نن د شرقي ویښتابې د فیلسوف رهبر ورځ ده
سید جمال الدین افغاني د ساداتو د کورنی یو عالم ، پوه ، او هوښیار شخصیت وو، ۱۸۳۸ کې په کنړ ولایت کې زیږیدلی. لومړنۍ زده کړې یې له خپل کوره کړي. په ۱۸ کلنی کې یې دیني زده کړو لپاره مستعمر هند ته سفر وکړ او هلته پری انګریزانو د روسیې د جاسوس تور پوری کړ چې له امله یې هند پریخود او د حج په نیت د مکې په لوړ ولاړ.
د امیر دوست محمد خان په وخت کې پاچا سید (رح) د خپل مشر ځوی اعظم خان استاد مقرر کړ، تر څو هغه ته دیني علوم ور زده کړي. سید ۱۸۰۰-۱۸۵۷ پورې یو ځل د هند ، عراق ، شام ، او حجاز سفر وکړ او د منځني ختیځ له حال احواله یې ځان خبراوه. کله چې دوه کاله وروسته راستون شو امیر دوست محمد خان وفات شوی وو او په ځای یې د امیر دوهم ځوی شیر علی خان د وروڼو سره د جګړې په مټ قدرت تر لاسه کړی ؤ. د سید شاګرد او د امیر مشر ځوی اعظم خان دا وخت ایران ته تښتیدلی وو.
د شیر علی خان د دربار توطیه ګرانو پاچا ته وویل چې سید رح د اعظم خان استاد وو او له ده سره همکاري نشي کیدلای. بالاخر یې سید دی ته مجبور کړ چې وطن پریږدي خو د ایران په خوا ولاړ نشي.
کله چې یې دربار پریخو د وخت پاچا ته یې د دولت د اصلاحاتو په اړوند یې ډیرې مشوری لیکلی ورکړی. سید (رح) د عصري کابینې ، مواصلاتو، مطبوعاتو، معارف او حتی د اردو او اقتصاد په اړه یادونې وکړې.
سید د وخت پاچا ته ویلی وو چې انګریز د ټول شرق دښمن دی او د هغوی پلان ځکه کامیاب دی چې د شرق ټول خلک د استبداد لاندې ژوند کوي او مستبدین په ډېره کمه بیه ملتونه خرڅوي، لذا باید بیداره اوسې.
سید ولاړ او بیا رانغې، متاسفانه د سید په شان شخصیت زمونږ بې ضمیره واکدارانوو او غوړه مالانو له لاسه ورکړ.
خو سید خپله زندګي وقف کړی وه، ناسته یې عادت نه وه. شیر علی خان له وطنه بدرګه کړ سید نړی ته د خپل فکر رسونې کار پیل کړ. له دی وروسته تر مرګه سید آرامه ورځ ونه لیده.
د سید فکر د هغه شاګردانو پر مخ بیولو عزم وکړ. د سید (رح) شاګرد استاد محمد عبده دا کاروان پر مخ ویوړ آن تر دی چې د معاصر اسلامي تحریک په نوم امام الشهید حسن البناء د سید دا خوب په ریښتیا تعبیر کړ او په ۱۹۲۸ د اسلامي خلافت له سقوط څخه ۴ کاله وروسته یې د اخوان المسملون په نوم د دې ورک شوي برم د بیا اعادې منظم کار پیل کړ. د سید فکر له شرقه تر غربه خپور شو او الحمد لله نن پر توله اسلامي نړی د سید د افکارو جال خپور دی. هغه ورځ هم لری نه ده چې د سید د "آزادۍ" دا نیمګړی ارمان پوره شي.
د سید افکار وو چې د دنیا یو طاغوتي نظام (کمیونیزم) یې مات کړ دا دې او د کپیټلزم وار دی. هغه ورځ هم لرې نه ده چې لبرال غربي تمدن هم له دې نړۍ کډه وکړي.
اقبال د سید په اړه د فلک عطارد په نامه یوې منظومه کې لیکي؛
رفتم و دیدم دو مرد اندر قیام
مقتدی تاتار و افغانی امام
پیر رومی هر زمان اندر حضور
طلعتش بر تافت از ذوق و سرور
گفت «مشرق زین دو کس بهتر نزاد
ناخن شان عقده های ما گشود
سید السادات مولانا جمال
زنده از گفتار او سنگ و سفال
روح یې ښاد،
وطن یې آباد،
زنده باد افغانستان،
زنده باد د آزادۍ او خپلواکۍ با عزمه ولس
