د دوکتور عبد الحی قانت لیکنی

د اکتوبر ۷مه؛ د شل کلن امریکايي یرغل پیل

د کال ۲۰۰۱م د سپتمبر په ۱۱مې دوه الوتکو د امریکا د سوداګرۍ نړیوال مرکز او یوې د امریکا د دفاع وزات، پنټاګون وویشتل. یوه بله الوتکه پنسلوینیا کې سقوط شوه چې هدف یې د امریکې د کانګرس ودانۍ ړنګول ؤ.‌ دې بې مخینې برید کې ۳۰۰۰ امریکایان ووژل شول او څه باندې ۶۰۰۰ زخمیان شول. د امریکا په تاریخ کې دا د پرل هاربر له حملې وروسته، چې جاپان تر سره کړې وه، تر ټولو زوره وره حمله وه. د بوش د ادارې غړو؛ دفاع وزیر‌ رمز فیلډ، د ملي امنیت مشاورې کنډولیزا رایس، د جمهور رئیس معاون ډِک چیني،  او د سی آی ای مشر جارج ټِینټ ډېر ژر اعلان کړه چې دا حمله د القاعدې مشر اسامه بن لادن چې د طالبانو د حکومت چتر لاندې اوسېده، تر سره کړې.‌ وروسته بیا د بوش د ملي امنیت مشاورې کنډولیزا رایس په خپلو یادښت...
نور ولوله

نوې سړه جګړه، د شمال اټلانټک او هندي پېسېفېک تر منځ پرمختګونه

د چین او امریکا تر منځ ښکاره جنجال د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په وخت کې هغه مهال پیل شو چې امریکا د چین په وارداتو نوې ټیکسونه ولګول. نړۍ دې نوې جګړې ته د سوداګرۍ د جګړې نوم ورکړی ؤ. د سوداګرۍ د جګړې یا Trade War اصلي لامل دا ؤ چې امریکا د خپل آزاد مارکیټ په اقتصادي فکر کې شکست وخوړ. چین د امریکا مارکیټ څخه دونې ګټه کوله چې امریکایان پوهېدل که همداسې پاته شي، د امریکا له بازاره ښايي چین ډېر ژر د امریکا اقتصاد لاندې کړي. دا چې امریکا نشو کولی د تجارت د نړیوال سازمان غړیتوب سره د چین په صادراتو ټېکسونه وضع کړي، دې ته اړ شو چې د یاد سازمان غړیتوب پرېږدي. وروسته د بایډن د انتخاباتي کمپاین په بهر...
نور ولوله

نوې سړه جګړه، تایوان؛ د نوې لوبې میدانِ نبرد؟

تایوان د آسیا پسیفېک په منځ کې پروت یو ټاپو دی چې ځان مستقل هیواد ګني خو کیسه یې ډېره جنحالي ده. د نوې نړیوالې لوبې سُر ته چې سړی ګوري داسې ښکاري چې که خبره مستقیم ټکر ته رسیږي (تر اوسه هېڅ مالومه نه ده) نو د جګړې مرکز به د همدې ټاپو شا او خوا سیمې وي. تایوان ټاپو ډېر جنجالي تاریخ لري چې وخت په وخت د زبر ځواکونو تر منځ لاس په لاس شوی. لومړی ځل دا ټاپو د چینیانو د پوځ یوې برخې چې د چیني امپراطورۍ لپاره د نوې سیمې لټولو په پار وتلي ؤ، پیدا کړې ؤ. هغه مهال دا ټاپو رسما د چیني امپراطورۍ برخه شوه او د امپراطور په امر د چین یو قوم دلته لېږدول شوی ؤ. له همدې نکتې چیني نسل دلته ژوند پیل کړ. وروسته د استعمار په وخت کې دا ټاپو د المانیانو مستعمره شوه، له استعمار و...
نور ولوله

نوې سړه جګړه، تُرکیه؛ د زبرځواکونو بَفر

اردوغان پرون په سوچي ښار کې پوتین سره ملاقات وکړ او په دې ناسته کې دوی د سوریې په راتلونکي، د روسیې او ترکیې تر منځ په دفاعي او امنیتي همکاریو او همداسې نورو مسائلو بحث وکړ. ترکیه د امریکا له ډېرو نږدې ملګرو څخه حسابېدله چې همېش امریکا د روسیې پر وړاندې بسپنه کړې. امریکا لپاره ترکیه د پل او بفر مثال لري چې هم کولی شي امریکا ته د دې لار ورکړي چې د آزاربایجان کاپسیان، مرکزي آسیا او د روسیې پولو ته ورسېږي او هم پرې سیمه کې د روسیې د نفوز مخه نیسي.‌ بایډن او اردوغان سره له ډېر پخوا د سیمې د سیاست په اړه د نظر تفاوت لري. دوی سره د اوباما په وخت کې هم ډېر ځله سختې شخړې راغلي. د تېرو انتخاباتو کمپاین کې چې کله له بایډن څخه د ترکیې په اړه پوښتنه وشوه ده وویل...
نور ولوله

نوې سړه جګړه، روسیه؛ د زمرو تر منځ چالاکه ګیدړ؟

شوروي اتحاد چې په ۱۹۹۱م کې مات شو،‌ نړۍ له دوه قطبي ساختار څخه یو قطب ته تبدیله شوه. د دې قطب مشري امریکا کوله. امریکا د نړۍ په تاریخ کې په لومړي ځل دومره ځواکمن قوت شو چې د نړۍ په ګوټ ګوټ یې حاکمیت درلود. له دې مخکې هېڅکله په تاریخ کې دونې قوي ځواک نه دی رامنځ ته شوی. همدا لامل ؤ چې د امریکا د علم او عقل خاوندانو غربي تمدن او امریکایي ډیموکراتیک نظام د تاریخ پای ګڼله. فکر داسې کیدلو چې نړۍ بې له دې چې د امریکا اررښتونه ونه مني، بله لار نه لري. د غربي تمدن ارزښتونو ته دوی نړیوال ارزښتونه ویل او د نړۍ په هر فرد یې د دې منل فرض بلل. د تمدنونو د ټکر په تیورۍ کې مهمه خبره دا وه چې امریکا ته دوه نور خطرات هم شته او هغه د شرق چین او اسلامي نړۍ ده.‌ د امریکا پلان دا ؤ چې په خصوصي ډول د...
نور ولوله

نوې سړه جګړه؛ پرمختګونه

د نوې سړې جګړې میدان Indo-Pacific دی. د امریکا له افغانستانه د وتلو فیصله هم په ۲۰۱۸ کال کې همدې ځای ته د امریکا د نوې ستراتیژۍ د چمتو کولو لپاره شوې وه. چین د نړۍ نوی ځواک راپورته کیدونکی ؤ او د پرمختګ مخه نیول یې امریکا ته مشکل شوي ؤ. که څه هم په افغانستان کې د امریکا په جګړې چین ډېر خوښ نه ؤ او وخت نا وخت یې د خپل ملي امنیت د ساتلو په پار فعالیتونه هم کول خو په دې خوښ ول چې امریکا په افغانستان کې پاتې شي.‌ چین غوښتل چې د امریکا خپې د سلېښو دې ډنډ کې نښتې وي تر څو په انډو پیسیفیک کې چین په طبعي ډول خپل کار پر مخ یوسي. امریکا فیصله وکړه چې له افغانستان څخه ووځي، دا جګړه نوره د امریکا په ګټه نه وه. امریکا اوس افغانستان سره د یو عادي هیواد په شان تعامل کول غواړي...
نور ولوله

روانه سړه جګړه کي روس، امريکا او چين

په سړه جګړه کې د شوروي له شکست وروسته چې کله د روسیې فیډراسیون جوړ شو له هماغې وخته امریکایان په دې کار کوي چې د روسیې چاره وکړي.‌ د امریکایانو ستراتیژستان په دې فکر ول چې روسیه باید له ټولو مخکې دې ته تیاره کړي چې خپل هویتي مشکل حل کړي. نړۍ باید پوه شي چې دا هیواد کمونست دی که ډیموکرات، اروپايي دی که آسیايي، غواړي چې نوۍ نړۍ کې د متحده ایالاتو ملګری پاته کېږي که دښمن! روسیې هېڅکله په دې لحاظ ځان محدود نه کړ، پوتین چې ۲۱ مخکې د روسیې فیډراسیون مشر شو،  دې هیواد له سره نړیوال سیاست کې د یو نوي قوي دولت په حیث تبارز پیل کړ. پوتین دې کې کامیاب شو چې د روسیې په خلکو ځان روسي نشنلست ومني. ناټو سازمان اصلا د شوروي د مخنیوي لپاره جوړ شوی ؤ. کله چې شورو...
نور ولوله

ملګرو ملتونو ته د افغانستان د نوي استازي په اړه

د سپتامبر په ۱۵ ملګرو ملتونو ته د ډاکتر اشرف غني‌ د حکومت نمائنده غلام اسحاقزي خط ولیکه چې پکې یې ځان د افغانستان نماینده ښودلې ؤ او غوښتل یې د ملګرو ملتونو په روانې جلسې کې خبرې وکړي.‌ پنځه ورځې وروسته په ۲۰ د سپتامبر د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو سکرتر جنرال ته خط واستوه. دې خط کې نوي‌ حکومت له دې ارګانه غوښتي ؤ چې د دوی نماینده ته روانې غونډې کې د خبرو وخت ورکړای شي.‌ پوښتنه دا ده چې اوس ملګری ملتونه څه ښايي وکړي؟ د ملګري ملتونو د رسمیت پېژندنې پروسه داسې ده چې د نوي‌ حکومت لخوا دوی ته د رسمیت لپاره ورکړل شوی غوښتنه به یوې نهه کسیزې کمېټې ته وړاندې کېږي تر څو دوی پرې بحث وکړي. دې کمېټې ته...
نور ولوله

د امریکا، استرالیا او انګستان تر منځ نوی امنیتي تړون AUKUS؛ د نوې سړې جګړې پیل

تېره ورځ امریکا او انګستان استرالیا سره یو نوی تړون امضاء کړ چې له مخې به یې امریکا او انګلستان استرالیا سره په شریکه د استرالیا په اندو پسېفیک اوبو کې هستوي وسلې خښوي. دا چې په دې وخت کې امریکا او انګلستان ولې استرالیا سره دا توافق کوي، له دې څه ستراتیژیک اهداف لري، دلته پرې لند بحث کوو.‌ ۱۹۹۱م د شوروي‌ له ماتې وروسته دا اول ځل دی چې د امریکا نړیوال قدرت خطر سره مخ کېږي. ۲۰۱۳م چې کله شي جنپنګ د چین رئیس جمهور شو، اعلان یې وکړ چې ارده لري د چین ورک شوی تمدن بیا را ژوندی کړي او دې لپاره به عملي کار پیل کړي. لږه مود وروسته شي د یو کمر بند یو لار لویه اقتصادي پروژه اعلان کړه. امریکا په دې پوهه شوه چې چین را پورته کېدونکی اقتصادي ځواک دی خو فکر دا ؤ چې امریکا به وکولای شي په طبعي ډ&...
نور ولوله

د امریکا وتلو سره افغانستان کې ارامي ده

دا مقاله الجزیره کې د بهرني سیاست دوه مشهورو پروفیسرانو لیکلې. دوی د امریکا د بهرني سیاست ناکامۍ نړۍ ته لوڅې کړي. امریکا له د شلمې پېړۍ اولې نیمې کې هایتي، ډومینیکن ریپبلک، کیوبا او نیکاراګوا اشغال کړل. دا هیوادونه نه ډیموکراټ شول، نه یې پېشرفت وکړ تو نه هم د سولې خاوندان شول، تر دې چې امریکا ترې ووځي.‌ بیا د ویتنام وار شو، امریکا بیا هم زده نه کړل. عراق او افغانستان دا دی امریکا ته بل درس ورکړ، دلته هم دوی شکست سره مخ شول. د امریکا وتلو سره افغانستان کې ارامي ده. افغانستان کې له بوش څخه دیخوا ټولو جمهورو رئیسانو ته مالومه وه چې دوی افغانستان نشي ګټلای خو کیسه دا وه چې یو جمهور رئیس ...
نور ولوله

امریکا کرزي او د شمال اتحاد ته ویلي و چي د طالبانو سره د سولې هېڅ چېنل باید خلاص نه شي

کله چې مزار شریف او کابل ونیول شو او د کندهار میدان هم د سي آی ای او امریکایي پوځیانو په زور د ګل آغا شیرزي لاس ته ولوېد، ملا محمد عمر پوه شو چې نوره خبره ختمه ده. د ۲۰۰۱م کال د دسمبر په ۵مه د ملا عبدالغني برادر، سید طیب آغا، ملا عبیدالله او د علی زیو قومي‌ مشر رئیس بغراني په مشرۍ یو طالب پلاوي‌ کرزي سره وکتل. دوی کرزي ته د امارت د مشرتابې له خوا یو خط ورکړ چې دوی تیار دي وسله وغورځوي‌ او په سوله ایزه توګه خپلو کورونو ته ستانه شي.‌ دوی یواځې د سر امن غوښته. کرزي‌ د خپل ټیم مشر فاکس ته خط ورکړ، سبا د دسمبر په ۶مه ډونالډ رمزفیلډ (د امریکا د وخت د دفاع وزیر) اعلان وکړ چې مونږ طالبانو سره سوله نه کوو، زمونږ هدف دا دی چې مونږ طالبان د ځمکې له مخې ختم کړو. امریکا کرزي ا...
نور ولوله

نوی فصل نوی بهرنی سیاست؛ فرصتونه او ننګونې

سیاست کې د لوبو ختمېدل نشته.‌ هرې لویې او وړې لوبې پسې بله نوې لوبه نښتې وي. دې میدان کې د هر مشکل حل بل مشکل زیږوي. هغه ملتونه له دې لوبو روغ اوځي‌ چې مشرتابه یې ملت ته مخلصه اوسي. مونږ د یوې ۲۰ کلنې لوبې ډېر مات ووتو، داسې چې اوس مو هم د ملت ۷۰٪ خلک د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي،‌ له ۳۶ میلیونه خلکو ۲۰ میلونه تر اوسه سم خوراک نه لاس رسی نه لري، جګړې مو د ۲۶۰،‌۰۰۰ افغانو ژوند واخست، فساد، غبن غلاوې، چور چپاول خو یې یو څنګ ته پرېږدو. مونږ په داسې حال کې د تېرې لوبې مشرانو په میدان پرېښودو چې ۸۵٪ اقتصاد مو پر همدوی تکیه دی، مونږ تر اوسه په خیراتونو او مرستو اوسېږو. د امریکا شتون که شل کاله نور هم اوږد شوی وای، زمونږ به همدا حال ؤ. په جیو ستراتیژیک لحاظ افغانستان کې نوې ل...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک