بایډن د افغانستان په اړه رسنیو سره په لاندې ټکو خبرې وکړې
د امریکا جمهور رئیس بایډن دا اوس افغانستان په اړه رسنیو سره په لاندې ټکو خبرې وکړې
» د افغانستان حالات له نږدې څارو، سفارت مو تړل شوی، ډپلوماتان مو امریکا ته رارسېدلي.
» مونږ افغانستان ته د ملت جوړونې، حکومت جوړونې او مرکزي ډیموکراتیک دولت جوړولو لپاره نه ؤ تللي. زمونږ هدف د اسامه بن لادن او القاعدې ختمول ؤ. دا مهال د امریکا داخلي امنیت تأمین دی، نور ولې باید مونږ افغانستان کې پاتې شو؟ زه هېڅکله دا تېروتنه نه تکراروم. دا جګړه مو باید ختمه کړای وای.
» دا مهال زمونږ مخ ته د نړۍ سترې مسئلې پرتې دي، چین او روس مونږ لپاره لوی چېلینج دی. تروریزم اوس په صومالیې، سوریې او نورور هیوادونو کې دی، هلته یې باید چاره وکړو.
» ما د افغانستان د جګړې په اړه دوه انتخابه درلودل. یا به مې دا نه ختمېدونکې جګړه کوله چې نور امریکایان هم پکې ژوند له لاسه ورکړي او یا به مې ختموله. ما د جګړې ختمولو انتخاب غوره وګانه او ټینګ پرې ولاړ یم. له دې وروسته هېڅکله د افغانستان هیواد ته په نظامي لحاظ نه ستنېږو.
» مونږ د افغانستان په اردو ټرېلیونونه پیسې ولږولې، د ناټو له ځینو هیوادونو څخه ښه وسائل مو ورکړل خو چې دوی ځان لپاره نه جنګېدل، مونږ ولې دوی لپاره وجنګېږو؟
» ډاکټر اشرف غني چې امریکا ته راغلی ؤ، پاک سره وغږېدلو. ما ورته وویل چې له ادارې دې فساد ختم کړه، ملي اجماع رامنځ ته کړه او سوله وکړه چې یو مناسب جوړ جاړي ته سره ورسېږئ. ډاکټر غني ویل دی جګړې ته پوره تیاری لري او افغان ځواکونه دې لپاره جګړه کوي.
» هغو افغانانو چې په دې جګړه کې یې زمونږ د ګټو لپاره قربانیانې وکړي، د هغوی قدرداني کوم.
» پر طالبانو نظر ساتو، دوی باید خپلو خلکو ته د دوی حقوق ورکړي، که پوهه شو چې د امریکا ګټو ته خطر پېښوي، په قوت به یې مخه نیسو.
» افغانستان کې به هم لکه د نورې نړۍ په شان د بشر حقوقو او نورو مسائلو لپاره غږ پورته کوو.
تبصره؛
د بایډن په ننیو خبرو کې ډېر اشارات ول چې باید په پوره دقت ولوستل شي.
