No-IMG

قطر هیواد د دې طالبانو او حکومت تر منځ منځګړتوب وکړي

بین الأفغاني مذاکرات چې بن بست سره مخ دي، دوه بنیادي مشکلات لري. یو  دا دی چې د دواړه طرفونه غواړي د حکومت مرکزي قدرت د دوی اوسي.‌ د جمهوریت ټیم وايي‌، مونږ انتخابات ګټلي، قدرت زمونږ حق دی. بل طرف ته طالب استدلال کوي چې دوی اشغال ته شکست ورکړی، حکومت باید د دوی وي.‌

د دواړو طرفونو دا ذهنیت اصلا د سولې مخالف دی. سوله په دې ذهنیت نه کېږي. که تاسي له دې دواړو طرفونو دا انتظار لرئ چې دوی به خپلو کې یوې مثبتې نتیجې ته ورسیږي،‌ ځان دوکه کوئ.

د دې مشکل یواځینی حل دا دی چې د دوی تر منځ یو مؤثر منځګړی اوسي. داسې منځکړی چې دواړو طرفونو ته د منلو وړ وي.‌

پکار خو دا وه چې دا منځګړي د هیواد مشرانو، سپین ګیرو او علماؤ کړی وای خو داسې ښکاري چې دا به دواړه طرفونه ونه مني.

یواځینی حل دا دی چې دا منځګړتوب یو بهرنی هیواد وکړي.

زما په فکر قطر په لاندې دلایلو یواځینی داسې هیواد دی چې دې منځکړی لپاره له هر پلوه مناسب دی.

» د امریکا او طالبانو تر منځ کامیاب منځګړتوب.

»‌ د قحطاني فامیل او طالبانو نږدې اړیکې.

» د امریکا+ناټو او قطر نږدې اړیکې.

» د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه هیواد.

»‌ د سیمې ټولو هیوادونو سره د قطر حسنه اړیکې.

»‌د افغانستان حکومت سره د قطر هیواد ګرمې اړیکې.

» د قطر هیواد د سولې او روغې جوړې لویه تجربه.

که د سولې له لارې کوم حل شته یواځې دا دی چې د قطر په شان یو معتبر هیواد د دې طرفینو منځګړتوب وکړي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک