د دوکتور عبد الحی قانت لیکنی
ډاکتر مهاتیر د دریمې نړۍ هر وګړي ته د خپلو ارزښتونو د مبارزې جرأت ورکړ
ډاکتر مهاتیر د دریمې نړۍ هر وګړي ته د خپلو ارزښتونو د مبارزې جرأت ورکړی، ده عملا دا ښودلې چې ارزښتونو لپاره مبارزه یواځې د کامیابۍ په ساحل تمېږي. د طب ډاکتر، د غریبې کورنۍ غړی، د یو معلم ځوی د خپلې ورځ او شپې قربانۍ او هڅو وروسته کلونه د مالیزیا په شان د پر مختللي هیواد مشر پاته شو. د ریښتینې ډموکراسۍ او جمهوریت همدا حسن دی چې د هیواد نابغه بچي لکه د زګ په شان د اوبو سر ته راباسي. ډاکټر مهاتیر په خپل وخت کې مالیزیا د آسیايي هیوادونو چمپین هیواد جوړ کړ. په داسې حال کې چې مالیزیا د استعمار له منګولو راوتلې بلها مشکلاتو سره مخ وه، د هیواد سړي سر عاید ۳۵۰ ډالره وو، د لوست کچه له ۵۰ ټیټه وه، له ۵۰ فیصدو زیاتو خلکو د فقر د کرښې لاندې ژوند تیروه، د حکومتدارۍ هیڅ منظم سستم نه وو. مالیزیا د سینګ...
نور ولوله
د اتمر صېب سعودي عربستان او ملا برادر ایران ته سفر څه مانا لري؟
میاشت وړاندې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت دولت لپاره د سیمې او نړیوالو د اجماع رامنځ ته کولو او د دولت د ملاتړ په پار یو پروګرام اعلان کړ . دې پروګرام عملي کولو لپاره د بهرنیو چارو وزارت لاس په کار شو، خارجي هیوادونو ته د اتمر صېب سفرونه پیل شو. وروستنی سفر یې سعودي عربستان ته وو. دولت دا مهال په دې پروسه کې له دې امله لوی مشکل سره مخ دی چې دوی په دې مهم کار ډېر وروسته لاس پورې کړ. دا کار باید لږ تر لږه یو کار وړاندې تر سره شوی وای.
بل اړخ ته د طالبانو ایران ته اوسنی سفر هم همدې لپاره دي چې دوی د امارت ټیم لپاره سیمه ایز او نړیوال ملاتړ پیدا کړی. د دوی پوره کوښښ دا دی چې هیوادونو ته ددې تضمین ورکړي چې دوی به د تېر په شان نړیوالې ټولنې سره...
نور ولوله
د سيگار تحقيقي راپور؛ يو کال کې څو ميليارده ډالر څنگه له افغانستانه وويستل شول
سیګار نن پنځلس صفحې تحقیقي راپور خپور کړی چې له افغانستانه د غیر قانوني پيسو ویستلو خبره پکې شوې. دې راپور کې د یو تحقیق په بنیاد لیکي چې یو کال کې له افغانستانه ۴.۵ میلیارده ډالر له افغانستانه په غیر قانوني توګه ویستل شوي. د ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۰ میلادي پورې ۶۵٪ له افغانستان څخه ویستل شوې پیسې ټولې هغه پیسې دي چې د اپیمو او نورو غیر قانوني تجارتونو له لارې لاسته راوړل شوې وې.
۲۰۱۱ کال کې امریکا په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د پیسو حسابولو ماشین ولګاوه. دا ماشین دې لپاره ولګېد چې له افغانستانه ټولې ویستل کیدونکې پیسې به شمارل کیږي او له ۱۰،۰۰۰ ډالرو زیاتو پیسو ویستلو اجازه به نه وي.
تاسي به لیدلي وي چې کله عام خلک له هوايي میدانه وځي، پرتوګ پرې...
نور ولوله
ممکنه نه ده چې امریکایان دې د دوحې تړون کې کوم لوی تغیر راولي
د سولې د خبرو د برخلیک په اړه د ډېرو هیوادوالو اندېښنه ده. دا مهال دولت کوښښ روان کړی چې د امریکا نوې اداره دې ته قانع کړي چې د دوحې په تړون بیا کتنه وکړي. دوی ته د امریکا دولت وعده هم ورکړې خو بل اړخ ته طالبانو او په سیاسي ګټو کې د طالبانو شریکوالو سیمه ایزو هیوادونو هم واشنګټن کې خپله لابي په کار اچولې تر څو امریکا له افغانستانه د وتلو پرته په بل څه فکر ونکړي.
تاسي چې هر څونې احساساتي خبرې وکړئ په خپل ځای خو د سیاست دنیا د واقعیتونو دنیا ده او واقعیت دا دی چې د افغانستان د سولې مسئله کې امریکا ته د افغانستان له حکومت څخه پاکستان په کراتو زیات مهم دی. اسلام آباد، بېجېنګ، مسکو، تهران او د منځنۍ آسیا ټول هیوادونه په افغانستان کې د امریکايي نظامیانو (لږو یا ډېرو) شتون سره...
نور ولوله
د خپلو سياسي گټو لپاره مو ملت تباه کړ؛ اعدامونو او وژنو په ځای بايد يو بل وبښو
مونږ چې کله ویل د مهسا قاتلین دې اعدام شي، په لارو کوڅو کې له نیول شوو غلو دې لاسونه پرې شي، اختطاف کونکي دې د کابل په چوکونو کې راځوړند شي، هغه مفسدین چې په تېرو ۱۹ کلونو کې د ډیموکراسۍ تر چترۍ لاندې میلیونران شول باید محاسبه شي، هر هغه چا چې د افغان ولس یو وګړی وژلی باید حد پرې جاري شي؛ همدوی ول چې ځانونه یې غلي اچولي وو، دا یې ظلم باله، د حق غوښتونکي ورته ظالمان برېښېدل ځکه دې ټولو جرمونو کې ددوی ګټې وې، د اختطاف چیانو نیمې پیسې ددوی جیبونه ته تللی، دوی خپل باج تر لاسه کاوه، ملت یې څه په بلا وهه.
اوس چې د یو جګړه ایز حالت څخه د سولې په طرف روان شوي یو، دا چې اوس د باور جوړونې او اعتماد فضاء ته اړتیا ده او له اعدامونو او وژنو په ځای باید یو بل وبښو، د سولې دښمنه کړۍ لګیا ده له دې...
نور ولوله
افغان سوله او د جو بایډن ممکنه تګلاره
د روانې میاشتې په ۲۰ مه نېټه د امریکا د نوي جمهور رئیس د لوړې ورځ ده. په دې ورځ به د امریکا نوی جمهور رئیس چې په تېرو انتخاباتو کې یې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه ټاکنې ګټلي، لوړه کوي. دده له لوړې وروسته په بهرني سیاست کې له ټولو اولنۍ او مهمه پرېکړه به د افغانستان د سولې د برخلیک په اړه وي ځکه د دوحې د موافقتنامې په اساس باید د روان کال مئ میاشت پورې امریکایان له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي. دا چې تحلیل شي چې بایډن به د پوځیانو ویستلو ته ژمن پاته شي او که د دوحې تړون کې به تغیرات راولي، مهمه ده په دې مطالعه وشي چې بایډن چې کله د اوباما معاون رئیس جمهور وو د افغانستان په اړه څه فکر درلود او آیا اوس هم په هماغه فکر ولاړ دی او که بدلون پکې راغلی. همدا راز دې کې شک نشته چې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په جوړولو کې د...
نور ولوله
تونس؛ د عربي پسرلي یواځینۍ کامیابه تجربه
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته چې کله د ارپایانو د پاچاهۍ دور ته د پای ټکی کېښودل شو، امریکا او شوروي اتحاد نړیوال قوي بلاکونه پاته شول چې بیا سړې جګړې ته سره ولاړل. نړیوال سیاست کې دا تغیر په داسې مهال کې رامنځ ته کیده چې عربی نړۍ د غربي استعمار د لاسپوڅو مشرانو لومو ته غورځول شوې وه. په همدې بدلېدونکې فضاء کې جمال عبدالناصر له مصره د عربي نړۍ د یووالي یا د پان عربېزم په تیوري عملي کار پیل کړ. ناصر غوښتل د عربي نړۍ تول مستبد پاچاهان د یو عربي چتر لاندې راغونډ کړی خو دده خوب هغه مهال نیم پاته شو چې په ۱۹۶۷ کې د عربي نړۍ ټول پوځ ته اسرائیلو په شبږ ورځنۍ جګړه کې شکست ورکړ. پان عربېزم د عرب ملت په ذهن کې شکست وخوړ. د پان عربېزم له ناکامۍ وروسته عرب ملت په دې پوه شو چې یواځې اسلامي سیاست کولی شي ددوی ورک برم بېرته را ژوندی کړي...
نور ولوله
قطر کې د اورکم او آينده نظام په ساختار خبره نهايي ښکاري
داسې ښکاري چې په دوحه کې د مذاکراتي ټیمونو تر مېنځ په ایجنډا اتفاق شوی. د باور جوړونې لپاره په اورکم او د آینده نظام په ساختار هم خبره نهايي ښکاري خو زما په اند دواړه مذاکراتي ټیمونه دا مهال دوه شیانو ته انتظار باسي.
اول دا چې شپږ ورځې وروسته د امریکا نوی منتخب ولسمشر لوړه کوي، مخکې له دې د بایډن د ملي امنیت سلاکار خلیلزاد ته ددې د ماموریت په اړه شنه سګنالونه هم ورکړي خو بیا هم مذاکراتي ټیمونه ددې انتظار باسي چې د امریکا د نوې ادارې په تګلاره ځان مطمئن کړی.
دوهمه وجه په راروانه میاشت کې د ناټو د هیوادونو ګډه ناسته ده چې په ایجنډا کې یې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو برخلیک یوه مهمه نکته ده. طالبان بیا دې ته ډېر اهمیت په دې نه ورکوي چې پوهېږي...
نور ولوله
دلته عام ولس سره د حکومتي مشرانو تعامل داسې دی لکه د غلام او بادار تعامل
وايي د قوم مشر د قوم خادم وي خو زمونږ په وطن کې دا حکایت سر چپه دی. دلته اکثر سیاسي مشران خاینین، غداران، مفسد، حرام خواره او ظالمان دي. په تېرو ۲۰ کلونو کې ددوی مالي او اخلاقی فسادونو داسې تاریخ جوړ کړ چې ساری یې نشته. ددوی فرعونیت به تاسي ددوی له باډي ګاردانو کتلی وي، هر یو ځان ته داسې خلک پیدا کړي چې شکلونه یې د انسانانو نه دي، داسې بریښې ګواکې دوی له انسانیته مسخه شوي وي، پر سړکونو چې ددوی موټرې روانې وي لکه د بازنطین امپراطورۍ ملکان او والیان چې تېرېږي، عامو خلکو سره یې تعامل داسې وي لکه هغوی چې د سلطنت غلامان وي. په دوه مټرې کې دننه ورته بل موټر نه پرېږدي، چې لږ وړاندې شې دریغه درته د ټوپک شپېلئ نېغوي.
دلته عام ولس سره د حکومتي مشرانو تعامل داسې دی لکه د غلام او ب...
نور ولوله
خلیلزاد د مؤقت حکومت په طرحه عملي کار پیل کړی
د امریکا منافقت ته مو پام دی؟
پرون پنټاګون اعلامیه صادره کړه چې دوی به له افغانستانه خپل پوځیان د دوحې د تړون په اساس وباسي، نن میلر په افغانستان کې وویل چې د تاوتریخوالي زیاتوالي د دوی تشویش زیات کړی او که دوام ومومي د سولې پروسه به خطر سره مخ شي.
خلیلزاد له یوې هفتې راهیسې د مؤقت حکومت په طرحه عملي کار پیل کړی. دی پاکستان ته ولاړ، هلته یې له خپلو یارانو د طرحې ملاتړ تر لاسه کړ بیا یې د افغان سیاسیونو دروازې وټکولې، دوی هم ورسره سلا شول. دوحې ته ولاړ، دوبۍ ته یې عطاء نور، قانوني او صلاح الدین خان راوغوښتل.د حکمتیار صېب ملاتړ یې د ټیلیفون پر لیکه واخست او دا دی نن د مؤقت حکومت د جوړولو په اړه نور مالومات هم لیک شول خو د امریکا شازدافېر وايي مونږ د مؤقت حکومت د ...
نور ولوله
راتلونکی نظام؛ جمهوریت که امارت؟
د بین الافغاني خبرو دوهم پړاو کې د میز پر سر دوه مهمې نکتې دي چې بحث به پرې کېږي. د جمهوریت د ټیم فشار پر دې دی چې د اوربند پر مسئله بحث وشي، طالبان دا نه ردوي خو داسې ښکاری هغوی ته مهمه مسئله د آینده حکومت بڼه ده.
دا آینده حکومت د څرنګوالي په اړه ډېرې خبرې روانې دي، ټیمونه پر اسلامي جمهوریت او اسلامي امارت فشار راوړي خو ځینې بیا وايي طالبان دې ته تیار شوي چې د امارت له نومه تېر شي ځکه هغوی ته د نظام د عناوینو پر ځای اصول مهم دي، چې باید اسلامي وي.
اسلامي امارت د افغانستان په تېر تاریخ کې یوه بې مخینې تجربه وه او وکتل شول چې د روان نړیوال نظام سره سرا سر په ټکر کې وه. د امارت نظام ونشو کولای چې د خپل حکومت په دور کې په نړیوال نظام کې ځان ته ...
نور ولوله
د ایران د یورانیمو د غنا مسئله ورځ په ورځ ګرمېږي
د ایران د یورانیمو د غنا مسئله ورځ په ورځ ګرمېږي. پرون ایران خبر ورکړ چې دوی د فردو په مرکز کې د یورانیمو د ۲۰٪ غنا پروسه پیل کړه. دا په داسې وخت کې ده چې ټرمپ د خپل حکومت له پیله ایران سره د شوي ۲۰۱۵م کال تړون مخالف وو. د ټرمپ ایران سره له مخالفت ډېر وجوهات دي خو عمده یې دوه وجوهات ول.
یو دا چې ټرمپ غوښتل د امریکا دننه په دې کار له امریکایانو سیاسي کریډت واخلي او هغوی ته دا وښايي چې ګواکې دموکراتانو ایران ته په دې تړون کې ډېر خلاص لاس ورکړی ؤ.
بله دا چې ټرمپ غوښتل پر ایران فشار راولي تر څو یمن، سوریه او فلسطین کې له امریکا ضد خارجي سیاست څخه لاس پر سر شي.
په دې دواړو اهدافو کې ټرمپ تر خپل حده ناکام وو. په...
نور ولوله
