د هیواد ټوله سیاسي مشرتابه بايد د باور او اعتماد فضا را منځ ته کړي
پلان داسې ؤ چې پخوانی ولسمشر ډاکټر اشرف غني به د قدرت واګې د افغانستان سیاسي او جهادي مشرتابې ته سپاري، دا خلک به بیا دوحې ته ځي او د د قطر سیاسي دفتر کې به په اساسي مسائلو خبرې کیږي.
د نوي نظام بڼه، اساسي قانون او د یو ټولشموله حکومت مهمې پرېکړې باید همالته شوی وای. دغې مرحله کې به امریکايي چارواکو هم خپل نظامیان او د دوی افغاني دوستان له کابله ویستل، د هوايي میدان موضوع به هم حل کېدله او د واک ټول انتقال به سالم سر ته رسېدلو. متأسفانه داسې ونشول، سړی مخکې له وخته د خپلو شخصي مجبوریتونو او ترهې په اساس میدان تش پرېښود. دا چې کابل کې لوټمار وشو، هوايي میدان تر اوسه یوه دردونکې فاجعه ده او نظم مشکل سره مخ دی؛ ټول د هغې کړۍ کار دی چې نه یې غوښتل په دا آخره دقیقه کې هم دا ولس د آرام ساه واخلي. دوی مونږ د دوی د فرار په وخت کې هم نړۍ ته بربنډ کړو.
دا د بل وخت بحث دی چې څه وشول، ولې وشول او چا وکړل خو دا مهال د نوي رامنځ ته شوي حقیقت مخ ته لاندې چېلېنجونه پراته دي.
» یوه ټولشموله، ملي او ټولمنلې سیاسی اداره رامنځ ته کول تر څو د هیواد څلوېښت کلن بحران ته د پای ټکی کېږدي.
» داسې اداره چې نړیوالو ته د ملي اتحاد، اتفاق او همبستګي یو نوی پیام ورکړي. دا به دې ته لاره خلاصه کړي چې نړۍ نوی حکومت په رسمیت وپېژني.
» اقتصادي برخه کې نوې اداره لوی چېلېنجونه لري خو د
دې دا مفهوم نه دی چې حل کېدونکي نه دي.
» نوي سیاسي جورښت ته یو بل چېلېنج د دوی بهرنی سیاست دی. دوی ته په بهرني سیاست کې ډېر زرین فرصت په لاس ورغلی. د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل د دې هیواد ټول ګاونډي ملکونو د خپلو اقتصادي ګټو لپاره هیواد کې امن ته اړتیا لري. که چېرته آېنده حکومت په قوي سیمه ایزې ډپلوماسۍ کار وکړي او په عین حال کې د اسلامي هیوادونو سر بېره جاپان او اوپایي هیوادونو سره هم د اړیکو تار قوي کړي، کولی شي یو قوي اقتصادي بنیاد جوړ کړي. په عین حال کې د دوی بهرنی سیاست به د نړیوالو د دوربینونو لاندې وي، دوی سره به هماغه سې تعامل کېږي څرنګه یې چې خپل سیاست ترسیم کړی وي.
دا چې اوس تېرو څلور ورځو کې کوم مشکلات رامنځ ته شوي، دا طبعي دي. نړیوال سستم داسې جوړ دی چې داسې لویو تحولاتو سره یو څه ګډوډي رامنځ ته کېږي. دا اوس چې څه رامنځ ته شوي د هغې په مقابل کې چې فکر کېده رامنځ ته به شي، ډېر کم دي. دنړۍ قوي او باثباته ډموکراسیانې په داسې حال کې سخت ټکانونه خوري.
تېر کال مالیزیا کې واک په سولییزه توګه د یو صدر اعظم څخه بل ته انتقالېده، له څه وجوهاتو یوه ورځ سیاسي بې ثباتي رامنځ ته شوه، مالیزیا په میلیونونه ډالر تاوان وکړ.
د ډونالډ ټرمپ په اخري ورځو کې مو کېپېټل رویټس یاد شي؟ امریکایان د امریکا په کانګرس ننوتل، ډېر ځایونه یې چور او خلک یې ووژل.
د روسیې، جاپان، جرمني، کوریا او ویتنام خبره خو بیخي پر خپل ځای پرېږدو.
ځینې دا اوسني حالت ته داسې فکر کوي لکه د یو کلي او کور جرګه، درې ورځو کې تیاره حلوا غواړي خو دې ته یې فکر نه وي چې دا فرصت یو څلوېښت کلن بحران ته د پای ټکي کېښودلو فرصت دی، لږ ټیټ جګ به پکې راځي، یو څه ګډوډي به هم وي، شل کاله مو غربي ډموکراسي امتحان کړه، زمونږ ملت ته یې یواځې غلا، فساد، قتل، اختطاف، فقر او بې چارګي ورکړه. دا درې ورځو کې حالت، عام ولس لپاره، له پخوا په کراتو بهتر شوی. پرېږدئ چې د هیواد ټوله سیاسي مشرتابه سره کښېني، باور او اعتماد یې پوخ شي او یو ټولشموله ملي حکومت رامنځ ته کړي.
واخطا کېږي مه، تشویش مه کوئ، رب لوی ذات دی، هر څه به سم کړي.
