د دوکتور عبد الحی قانت لیکنی
د قسیم فهیم په لمانځغونډه کې د امر الله صالح د څرگندونو په اړه
د قسیم فهیم په لمانځغونډه کې د امر الله صالح خبرو کې څو شیان واضح ښکارېدل
اول دا شاید اولین ځل وي چې امر الله صالح دا وايي چې طالب یو حقیقت دی، دا خبره د مشکلاتو د حل په طرف یو ډېر لوړ ګام دی، دا تېر ۲۰ کاله د ارګ پالیسي سازان په دې فکر ول چې طالب د خذف سیاست په نتیجې کې ختمدېدلای شي، خو اوس دوی ته مالومه شوې چې دا ممکن کار نه دی او باید د خبرو له لارې مشکل حل کړای شي. دا ډېره لویه لاسته راوړنه ده.
دوهمه خبره دا چې صالح خپله دا وویل چې له انتخاباتو پرته نور ټول ارزښتونه د امریکا په طرحه کې ځای په ځای شوي دي خو انتخابات د ملت یو ارزښت دی او باید وساتل شي، دا خبره سمه ده چې انتخابات د ملت ارزښت دی خو دا باید د سیاسي ګټو او قدرت د بقاء لپاره استفاده نه شي، مونږ له انتخاباتو پرته ب...
نور ولوله
ډاکټر غني به هغه څه کوي چې امریکا یې ورته وايي
د افغانستان اوسنۍ بدمرغه جګړه چې دا دومره لویه موده پکې بې چاره ولس در به در شو، د امریکا جګړه وه. د ډېرو تر اوسه په دې سر نه خلاصېږي چې دا جګړه دافغانانو جګړه نه بلک د امریکا د ملي ګټو جګړه وه. آسانه او عادي معادله ده؛ دا مهال د امریکا ملي ګټې په دې کې خوندي دي چې په افغانستان کې جګړه ختمه کړي.
ډاکټر غني د امریکایانو په وړاندې نه موقف نیولی شي او نه هم د دې جرأت لري چې پر وړاندې یې خبره وکړي. زمونږ له یاده نه دي وتلي چې ډاکټر صېب پخپله ویل چې که نن د خارجیانو کومکونه بند شي، زه ۶ میاشتې د افغان دولت د مامورینو معاش نشم ورکولی.
متأسفانه د ډاکټر صېب اشرف غني د خارجي سیاست مشاورین داسې خلک دي چې د واقعیت هیڅ درک نه لري، د دوی په سترګو ډېرې لویې...
نور ولوله
ښايي د خلیلزاد له ناستو او خبرو وروسته د سولې مذاکرات له بن بسته ووځي
د امریکا د نوې ادارې راتګ سره بین الافغاني خبرو کې بن بست، د دوحې د توافقنامې د بیا ارزونې خبرې، هدفي وژنې او همداسې نور فعالیتونه دې لپاره کېدل چې طالب لوری د فشار په نتیجه کې یو داسې سیاسي جوړ جاړي ته اړ کړل شي چې د سیمې او نړۍ د استخباراتو په ګټه وي.
دا کار د سیاسي جریان له لارې ځکه نه کېده چې امریکا طالب سره داسې تړون امضاء کړی وو چې هغې کې د جګړه خوښو او سولې مخالفو په ګټه هیڅ نه وو.
دا تکتیک عادي تکتیک دی چې په ډېره ځایونو کې استفاده کېږي.
وروسته له ډېرې مودې د خلیلزاد اوسنی سفر د همدې ټولې کیسې ختمول دي، دی غواړي بیا خبرې پیل شي، بیا به فشارونه وي، لنډې جورې به وي خو پروسه به په مخ ځي....
نور ولوله
د ملا او ارګ جګړه کې ارګ پاتې راغلی
په ۱۹۴۷ کې چې کله پاکستان ازاد شو بنګلادېش له پاکستانه لرې پاته شو خو بیا هم د بنګلادېش خلک په دې اساس چې اکثر یې مسلمانان ول د هند په ځای پاکستان سره یو ځای شول. بنګلادېشیانو له پاکستان سره خورا ډېر توپیرونه درلودل، یو لوی توپیر یې د ژبې توپیر وو. مشرقی پاکستان یا اوسني بنګلادېش غوښتل چې زده کړې یې د دوی په ځایي ژبه "بنګلا" اوسي خو د پاکستان هغه وخت حکومت ددې کار مخالفت کاوه. د پاکستان حکومت چې تر ډېره یې پالیسي د پوځ په اډانه کې جوړه وه دا وه چې بنګلایانو ته که د دوی په خپله ژبه کې د زدهکړو اجازه ورکړل شي د دې امکان ډېر دی چې دوی له پاکستانه بېل شي. له دې امله د پاکستان پالیسي تر ډېره د دوی پر خلاف څرخېدله خو حقیقت دا وو چې د مشرقي پاکستان خلکو ته د دوی ژبه د دوی هویت وو او نه یې شو کولی چې ترې تې...
نور ولوله
ویتنام ریښتیا سقوط شو؟
د ویتنام جګړه د سړې جګړې دوهمه جګړه بلل کېږي. اوله جګړه چې د چین او امریکا تر منځ په کوریا کې رامنځ ته شوه، کوریا یې په دوه برخو وویشله. شمالي کوریا د چین لاس ته وغورځېدله او جنوبي کوریا امریکا ته پاته شوه. کوریا کې د امریکا مشهور قومندان جنرال مکارتر ونه توانېد د د کوریا جګړه د امریکا لپاره وګټی، دا د امریکا د سړې جګړې اولنې بایله هم بلل کېږي.
ورپسې د ویتنام جګړه وه چې تقریبا ۱۹ کاله یې دوام وکړ. ویتنام له نړیوالو جګړو مخکې د غربي استعمار په وخت کې د فرانسې مستعمره وه. فرانسې په ویتنام کې د خپلې استعماري قوې په مټ په ویتنامیانو بې انتها ډېر ظلمونه کړي. کله چې نړیواله دوهمه جګړه پیل شوه، جاپان دوهم هیواد وو چې په ویتنام یې حمله وکړه. له دې مخکې د ویتنام خلکو د ویتنام د ازادۍ او استقلال ل...
نور ولوله
د مولوی مجیب الرحمن انصاري د نظام د مشروعیت په اړه څرګندونې
زمونږ لوی مشکل دا دی چې د مشکل د اصلی علت پر ځای په مشکل بحث کوو، همېش زمونږ د خبرې او بحث محور د مرض د معالجې او علاج په ځای خپله مرض وي. دا شی زمونږ هیڅ درد نه دوا کوي.
مولوي مجیب الرحمن انصاري پرون د نظام د مشروعیت په اړه څرګندونې درلودلې، دلته د دې په ځای چې د هغو فکتورونو په اړه بحث وشي چې مولوي مجیب الرحمن یې دومره لویې خبرې ته تیار کړ، د هغې خبرې راخیستل کېږي، سپکې سپورې ورته ویل کېږي، څوک یې یوې استخباراتي ادارې پورې تړي او څوک بلې پورې.
دې کې شک نشته چې د مولوي مجیب الرحمن انصاري خبرې مونږ سره په دې حساس وخت کې هيڅ کومک نه کوي او نه هم زمونږ کوم درد دوا کوي خو اصلي خبره دا ده چې د هیواد دننه حالات داسې جوړ کړای شوي دي که دوام ومومي شاید په ...
نور ولوله
ناټو به د افغانستان په اړه څه تصمیم نیسي؟
ناټو به د افغانستان په اړه څه تصمیم نیسي او آیا دا ممکنه ده چې دوی د دوحې له تړون څخه مخ واړوي او د ناټو پوځیان د مې له اول څخه وروسته پاته کړي؟
که په دقت د نړیوالو اوسني دریځونو ته ځیر شئ دا شیان ډېر ښه واضح دي. بایډن هغه ورځ د خپل بهرني سیاست اولنی وینا درلودله، ده د ډېرو هیوادونو په اړه خبره وکړه خو د افغانستان یاده یې ونکړه. دا یو ښکاره سګنال وو چې د بایډن ادارې لا تر اوسه د افغانستان د قضیې په اړه حتمي فیصله نه ده کړې، بله موضوع دا ده چې تر ننه د بایډن په اداره کې د پوځیانو د پاتې کولو په اړه نظرونه نه دي واحد شوي، هلته له هغوی پرته چې د وسلو د لابي ګروپونو برخه دي، ټول په دې ټینګار لري چې له افغانستان څخه باید راووځي.
د ناټو په اړه بیا خبره دا ده چې دا ټول هیوادونه دلته ا...
نور ولوله
دا مهال له ټولو مهم سیاسي ثبات دی، سوله ده، آرامي ده
د نظام بڼه (دیموکراتیک، امارتي، نیمه ډیموکراتیک، مشروطه ډیموکراتیک…) د سیاسي جریان یوه وړه برخه ده. د نړۍ په هیڅ هیواد کې پوره ډیموکراتیک، پوره اسلامي، پوره لبرال پوره سیکولار نظام نشته ځکه نظامونه جوړول د یوې ورځې کار نه دی، قوي او آیډیال نظامونه د پیړیو مبارزې وروسته جوړیږي.
ځینې شاید داسې فکر کوي چې د امریکا او غرب اوسنی ډیموکراتیک سستم په یوه شپه کې رامنځ ته شوی خو حقیقت داسې نه دی، تاسي خبر یاست؟
د امریکا په سیاست کې یوه پېړې مخکې له سپین مخو بل چا ته د رایې اچولو اجازه نه وه، ښځې خو د نړیوالې جګړې تر پایه د رایې ورکولو وړ نه بلل کیدلې، د رسنیو آزادي او د ډیموکراسۍ نور شاخصونه هم همداسې در واخلئ. د امریکا او غرب معاصر تاریخ د ډیموکراسۍ له درې څپو...
نور ولوله
د محترم حکمتيار صاحب وروستي څرگندونو په اړه
د حزب اسلامي مشر انجینیر ګلبدین حکمتیار پرون د ارګ د محاصره کولو ګواښ وکړ. دا او دې ته ورته څرګندونې پخوا هم ډېرو سیاسیونو کړي. کال ۲۰۱۴ مو که په یاد وي د ډاکټر اشرف غني د اولې دورې انتخاباتو د نتیجې اعلان سره امر الله صالح، ډاکټر عبدالله او نورو هم داسې کواښونه کول، ورپسې دوستم او د شمال نورو قومندانانو څو څو ځل داسې څرګندونې کړي، تېر مارچ د ډاکټر غني د دوهمې دورې وروسته محقق، عبدالله عبدالله، دوستم او نور قومندان زمونږ له یاده لا نه دي وتلي. دا ټول یاران اوس د ډاکټر غني با اعتماده حلقه ده. د حکمتیار صېب اوسنۍ څرګندونې ډېره لویه موضوع نه ده، عموما په سیاسي معاملاتو کې د داسې څرګندونو څخه د فشار په توګه استفاده کېږي، محترم حکمتیار صېب غواړي چې په دې څرګندونو د حکومت طرف د فشار لاندې ونیسي تر څو دوی سره شوي تعهدات ع...
نور ولوله
بین الافغاني خبرو کې بن بست ولې رامنځ ته شوی؟
هغوی چې افغانستان کې د جګړې پلویان دي او غواړي د خپلو اقتصادي، سیاسي ګټو لپاره جګړه وغځوي، د دوحې د بین الافغاني خبرو د اوسني بن بست په اړه ولس ته نا سم مالومات وړاندې کوي، دوی کوښښ کوي د تبلیغاتو په اساس داسې وښايي چې ګنې په مذاکراتو کې د دولت مخالف لوری سولې ته ژمن نه دی. دا مسائل باید د تبلیغاتي او خبري مالومات لږ ور آخوا وڅېړل شي تر څو د بن بست په اوسني حالت مو سم سر خلاص شي.
بین الافغاني خبرې چې کله پیل شوې، د دولت او طالب لورو تر منځ د طرز العمل په جوړولو کې په دې توافق وشو چې د بین الافغاني خبرو بنسټ به د امریکایانو او طالبانو د دوحې تړون وي. اوس مهال د بن بست اصلي وجه دا ده چې د خبرو هغه بنسټ، چې د امریکایانو او طالبانو تړون دی، شک کې ولیدلی او لا مالومه نه ده چې په خپل ځای پاته ...
نور ولوله
طالب دې د خذف له فکره او حکومت د قدرت له نشې راووځي
د احساساتو او عواطفو مزل همدومره وي، د امریکا په سیاست باور ډېره لویه تېروتنه ده خو متاسفانه زمونږ مشران هیڅ کله په دې پوه نشول.
دوه ساعته مخکې جک سلوان وویل چې دوی ښايي له افغانستان څخه د ټرمپ د ادارې د توافقنامې په اساس، له اول مئي په مشروط ډول خپل پوځیان وباسي. ده له طالبانو د درې شرطونو غوښتنه کړې؛
اول دا چې طالبان باید القاعده سره په واقعي مانا اړیکې پرې کړي، دا هغه څه دي چې امریکایان له طالبانو غواړي چې دوی ته یې په عملي بڼه ثابت کړی.
دوهم دا چې د هیواد دننه باید تاوتریخوالی کم شي.
دریم دا چې بین الافغاني مذاکرات باید پیل شي او طالبان د عملي پرمختګ ثبوت ورکړي.
په دې شرا...
نور ولوله
روس او ايران ته د طالبانو وروستي سفرونه
طالبان چې دا مهال له کوم کارت څخه استفاده کوي د امریکا په آینده تصمیم ګیرۍ او تګلارې مستقیم تاثیر لري. ۲۰۱۹ م کې چې د امریکا او طالبانو خبرې روانې وې ظاهرا کابل کې د یو امریکايي عسکر په وژنه ودرېدلې، طالبانو هغه مهال څو ورځې وروسته مسکو ته سفر وکړ، امریکا یې پوه کړه چې مونږ نورې لارې هم لرو، که چېرته تاسي توافق ونکړئ مونږ تیار یو ستاسي مخالف ټیم سره ودرېږو او افغانستان کې ستاسي ګټې وننګوو.
دا ځل هم طالبان له همدې کارته استفاده کوي، دوه ورځې وړاندې دوی ایران ته ولاړل، ما پرون کابل نیوز ته وویل چې طالبان شاید مسکو او بېجنګ ته هم سفر وکړي او دا همدې لپاره چې په امریکا بیا فشار راولي. دا ښکاره خبره ده چې امریکا د طالبانو د سیمه ایز ملاتړ څخه ډېره پرېشانه ده.
...
نور ولوله
