No-IMG

عليپور د معاون دوهم په وساطت خپله سرکشي کوي

علیپور، قیصاري او د همداسې نورو شورشګرانو او باغیانو تُمنه اوسني‌ حکومت اچولې ځکه د باغیانو مخه د اساسي قانون په تطبیق او عملي کولو نیول کېږي کله چې حکومت پخپله د اساسي قانون په نقض رامنځ ته شوی وي هغه به څه قانون پلی کړي‌ او څه به داسې خونخوارې مسئلې حل کړي؟

دوستم کال ۲۰۱۵ کې د ایشچي مامله وکړه، نن د ارګ له ټولو نږدې یار دی، نه قانون پلی شو او نه هم مجازات شو. قیصاري د دولت په مقابل کې ودرېد، څو میاشتې وروسته حکومت وسلې ورکولې او د یو دروند ملمه په شان یې کانټینینټل هوټل کې دېره کړی وو، علیپور د ۹۷ کال د قوس په ۴ ونیول شو، دوره ورځې وروسته د دوهم معاون په وساطت خلاص شو او بیا خپلې سرکشۍ تر ستون شو.‌

خبره دلته ده چې د حکومت سیاسي ساختار مشکل لري، دلته د انتخاباتو په وخت رئیس جمهور سره په دې ټولو سرکشیو مامله کیږي، زه مطمئن یم چې وروسته د ملي اردو د ۶ کسانو د وژلو به هم علیپور دنګه غړۍ په همدې میدان کې ګرځي‌، که څوک جګ هم ورته وګوري.

د حکومت اډانه د پردیو جاسوسانو، ایجنټانو او کرايي سیاستمدارانو ډکه ده. له دوی څخه د ملي حاکمیت او ارضي تمامیت ساتلو تمه هسې خوب دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک