالرحمن په نوم د یو مالیزیايي مشر په لاس له برطانوي استعمار څخه آزادي واخستله. دا چې سیاسي او ټولنېزه آزادي او استقلال همېش ملتونه دعروج په طرف بیايي، مالیزیا هم موقع پیدا کړه چې ...
نور ولوله
د مسکو غونډه د سولې په پروسې دوه مثبت تأتیرات لرلی شي
د هیواد د اوږدې، خونخوارې او بې ګټې جګړې ختمولو لپاره د سیمې او نړۍ هیوادونه لاس په کار شوي. په همدې لړ کې د روسیې مسکو او د امریکا استانبول غونډې ډېرې مهمې دي.
مسکو غونډه د سولې په پروسې دوه مثبت تأتیرات لرلی شي؛
۱ دا مهال د جګړې د دوه داخلي جهتونو تر منځ باور صفر سره ضرب دی، په یو بل د اعتماد کچه بیخي ټیټه ده. دا بې باوري د سولې پروسې ته لوی خنډ دی. د مسکو غونډه لکه د مسکو فارمټ د تېرو غونډو په شان دې مشکل سره ښه کومک کولی شي.
۲ د مسکو غونډه اصلا روسیه دې هدف لپاره کوي چې د سولې قضیه کې خپل رول وښایي او غواړي په سیاسي لحاظ کریډیټ تر لاسه کړي خو اصلا داسې غونډه د روسیې او امریکا منفي رقابت افغانانو لپاره په فرصت بدلولای شي، اوس به د روسی...
نور ولوله
نن د شرقي ویښتابې د فیلسوف رهبر ورځ ده
سید جمال الدین افغاني د ساداتو د کورنی یو عالم ، پوه ، او هوښیار شخصیت وو، ۱۸۳۸ کې په کنړ ولایت کې زیږیدلی. لومړنۍ زده کړې یې له خپل کوره کړي. په ۱۸ کلنی کې یې دیني زده کړو لپاره مستعمر هند ته سفر وکړ او هلته پری انګریزانو د روسیې د جاسوس تور پوری کړ چې له امله یې هند پریخود او د حج په نیت د مکې په لوړ ولاړ.
د امیر دوست محمد خان په وخت کې پاچا سید (رح) د خپل مشر ځوی اعظم خان استاد مقرر کړ، تر څو هغه ته دیني علوم ور زده کړي. سید ۱۸۰۰-۱۸۵۷ پورې یو ځل د هند ، عراق ، شام ، او حجاز سفر وکړ او د منځني ختیځ له حال احواله یې ځان خبراوه. کله چې دوه کاله وروسته راستون شو امیر دوست محمد خان وفات شوی وو او په ځای یې د امیر دوهم ځوی شیر علی خان د وروڼو سره د جګړې په مټ قدرت تر لاسه کړی ؤ. د سید شاګرد ...
نور ولوله
حنيف اتمر مونږ له امريکا سره دومره صميمي شوي يو چې ډيپلوماتيک اصول نه مراعتوو
دا اوس ژورنالیست حنیف اتمر ته وايي؛ “ډپلوماتیک اصول دا دي چې د امریکا خارجه وزارت باید ولسمشر غني ته لیکلی خط د بهرنیو چارو د وزارت په لارې لېږلې وای، ولې داسې نه کیږي؟”
حنیف اتمر وايي؛ “له څه مودې راهیسې زمونږ امریکا سره اړیکې دومره صمیمي شوي چې مونږ دوی سره ډپلوماتیک اصول نه مراعتوو او امریکا ته مو اجازه ورکړې چې پرته له چېنله مونږ سره اړیکې وپالي، د امریکا د خارجه وزیر اوسنی خط مستقیم ډاکټر غني ته لېږل د بهرنیو چارو وزارت اهانت نه بلکې عین احترام دی.”
لعنت دي وي په داسې ضمیر چې زوړ شو خو وېښ نه شو.
تا او خدای ډپلوماسي همداسې وي؟
ډپلومات همداسې وي؟
بهرنی سیاست ...
نور ولوله
