No-IMG

د مسکو غونډه د استانبول غونډې لپاره باور را منځ ته کړه

د مسکو د غونډې اعلامیې طالبانو او افغان حکومت ته ډېر واضح ټکي درلودل. داسې ښکاري چې د مسکو د غونډې په اعلامیه کې چې څه راغلي نړیواله ټولنه پرې سلا شوې.‌

اول دا چې اسلامي امارت به بیا نه راګرځي‌ او نړیواله ټولنه اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني. دا خبره تر یو څه بریده شاید طالبانو هم منلې وي خو اوس لپاره یې د مذاکراتو د بارګینیګ لپاره ساتلې. طالبان به غواړي چې له امارت اسلامي څخه په تنازل مذاکراتو کې یو څه لاسته راوړي.

دوهم خبره چې حکومت ته ډېره مواجه ده دا ده چې انتخابات ممکن نه دي، نړیواله ټولنه په دې پوهېګي چې طالبان هیڅ کله دا مهال انتخاباتو ته تیار نه دي او نه هم د انتخاباتو له لارې په دې حساسه مرحله کې د نوي سیاسي زعامت د ټاکلو وخت دی.‌ اوس لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شوری درې قوي هیوادونه په دې سلا شوي چې د استانبول په غونډه کې په سیاسي جوړ جاړي کار وکړي.‌ دا فیصله ښايي نهايي شو‌ي وي.

دا او دې ته ورته نکتې د مسکو کانفرانس په اهمیت دلالت کوي. د افغاني سیاسي جهوتونو تر منځ ناستې هم داسي ښايي چې د استانبول غونډې لپاره یو څه باور رامنځ ته شوی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک