د دوکتور عبد الحی قانت لیکنی

تر درې نيم کاله پريکون وروسته؛ د قطر او سعودي عربستان نوی اړيکې

‎درې نیم کاله وړاندې د سعودي‌ عربستان په مشرۍ متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر قطر سره ځمکنی، هوايي او سمندري پریکون اعلان کړ. دا پرېکون په داسې حال کې وو چې ډونالد ټرمپ د ریاست جمهوري انتخابات ګټلي وو. د ټرمپ له انتخاباتي کمپاین څخه دا مالومېده چې دی به د ایران پر ضد د سعودي‌ کلک ملاتړ کوي. بلې خوا ته سعودی عربستان هم امریکا سره ددوی د وسلو اخستلو لوی ډیلونه روان کړي وو. همدا وجه وه چې سعودی‌ عربستان دا فکر وکړ چې د امریکا له دې دوستۍ څخه په استفادې د ایران تر څنګ یو څه قطر هم له فشار لاندې ونیسي ځکه دوی مطمئن ول چې په دې کار ټرمپ دوی ته مشکلات نه جوړوي. ‎قطر د دې درې نیمو کالو په...
نور ولوله

ایران ولې افغانستان کې د سولې پروسې مخالفت کوي؟

»‌ قطر کې د روانو بین الافغاني‌ خبرو بنسټ د امریکایانو موافقتنامه ده، کومه چې ایرانیانو ته د منلو وړ نه ده. » ایران غواړي امریکایان د افغانستان په اوږدې او بې نتیجې جګړې کې مصروف وي تر څو د امریکا توجو د بیجنګ، ‌مسکو او خپله ایران په طرف تقسیمه وي. » ایران غواړي داسې حکومت په افغانستان کې حاکم وي چې تهران سره ښې اړیکې ولري.‌ »‌ ایران داسې حکومت په افغانستان کې نه مني چې اساس یې آیډیولوژیک وي‌ او خصوصا قضاوتونه یې په حنفي قفه ولاړ وي. ...
نور ولوله

زمونږ پر ولس د امريکايانو د ظلمونو يوه دردونکی کيسه

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم په خپل کتاب کې زمونږ پر ولس د امریکایانو د ظلمونو یوه کیسه داسې لیکي؛ “عایشه د کونړ د وټه پورې څلور کلنه نجلۍ وه. هغې له خپل مور او پلار او د کورنۍ له نورو غړیو سره له یوه کلي نه بل کلي‌ ته سفر کاوه چې د سپرلۍ په موټر یې امریکايي هوايي ځواکونو برید وکړ. د هغې کورنۍ ټول غړي په دې برید کې ووژل شول یواځې دا ترې ژوندې پاتې شوه، خو په داسې ډول چې کیڼ لاس یې غوڅ شوی ؤ او مخ یې له سترګو او پزې سره له منځه تللی ؤ. امریکایانو ماشومه د کابل هوايي ډکر په پوځي ‌برخه کې د فرانسویانو روغتون ته راوړې وه. ما له دې پیښې ولسمشر خبر کړ. څو ورځې وروسته یې پوښتتنې ته ورغلو. د ماشومې مخ یې پر سپین ټوکر پوښلی ؤ، غوڅ شوی لاس یې په بنداژ کې پېچل ...
نور ولوله

افغان سوله؛ سیمه او د زبر ځواکونو مثلث

د روان کال سپټمبر په ۱۲ نیټه د قطر په پلازمینه، دوحه، کې د افغان لوریو تر منځ د سولې او روغې جوړې پروسه رسما پیل شوه. دا خبرې پس له ډېر ځنډه چې باید د مارچ په ۱۰مه نیټه پیل شوې وې، شپږ میاشتې وروسته پیل شوې. د دوحې بین الافغاني خبرې که په درېیو برخو ووېشو اوله برخه چې د خبرو افتتاح برنامه وه، په کامیابۍ سر ته ورسېده. دويم پړاو یې اوس پیل دی چې په کې د طرز العمل پر مادو جنجالونه دي او درېیم پړاو یې له ټولو مشکل پړاو دی چې افغان لوري به خپلو کې د خبرو پر اجنډا بحث کوي. د سولې په روان بهیر کې یو بحث چې ډېر ژوندی دی، د ګاونډي هېوادونو او د افغانستان په قضیه کې ښکیل د درې مهمو زبر ځواکونو (امریکا، چین، او روس) د رول بحث دی. دا ځکه چې اوسني نړیوال جوړښت کې دا ممکنه نه ده چې یوه ملي پروسه، لکه س...
نور ولوله

افغانستان ته د امریکا راتلونکې ممکنه تګلاره

د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر له ۱۱مې وروسته د امریکا د وخت جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش نړۍ ته وویل چې طالبان د القاعدې ساتونکي دي او القاعده د امریکا ملي امنیت ته د وخت له ټولو لوی خطر دی. امریکا د طالبانو د اسلامي امارت نړولو په بهانه افغانستان کې د یوې لویې جګړې پیل ته ملا وتړله. بوش وویل چې دوی به په ډېره لږه موده کې د افغانستان حالات کنترول کړي، دیموکراتیک حکومت به ایجاد کړي او بېرته به خپلې خونې ته ستانه شي. وروسته په ۲۰۰۸ کې جورج بوش د خپلو یادښتونو کتاب کې ولیکل چې افغانستان ته امنیت او دیموکراسي راوستل زمونږ له توقع ډېر پورته کار دی. جورج بوش خپله ناکامه جګړه رئیس جمهور اوباما ته توریث کړه. اوباما هم د بوش پر قدم مخکې ولاړ او پر خپل دوران کې یې جګړه له پخوا ډېره تېزه کړه. امریکا په ۲۰۱۱ کې...
نور ولوله

جنرال مک ماسټر؛ د افغان سولې تشویش

پرون د سپتمبر په ۱۷مه د امریکا د ملي امنیت شوری پخواني مشاور مک ماسټر وویل چې افغانستان کې د امریکا پالیسي ( د سولې پروسه) په ښه لور نه ده روانه او ټرمپ غواړي طالبانو ته په کابل کې د اوسني حکومت پر خلاف ډېر رول ورکړي. ډونالډ ټرمپ او افغان سوله؛ د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ‪چې کله له ۲۰۱۷ مخکې ولسمشري انتخاباتو لپره کمپاین کاوه، امریکایانو ته یې بار بار دا ویل چې که چېرته دی رئیس جمهور شو له افغانستانه به د امریکا نظامیان راباسي او د افغانستان بې نتیجې جګړې ته به د پای ټکی ږدي. دا خبره چې ټرمپ په کمپاین کې کوله سبب یې دا وه چې د امریکا په عامه ذهنیت او عام تفکر کې د افغانستان جګړې خپل ځای بایللی وو. د امریکا ولس نور نه غوښتل چې ددوی حکومت د افغانستان جګړه کې د ما...
نور ولوله

قطر کې روان مذاکرات له خبرو پرته نور هيڅ اهميت نه لري

دوحه کې د خبرو روانه پروسه له خبرو پرته نور هیڅ اهمیت نه لري. دا چې بین الافغاني خبرې څرنګه باید سر ته ورسیږي، په کومه نتیجه ختمې شي، د خبرو په نتیجه کې څه ډول سیاسي جوړجاړی رامنځ ته شي تیار فیصله شوي. د امریکایانو او طالبانو د خبرو پر مهال امریکایان دې نتیجې ته رسیدلي وو چې نه یې غوښتل په بین الافغاني خبرو وخت ضایع کړي. دوی طالبانو سره د سولې داسې یو سند لاسلیک کړ چې هغې کې طالبانو ته د دې لار برابره شوې وه چې بین الافغاني خبرو کې برلاسي شي. که امریکایانو سره د دوی د ۱۹ کلنو لاسته راوړنو (!) غم وای دوی به طالبانو سره د خبرو پر مهال د اوربند په شرط تړون لاسلیک کړای وای تر څو طالبان نه وای توانېدلای چې بین الافغاني خبرو کې حکومت د فشار لاندې ونیسي. امریکا، اروپایي ټولنې، د یوناما او ناټو م...
نور ولوله

افغان سوله؛ نوي چېلکونه

 مخکې له دې چې د غوايي پر نهمه نېټه  د سولې مشورتي جرګه پیل سي، په هیواد کې د سولې فعالو طرفونو داسې انګېرله چې ګواکې حکومتي لوری غواړي د سولې پروسه تخریب کړي خو اصلي خبره دا وه چې له جرګې څو ورځې وړاندې کله چې زلمی خلیلزاد د اشرف غني ملاقات ته ولاړ هلته غني ته د امریکا له طرفه پاک وویل سول چې د سولې په پروسه کې له چېلکونو اچولو تېر سي. په سبا یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي پمپیو هم اشرف غني ته په یو انلاین مجلس کې وویل چې ولسمشر ټرمپ د سولې په اړه د ولسمشر غني لخوا په ډوږ بوږ نه دی خوښ. همدا شول چې د سولې مشورتي غونډه د ۴۰۰ بندیانو د خوشې کولو په فیصله منتج شوه. د سولې د مشورتي جرګې څخه وروسته د ولسمشر اشرف غني دا بهانه هم ختمه شوه چې دی د هغو ۴۰۰ بندیانو د خوشې کولو قان...
نور ولوله

ملي ایډیالوژي د افغانستان د ملي ګټو، دیني او ملي حیثیت ساتندویه ده‌

ملي ایډیالوژي د یو ملت جغرافیې، کلتور، تاریخ، ملي ګټو، دیني ازرښتونو او خصلت پورې تړاو لري. ا‪ولسمې پیړۍ کې د پروتستان او کاتولیک عیسویانو دېرش کلنې جګړې  د نړۍ د بین المللي سیاست رنګ بدل کړ. د عیسویانو دا داخلي جګړه د ‪ویسپالیا د سولې په تړون ختمه شوه او په نتیجه کې یې د اروپايي هیوادونو تر منځ د “ارضي تمامیت” او “ملي حاکمیت” اصول رامنځ ته شول. اروپايي هیوادونو د ویسپالیا د سولې په نتیجه کې په خپلو منځونو کې د “دولت-قوم” یا نېشن-سټیټ داکترین وزیږاوه. ‪په همدې پیړیو کې رنسانس، صنعتي انقلاب او د کلیسا له استبداد څخه د اروپایانو د ازادۍ شور هم ښه زور کې وه. پایله یې دا شوه چې غرب د کلیسا او امپراطوریو له استبدادي فکر ازاد او د پرمختک په لور رهي شو...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک