د مسکو غونډه د سولې په پروسې دوه مثبت تأتیرات لرلی شي
د هیواد د اوږدې، خونخوارې او بې ګټې جګړې ختمولو لپاره د سیمې او نړۍ هیوادونه لاس په کار شوي. په همدې لړ کې د روسیې مسکو او د امریکا استانبول غونډې ډېرې مهمې دي.
مسکو غونډه د سولې په پروسې دوه مثبت تأتیرات لرلی شي؛
۱ دا مهال د جګړې د دوه داخلي جهتونو تر منځ باور صفر سره ضرب دی، په یو بل د اعتماد کچه بیخي ټیټه ده. دا بې باوري د سولې پروسې ته لوی خنډ دی. د مسکو غونډه لکه د مسکو فارمټ د تېرو غونډو په شان دې مشکل سره ښه کومک کولی شي.
۲ د مسکو غونډه اصلا روسیه دې هدف لپاره کوي چې د سولې قضیه کې خپل رول وښایي او غواړي په سیاسي لحاظ کریډیټ تر لاسه کړي خو اصلا داسې غونډه د روسیې او امریکا منفي رقابت افغانانو لپاره په فرصت بدلولای شي، اوس به د روسیې د غونډې له امله امریکا کوښښ کوي روسیه کریډیټ اخستلو ته پرېنږدي، امریکایان به خپله پروسه تسریع کوي تر څو د سولې خبرې او دافغانستان د سولې قضیه کې ټول کریډیت د دوی شي.
د مسکو غونډه په عملي لحاظ، د جګړې په حل، دایمي اوربند او داسې نورو کلیدي مسائلو هیڅ تأثیر نشي درلودلای.
د استانبول غونډه بیا د مسکو د غونډې په مقابل کې عملي بڼه قوي ده. هغه له دې امله چې د افغانستان جګړه د امریکا جګړه ده او د حل کیلۍ یې هم د دوی لاس کې دي. دا چې بین الافغاني خبرو کې د سولې د ښمنانو لغتې وهل پیل کړل، امریکا پوهه شوه چې له لاسوهنې او فشار پرته بله لار نشته ځکه یې میدان ته را ودانګل.
استانبول غونډه په داسې شکل ډیزاین شوې چې د قضیې د حل لپاره عملي بڼه لري. د افغانستان اوسنۍ جګړه یواځې د دطالب او حکومت جګړه نه ده بلکې سیمه ایز او نړیوال ابعاد هم لري او اصلي لاملونه یې هماغه د سیمې او نړۍ سیاسي رقابتونه دي. د استانبول د غونډې طرحې ته که ځیر شئ دا ټول پکې نغښتي دي. د ملي اجماع لپاره خو د بلنکین خط کې ډاکټر اشرف غني ته امر شوی وو چې باید کار پرې وکړي. له خط څخه وروسته ډاکټر صېب هم لاس په کار شوی. سیمې ایزې او نړیوالې اجماع لپاره د طرحې مطابق یوه غونډه باید په افغانستان کې ښکېلو ۶ هیوادونو امریکا، چین، روسیه، پاکستان، هند او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ وشي. د دې کوربه به هم امریکا وي. له دې خصوصي غونډه پرته به د دې ټولو هیوادونو نمائنده ګان هم استانبول غونډه کې هم شرکت کوي.
د دې غونډو پرله پسې جوړېدل دا ښايي چې خارجیان نور وارخطا دي، غواړي ژر تر ژره له افغانستانه کډه ټوله کړي خو دا په داسې حال کې ممکنه ده چې بین الافغاني خبرې یوې نتیجې ته ورسیږي.
شاید استانبول غونډه تر اوسه پوره د افغانستان د قضیې د حل لپاره له ټولو مهم جوړ شوی فرصت وي. دا فرصت باید ضایع نه شي.
