No-IMG

مونږ باید د خپل هېواد راتلونکی لپاره په پیاوړي بهرني سیاست کار وکړو

سیاست د شطرنج د لوبې په شان ستراتیژۍ او پلان ته اړتیا لري. هغوی چې دا لوبه بې پلانه او بې ستراتیژۍ کوي، ممکن څه وخت وچلېږي خو آخر یې بایله ده.

د ویسفالیا له سولې وروسته د نړۍ سیاسي جوړښت په داسې شکل شوی چې لوی ځواکونه د نړۍ د حکومت واګې په لاس کې لري، واړه هیوادونه هسې د اوبو واړه ماهیان دي چې د لویو هیوادونو د خیټې لاندې ځان ساتي، به دوی چې د لویو ستراتیژیو نقشه راشي، هر وخت پکې د هر څه امکان شته. سړه جګړه د دې خبرې یو لوی مثال دی. هلته چې ډېر بچاره هیوادونه د روس او امریکا د جګړې برخه نه ول خو په زور د دې جګړې برخه وګرځول شول او ډېر هیوادونه په کې لوټه لوټه هم شول.‌

دا ټول کارونه د سیاست د یو اصل په بنیاد کېږي او هغه دا دی چې “لوی هیوادونه تل په دې کوښښ کې وي‌ چې ځان سیمه ایز هیژمان جوړ کړي‌ او خپل رقیب پرېنږدي چې سیمه ایز هېژمان جوړ شي.”

د دومې نړیوالې جګړې او بیا د سړې جګړې نه وروسته د سیمې او نړې هېژماني امریکا ته پاته شوله. اصل دا دی چې هر کله دې هېژماني لاسته راغله بیا باید دفاعي ستراتیژي‌ ولرې او د سیاست هدف دې باید دا اوسي چې د نړۍ دسیاست میدان کې داسې څوک سر پورته نکړي چې ستا هیژماني چیلینج کړي.‌

د چین او امریکا تر منځ اوس همدا لوبه روانه ده. چین په اسیا کې د خپلو اقتصادي پلانونو، اقتصادي نښلون د پروژو، قوي سیمه ایز سیاست له لارې دې ته لار برابروي چې خپل شا او خوا ته نفوز پیدا کړي او بالاخر د دې سیمې هیژماني جوړه شي.‌ له ۲۰۰۱ څخه راروسته د امریکا او چین ټول فعالیت باید له دې نظره وکتل شي چې دوی څرنګه یو بل ته د شطرنج دانې مخکې کوي. د افغانستان جګړه هم د شطرنج د ستراتیژۍ هغه دانه وه چې امریکا په غلطۍ کې مخکې کړې وه او ۲۰ کاله د روس او چین د استفادې جوګه شوه. مرکزي آسیا کې امریکا چین او روس په شریکه ماته کړه، ایران او پاکستان هم چین ډېر منظم په لوبه کې استفاده کړل.

پرون مې جان میر شایمر اورید. د دې په نظر اوس د شطرنج د دانو لپاره امریکا نور مهم ځایونه ګوري. دا مهم ځایونه د هغه په اصطلاح اوس نه افغانستان دی او نه پاکستان او نور هیوادونه. په دې نوې ستراتیژۍ کې درې ځایونه داسې دي چې امریکا لپاره د چین په وړاندې د لوی اهمیت حامل دي. یو اروپا (چې باید د ناټو اتحاد او اروپايي همکاري پیاوړې شي)، بل شمالي سویل آسیا (جاپان، سوېل کوریا، هانګ کانګ، منګولیا، تایوان، شمالي کوریا، ماکاو)‌ او منځنی ختیځ‌ (عربي هیوادونه، ترکیه او اسرائیل).

زمونږ هیواد سولې ته سخت تږی دی، له سولې وروسته چې کوم حکومت رامنځ ته کېږي باید په دې یې ډېر فکر وي چې دا هیواد شل کاله د امریکا محوره سیاست برخه پاته شو چې له جګړې پرته یې هېڅ نه درلودل. مونږ باید د خپلې ښې ایندې لپاره په پیاوړي بهرني سیاست کار وکړو تر څو وتوانېږو د لویو فیلانو په جګړه کې ځان بچ کړای شو.‌

د نړۍ د لویو ښامارانو جګړه کې مونږ ته خدای دا مهال د سولې یو ډېر ښکلی چانس راکړی، هغوی چې په دې پروسه کې لغتې وهي، خراپوي یې، تخریبوي یې، ځنډوي یې؛ د هیواد ایندې او ولس لوی دښمن دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک