د دوکتور عبد الحی قانت لیکنی
نوي حکومت ته وخت ورکړئ
نوي رامنځ ته شوي واقعیت ته هر څوک له خپلې زاویې ګوري او د هماغې زاویې په اساس د افغانستان د آیندې په اړه قضاوت کوي؛
ځینې یې له شخصي زاویې ګوري. دا هغه طبقه ده چې د هر مثبت منفي په اړه د قضاوت تله ورسره خپلې شخصي ګټې دي. که د دوی ګټه پکې وي، تنخواه یې وي، وظیفه ورته پیدا کېږي او ساعت یې تېرېږي، هر څه سم دي خو که دا نه وي، نظام ړنګ او د هیواد آینده تباه ده.
ځینې یې له فکري پلوه ګوري. دوی هغه خلک دي چې آسمان ورته راښکته کړئ، من او سلوی ورته راوړئ، قناعت نه کوي ځکه دوی له مخکې ذهن جوړ کړی چې نظام سیکولار، لبرال، کمونېست یا … نه وي، دوی ته سم نظام نه ښکاري. دا طبقه خلک فساد، غلا، قتل و قتال هر څه توجېه کوي خو چې د قدرت په واګو د دوی د فکر خلک ناست وي. تېر دولت کې د...
نور ولوله
د مقاومت مشران له ۲۰ ورځو په اسلام آباد کې څه کوي؟
که دا مقاومت د پاکستان په وړاندې ؤ نو د مقاومت مشران له ۲۰ ورځو په اسلام آباد کې څه کوي؟
که د ژبې او قوم لپاره ؤ، هغه پښتانه سیکولاران او نشنلستان چې د پښتونپالنې د نوم لاندې یې دا شل کاله د دوی خپې وهلې، دوی یې “لنډه غر” بلل، د دوی پر وړاندې یې د هر پښتون په زړه کې نفرت پیدا کاوه، تبلیغات یې کول او هر دروغ ریښتیا یې ویل، د دوی په ډله کې څه کوي؟ بل دا چې هغه طالبان چې دوی سره جنګېدل هم د دوی د قوم او ژبې ؤ!؟
که ډیموکراسۍ لپاره ؤ، په ډیموکراسۍ کې د دوی تاریخ له چا پټ دی؟که اسلام لپاره ؤ، کوم اسلام؟ دا څرنګه اسلام دی چې برنارد لویس (یهودي لابي ګر) او فرانسه (د اسلام له ټولو لویه دښمنه) ورته لابي کوی؟
که د آزادۍ لپاره ؤ نو د امریکايي اشغال چې د دوی په ډاډ یې دلته تشریف راوړی ؤ...
نور ولوله
هیواد داسې نظام ته اړتیا لري چې زمونږ د خلکو خدمت وکړای شي
د ډیموکراتیک سستم بنیاد په دې ایښودل شوی چې خلک خپل ځان ته په خپله خوښه خپله رهبري وټاکي. د دې میکانېزم اساسي تعریف همدا دی چې د خلکو پر سر د خلکو په خوښه او د خلکو په رایه ټاکل شوي رهبران مشري وکړي.
امریکا ۲۰۰۱ کې د B52 او بلېک هاک په زور تېر نظام رنګ او نوی نظام تشکیل کړ. دغه پیل دیموکراتیک نه ؤ. خلکو نه ؤ غوښتی، په خپله خوښه د خپلو ګټو لپاره د بمونو په زور یې وطن ونیو، نوی سړی یې کېناوه. نوي نظام ته یې د دیموکراسۍ نوم ورکړ.
بیا دوه دورې انتخابات تر سره شول، دوی غوښتل د هغې تش په نامه انتخاباتو له لارې دولت ته جمهوري مشورعیت ورکړي خو هغه داسې وشرمېدل چې په تاریخ کې یې ساری نشته. د تفصیل لپاره یې د عبدالکریم خرم او ډاکتر سپنتا کتابو...
نور ولوله
د افغانستان د نوي بهرني سیاست په اړه څو کرښې
سیاست کې د لوبو ختمېدل نشته. هرې لویې او وړې لوبې پسې بله نوې لوبه نښتې وي. دې میدان کې د هر مشکل حل بل مشکل زیږوي. هغه ملتونه له دې لوبو روغ اوځي چې مشرتابه یې ملت ته مخلصه اوسي. مونږ د یوې ۲۰ کلنې لوبې ډېر مات ووتو، داسې چې اوس مو هم د ملت ۷۰٪ خلک د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي، له ۳۶ میلیونه خلکو ۲۰ میلونه تر اوسه سم خوراک نه لاس رسی نه لري، جګړې مو د ۲۶۰،۰۰۰ افغانو ژوند واخست، فساد، غبن غلاوې، چور چپاول خو یې یو څنګ ته پرېږدو. مونږ په داسې حال کې د تېرې لوبې مشرانو په میدان پرېښودو چې ۸۵٪ اقتصاد مو پر همدوی تکیه دی، مونږ تر اوسه په خیراتونو او مرستو اوسېږو. د امریکا شتون که شل کاله نور هم اوږد شوی وای، زمونږ به همدا حال ؤ.
