مالیزیا؛ د نړۍ په بام د پرمختګ ځلانده ستوری
د اسیا سوېل شرقي هیوادونه د غرب له راپورته کېدو وروسته اکثر مستعمرې پاته شوي خو دوی د استعمار د چنګه له خلاصېدو ډېر ژر ځانونه د نړۍ ستنډرډ ته لوړ کړل، اقتصادي پرمختګ، نسبي آرامي، پېشرفت او پرمختللی ټکنالوژۍ دا هیوادونه ډېر ژر د نړۍ د توجو مرکز وګرځول. مالیزیابیا له هغو اسلامي هیوادونو دی چې د دې پرمختګ لویه برخه تشکیلوي.
مالیزیا د استعمار په وخت کې لږه موده د جاپان او ډېره موده د انګریز مستعمره پاته شوې. د ټولنې د بېخ څخه راټوکېدلي یو ولسي سیاسي جریان UMNO په ۱۹۵۷ میلادي کې د تنکو عبدالرحمن په نوم د یو مالیزیايي مشر په لاس له برطانوي استعمار څخه آزادي واخستله. دا چې سیاسي او ټولنېزه آزادي او استقلال همېش ملتونه دعروج په طرف بیايي، مالیزیا هم موقع پیدا کړه چې د خپل ملت د مخلصې رهبرې لاندې په لومړي ځل د نړۍ په مخ خپل مستقل سیاست خپل کړي.
د مالیزیا له آزادۍ مخکې د مالایا سیمې هر یو ولایت د پاچاهۍ نظام درلود دا له ډېر پخوا څخه دلته حاکم وو. اصلا کله چې مالیزیا ته هندیانو او یمنیانو تجارانو اسلام راوړ هم د دې سیمې خلکو د پاچاهي نظام لاندې ژوند کاوه. کله چې برطانوي هند راغی هم د ولایتونو پاچاهان یې په خپل ځای پرېښودل خو د هیواد د سیاست، اقتصاد او وسائلو واګې یې په خپل لاس کې واخستلې. کله چې مالیزیا د انګریزي استعمار څخه آزادي واخستله لویه مسئله دا وه چې د نظام بڼه به څه وي؛ جمهوریت، پاچاهي او که بل څه؟ تنکو عبدالرحمن او د مالیزیا شاهي خاندان سره ډېر مذاکرات وکړل خو نتیجې ته ونه رسېدل او بلاخر په دې فیصله وشوه چې دوی باید دا مشکل برطانیې ته یوسي تر څو یو حل ورته پیدا کړی. تنکو عبدالحمن دا نظر ورکړ چې دوی دې لندن ته په کشتۍ کې سفر وکړي تر څو لاره کې د دې فرصت ډېر وي چې د دوی تر منځ د مشکل په اړه بحثونه وکړي. همداسې وشول، د شاهي خاندان نمائنده ټیم او د تنکو عبدالرحمن په مشری د جمهوریت ټیم په کشتۍ کې سفر پیل کړ خو چې تر څو د سفر د یوې دمې لپاره د سریلنکا یو ساحل ته رسیدل دوی سره په خبرو کې خپل مشکل حل کړی وو. دا ټیمونه په خپلو کې په یو داسې سیاسي ساختار جوړ شوي وو چې مشروطه سلطنت ته یې ورته والی درلود. د خبرو، جوړجاړي او د دې عاقلې مشرتابې خوبي همدا وه چې مالیزیا ته یې یو شمولي، وخت او حالاتو سره سم سیاسي ساختار جوړ کړ.
همدا د مالیزیا د پرمختګ سنګ بنیاد شو، په دې اساس چې کله په یو هیواد کې داخلي کرکېچ ختم شي، سیاسي اوضاع مستقره اوسي او د نظام د مشروعیت سوال ختم شي هلته سوله، امن او استقرار راځي او همدا استقرار دی چې بیا ملتونه د عروج دنګو منارو ته رسوي.
د تنکو عبدالحمن وروسته تن عبدالرزاق او بیا تن حسین د مالیزیا مشران شول، په دې وخت کې د مالیزیا داخلي مشکلات مخ په حل کېدو شول خو بیا هم په بهرني سیاست کې یې ډېره تکیه په برطاینې او نورو اروپايي هیوادونو وه.
له تن حسین وروسته په ۱۹۸۲ میلادي کې خدای د مالیزیا بختور ولس ته تن مهاتیر محمد ورکړ. دا چې تن مهاتیر د مسلک په لحاظ د طب ډاکټر وو په سیاسي ډګر یې هم خپل طبابت حالاتو سره سم وکړل او مسائل یې داسې تشخیص کړل چې مالیزیا ته یې نوی رنګ ورکړ. ده د مالیزیایانو په اصطلاح د مالیزیا بارو یا نوې مالیزیا بنیاد کېښود.
د ډاکټر مهاتیر د کامیابۍ راز په دې کې وو چې په خپل ملت یې بارو درلود او خپل ولس ته بې انتهاء زیات اخلاص درلود. ده د غرب تاریخ او سیاست هم ډېر په دقت لوستی وو او د برطانوي استعمار تر چتر لاندې یې تورې شپې هم کړې وې.
ډاکټر تقریبا ۲۰ کاله د مالیزیا صدر اعظم پاته شو. په دې موده کې ده په لاندې شیانو کار وکړ.
اقتصادي پرمختګ؛
مهاتیر محمد په دې پوهېده چې په اوسنۍ نړۍ کې د پرمختګ یواځینی لار د قوي، آزاد ا مستقل اقتصاد شتون دی. کله چې ده د واک واګې په لاس کې ونیولې د مالیزیا اقتصاد تر ډېره زراعتي اقتصاد وو، مالیزیایانو هم له پخوا برګزان او دهقانان ول، ځنګلونو کې یې ژوند کاوه او دې کار کې یې ښه مهارت هم درلود. له ټولو وړاندې ده فکر وکړ چې اول باید د مالیزیا اقتصاد له زراعت څخه صنعت ته راوباسي ځکه په اتیاومه لسیزه کې دا د نړۍ یوه اړتیا وه او داسې احساس کېده چې که چېرته د دوی اقتصاد همداسې زراعتي پاته وي ښايي د پېشرف ډېر امید ونه اوسي. همداسې شول ده نوې اقتصادي پالیسي NEP اعلان کړه. له دې اقتصادي پالیسۍ مخکې مالیزیا کې بل لو مشکل دا وو چې دمالیزیا خپلو خلکو ته د هیواد په اقتصاد کې هیڅ برخه نه وه ورکړل شوې. دا چې مالیزیایان د دې هیواد ۶۰٪ نفوس تشکیلوي یواځې ۲٪ یې د هیواد له اقتصاد څخه برخمن ول. نور ۹۸٪ اقتصاد د اروپایانو، چینایانو او هندیانو لاس کې وو. ده د نوې پالیسي په رڼا کې مالیزیا ته په بهرنۍ پانګونې هم ډېر لوی کار وکړ. همدا وو چې د هیواد اقتصاد یې ډېر ژر په پښو ودراوه او په نتیجه کې یې د مالیزیا نقشه بدله شوه.سړکونه، کار، سړي سر عاید مخ به لوړېدو شو، تعلیم اسانه شو، د صحت سکتور قوي شو او د فقر کچه ورځ تر بلې په کمېدو شوله.
بهرنی سیاست؛
د مهاتیر بله لویه لاسته راوړنه د بهرني سیاست نوی رخ وه. له دې مخکې د مالیزیا بهرنی سیاست تر ډېره د غرب په طرف مایل وو. مهاتیر محمد دا چې غربیان یې ډېر ښه پېژندل په دې پوه وه چې مونږ له غرب پرته هم کولی شو پرمختګ وکړو. بهرني سیاست کې ده د Look East پالیسي جوړه کړه. د دې پالیسۍ هدف دا وو چې مالیزیا به نوو تجربو او اړیکو لپاره د غرب په ځای جاپان، سوېل کوریا او چین ته ګوري. مهاتیر له ټولو زیات جاپان څخه ډېر متأثر ؤ. هغه د نړیوالې دوهمې جګړې څخه ورسته د جاپان تجربه لوستلې وه، هغه پوه وو چې جاپانیانو چې په کومې تېزۍ خپل هیواد ته پرمختګ ورکړی په نړۍ کې یې مثال نشته. ده د دې پالیسي له مخه مالیزیایان جاپان ته په بورسونو ولېږل، جاپانیان یې مالیزیا ته راوغوښتل، جاپان دوی سره د دوه مالیزیايي موټرو کمپانایانو کې کومک وکړ. کله چې به کومه لویه کمپني په مشکل کې ولیدله ده له جاپانه کومک غوښت او هغوی هم د خپلې تجربې اتتقالولو لپاره دوی سره کومک کاوه. ډاکټر مهاتیر د جاپانیانو د کاري اخلاقو څخه ډېر متأثر وو، د هغوی نظم، پاکوالی او ډسپلین د مهاتیر په فکر د شرق واقعي ارزښتونه وو او غوښتل یې چې مالیزیایان هم باید دا زده کړي.