په جیو ستراتیژیک لحاظ افغانستان کې نوې لو...
نور ولوله
ډاکټر غني یو ناکام سیاستمدار او د رهبرۍ له ظرفیته خلاص سړی ؤ
رویټرز دا اوس د بایډن او ډاکټر غني هغه تیلیفوني خبرې چې دوی د جولايي په ۲۳ کړې وې، نشر کړي.
له دې خبرو ډېرې نورې کیسې هم واضحې شوې. تاسي د دوی دواړو خبرو په دقت ولولئ، هر څه واضح دي.
بایډن غني ته اوله خبره دا کوي چې ټوله نړۍ کې داسې تصور دی چې ستا دولت په جګړه کې ناکام دی. زمونږ حکومت ستاسي په اردو په میلیاردونو مصرفونه کړي، دوی باید د طالبانو د ۸۰،۰۰۰ کسانو په مقابل کې کامیاب شي. د نړۍ دا تصور باید بدل کړای شي.
دوهمه خبره دا ورته کوي چې د نړۍ دې منفي تصور بدلولو او دې لپاره چې امریکا تاسي ته هوايي کومک درکړي، ته باید دوه کاره وکړې.
» اول ...
نور ولوله
د شل کلن اشغال لنډه کیسه
د شلمې پېړۍ سر کې امریکا په اول ځل د نړۍ سیاست ته راووتله. دا مهال د دوی مخې ته څلور لوی سیالان پراته ول. له ټولو لومړی امپیریال آلمان ؤ چې په اوله نړیواله جګړه کې له منځه ولاړ، بیا نازي آلمان ؤ چې په دوهمې نړیواله جګړه کې د امریکا او ملګرو په مقابله کې مات شو، له هغې وروسته امیریال جاپان ؤ چې امریکا ترې د خطر احساس کاوه، د هغې چاره یې د هستوي بمونو پر مټ کال ۱۹۴۵م کې وکړه. له دوهمې جګړې نه وروسته یواځې شوروي اتحاد او امریکا د نړۍ دوه لوی زبر ځواکونه پاته شو.
دا چې شوروي او امریکا دواړو هستوي وسلې درلودلې او پوهېدل چې مخامخ جګړه د دواړو زبر ځواکونو په تاوان ده، سړه جګړه یې پیل کړه. دوی د کوریا له درې کلنې جګړې راونیسه تر ویتنام، کیوبا او اف...
نور ولوله
جوی کيرينکوين: افغانستان کې مونږ وبایلله
جوی کیرینکوین د امریکا د ملي امنیت مشهور شنونکی ایم اېس ان بی سی ته وايي:
"افغانستان کې مونږ وبایلله، مونږ مات شوي یو. د دې بایله له ټولو ستر سبب دا ؤ چې مونږ له ویتنام زده نه کړل. ویتنام مونږ لپاره ډېر درسونه دلودل. له ټولو مهم درس یې دا ؤ چې امریکا باید نور هېڅکله نور هیوادونه اشغال نکړي.
لوی مشکل دا ؤ چې نِکسن او هنري کسنجر د امریکا ماته نه شوه منلای او د هغه پر ځای یې مخالف نریټیف ایجادوه.
افغانستان کې ناکامي هم مونږ ته همدا بلها شی درسونه لري."
د تأسف ځای دا دی چې واشنګټن کې ناست یو څو افغان شکله ناوړه څېرې لګیا دي د امریکا ناکامۍ ته پر...
نور ولوله
بایډن د افغانستان په قضیه کې له څو اړخونو د فشار لاندی دی
د امریکا رسنۍ له تېرې یوې میاشت څخه د افغانستان له خبر پرته بل څه نه لري. هره دقیقه او هره ورځ نوي داسې یو څه را څرګندېږي چې د امریکا بې کفایتي په ډاګه کوي او په نړیوال ستیج یې انځور ته لوی تاوان رسوي.
لومړی د طالبانو د ولایتونو نیولو موضوع شوه، بیا پسې د غني د تېښتې او د اردو د ماتې مسئله وه. له هغې وروسته د هوايي میدان موضوع امریکا او د بایډن ادارې لپاره د یو تاریخي شرم کیسه شوه، چین او د امریکا نورو مخالفینو ورځ او شپه یوه کړه چې په نړیوال ستېج خلکو ته د امریکا اصلیت ورښکاره کړي.
بایډن دا مهال د افغانستان په قضیه کې له څو اړخونو د فشار لاندی دی؛
» د امریکا عام خلک له دې غواړي ځواب ووايي چې د دوی په ټری...
نور ولوله
چین او افغانستان؛ د اړیکو نوی فصل
څو ورځې وروسته به افغانستان کې د امریکا نظامي اشغال ته رسما د پای ټکی کېښودل شي. په همدې حساس وخت کې پرون د طالبانو له مشرتابې دوه مهمو اشخاصو کابل کې د چین سفیر سره هم ناسته درلودله.
دا او همداسې نورې پخوانۍ او اوسنۍ ناستې او فعالیتونه افغانستان د بهرني سیاست یو بل نوي فصل ته ننباسي.
تېر ۲۰ کاله که د افغانستان او امریکا اړیکي وڅېړئ، پوهېږئ چې دا اړیکې د دوه مستقلو هیوادونو اړیکې نه وې بلکې د افغانستان داخلي او بهرني سیاستونه داسې ډېزاین کېدل چې افغانستان پکې د امریکا د ګټو ساتلو لپاره منحیث یو ابزار استفاده شي. دا داسې هم نه وه چې هغه مهال پرې د افغانستان سیاسیون نه پوهېدل، دوی په دې پوه ؤ چې د امریکا او ناټو په شتون کې نه جګړه ختمېږي او نه هم افغان...
نور ولوله
د پنجشېر د قضیې یواځینی حل د خبرو اترو او مذاکرې له لارې دی
د پنجشېر د قضیې یواځینی حل د خبرو اترو او مذاکرې له لارې دی. په دې قضیه کې دخیل طرفونه په دې پوهېږي چې دا مهال جګړه د یو په ګټه هم نه ده.
نوی حکومت نړیوال رسمیت ته اړتیا لري، په ډپلوماتیک لحاظ دې وخت کې طالبانو ته هم ښه نه ده چې جګړه وشي. نړیوالو کې د نوي نظام مخالف بلاک به له دې ډېره استفاده وکړي چې د طالبانو تصویر لکه د تېرې ۲۰ کلنې روایتي جګړې په شان ډېر خراب کړي.
د پنجشېر د معضلې مشران هم باید په دې پوه وي چې د القابو، یو څو چوکیو, شخصي ګټو او قدرت لپاره باید د پنجشېر ۱۷۳،۰۰۰ خلک باید تکلیف سره مخ نه کړي.
که جګړه شوه خدای نه خواسته ډېر عام خلک به پکې ژوند له لاسه ورکړي، دا جګړه د هېڅ چا په خیر نه تمامې...
نور ولوله
نړۍ په ټوله کې د نوي حکومت پېژندنې لپاره دوه شرایط لري
نړۍ په ټوله کې د نوي حکومت پېژندنې لپاره دوه شرایط لري؛ دا چې نوی حکومت باید ټولشموله وي او بل دا چې په نوي ساختار کې باید د افغانستان د عام ولس بنیادي حقوق تضمین وي.
چین او روسیه داسې فکر کوي چې د بشر د حقوقو موضوع د امریکا د سیاست برخه ده چې په نورو هیوادونو کې د خپلو موخو لپاره استفاده ترې کوي. له دې امله چین او روسیه د له نوي جوړېدونکي حکومت منلو لپاره یواځې ټولشمولیت شرط ګڼي.
روسیه او چین د ملګرو ملتونو امنیت شوری مهم غړي دی او پر هر تصمیم د ویټو حق لري.
نن ما د چین نړیوال ټلویزیون CGTN ته وویل؛
نړی باید د افغانستان نوي رامنځته کېدونکي حکومت سره ریالیستیک تعامل وکړي&z...
نور ولوله
بايډن: روانو ورځو کي د G7 غونډه د راتلونکی حکومت په اړه فيصله کوو
دا اوس بايډن یو ځل بیا رسنیو سره افغانستان په اړه وغږېد. ده په خپلو خبرو کې لاندې نکتې یادې کړې:
* دا مهال زمونږ ټول ترکیز د کابل په هوايي میدان دی. مونږ کوښښ کوو چې ټول امریکايان او هغه افغانانو چې تېر شل کاله د امریکا خدمت کړی له افغانستان څخه راوباسو.
» مونږ افغانستان ته ناټو هیوادونو سره یو ځای تللي ؤ، مشوره مو وکړه چې یو ځای دا نه ختمېدونکې جګړه ختمه کړو، او اوس مهال یو ځای د راوتلو په پروسه هم کار کوو.
* څه موده وړاندې د ناټو مجلس کې ما د ناټو ټولو غړو هیوادونو سره دا خبره وکړه چې افغانستان ته زمونږ تګ د القاعدې د ختمولو په موخه ؤ او هغه مو لاسته راول. اوس زمونږ ملي...
نور ولوله