دا بهرنی سیاست ډېر کامیاب سیاست ؤ. په ۱۹۹۸ کې چې کله مالیزیا کې اقتصادي بحران رامنځ ته شو، IMF ډېر کوښښ وکړ چې مالیزیا دې ته تشویق کړي چې له دوی قرض واخلي خو ډاکټر مهاتیر نه غوښتل ملت یې د غرب په دسیسه ګرو خرڅ کړي.
همدا د ډاکټر مهاتیر محمد لویه کامیابي وه.
دا دی نن د مالیزیا سړي سر عاید ۱۱۰۰۰ ډالره دی، ۹۵٪ د لوست کچه ده، ۳ فیصده مالیزیایان د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي، لوی فساد په نشت حساب دی، نن مالیزیایان خلا ته وختل، هارورډ، آکسفورډ، هاپکنز، یلز او کمبرج د مالیزیا له محصلینو ډک دي. دا ټول د یو رهبر کارنامه وه. هغه د خپل ملت لپاره د هر مشکل په وړاندې ودرېد، مشکلات یې وګالل، د خپل ولس اعتماد یې تر لاسه کړ، ده نړۍ ته دا وښودله چې څنګه ملتونه د خپلو اصولو او ازښتونو سره سمه مبارزه کوي.
دا تجربه زمونږ د ګران هیواد لپاره ډېر درسونه لري، مونږ باید ویښ اوسو، د نظام څخه بیرون پاتې افغانان باید نظام ته داخل کړو، نظام باید قوي شي، مرکزیت یې خوندي شي، زمونږ خارجي سیاست باید د امریکا+اروپا له چنګه راووځي، له دې پرته مونږ نشو کولی چې د خپلو سیالانو سیالي وکړو.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
یو نظر لرم واقعا ډاکټر مهاتیر محمد دخپل ملک لپاره ډیر کوششونه او ډیر زحمتونه ښکلی که چیرته هر مشر ددی خپل ملک لپاره همدا رقم سوچ او همدا رقم او همدغه رقم دخپل ملک دآیندی لپاره فکر وکړی نو هر ملک به په هر وخت کی دبل چا له احتیاجی او محتاجی خلاص شی خو پوښتنه دلته راولاړیږی چی مالیز دنړی دبام لقب هم ورته ورکړل شوی او دومره پرمختګ یی کړی چی ۹۵% خلګ یی دروست په کچه بوښت دی او همدا رقم نړیوال پوهنتونونه پکی هم شتون لری او اقتصاد یی هم ډیر پرمختللی ده یعنی له په اقتصادی او په سیاسی او همدا راز له اجتماعی ډګره هم ډیر زیات پرمخ تللی نو بیا ولی داهیواد دنورو اروپایی هیوادونو غوندی مهاجرینو ته یو داسی سند نه ورکوی چی دوی دی په یو بل ملک ته په آزاده توګه لاړ شی آن داچی داسی یو سند هم نه ورکوی چی یو مهاجر نورو اسایی هیوادونو ته پری لاړ شی او خپل یو کار اوبار دی په ازاده توګه پرمخ یوسی او بی مشکله هر ملک ته لاړشي خو مګر داسی نه شی کیدلی ددی علت سه ده او ولی د مالیزا دولت او لوړ پورو چارواکو په دی اړه فکر نه ده کړی زما په نظر که چیرته دمالیزیا دولت دمهاجرینو لپاره یو داسی برنامه جوړه کړی وای نو امکان ډر زیات وه چی دی ملک به له دی نه زیاته ترقی کړی وه خدای دی وکړی چی کومه خبره کی سهوه شوی نه اوسم وسلام بس دغه زما نظر وه
