د نور احمد عايل لیکنی
د سند او کره والي لپاره ګوته لګول له دې پېښې وروسته رواج شول
په عکس کې تاسې وينئ چې په ۱۹۰۳ د امريکا په متحده ايالاتو کې دوه کسان چې دواړه ( ويليم ويسټ او ويليم ويسټ) نومېدل او يو له بل سره یې هېڅ اړيکه او خپلوي نه درلوده، په ۱۹۰۳ کې د ليون ورت زندان ته، دواړه په بېلابېلو وختونو کې د جرم د کولو پر اساس راوستل شول، چې د زندان کارمندان چې د دوی دواړو يو ډول قوارو او نومونو ګنګس کړي وو او په دواړو یې د يو سړی فکر کاوه، خو وروسته پوه شول چې دا دوه په يو ډول نومونو او يو ډول قوارې دوه بېلابېل زندانيان دي ،جالبه پکې دا وه چې د دواړو د بدن د غړو اندازه او اوږدوالی هم تقريباً مساوي وو. نو له هغه وروسته وو، چې بيا پر دې ډېر ټينګار وشو، چې د ګوتې لګول د حتمي شي او د خلکو د معلومولو لپاره دې یې د ګوتو نښې وکارېږي. په تاريخ کې دا پېښه د (the West Case) په نامه مشهوره ده...
نور ولوله
ژوند چې له ادابو، احساس ،احترام او اخلاقو خالي وي هيڅ ارزښت نه لري
يو ځوان چې په سايکل سپور و, يوه زړه ښځه يې په سايکل ووهله.
ددې پرځای چې له زړې ښځې بښنه وغواړي او مرسته ورسره وکړي زړې ښځې ته يې بدې بدې خبرې وکړې، پسې ويې خندل او مسخرې يې پسې شروع کړې.
ترې روان شو ، له شا زړې ښځې غږ پسې کړ
را تاو شه څه شی درڅخه وغورځېدل!
ځوان د سترګو په رپ کې د سايکل ښکرونه را وګرځول او د غورځېدلي شي په لټه کې شو.
زړې ښځې ورته وویل ، مردانګي او غيرت درڅخه وغورځېد!
هيڅکله بههغه پيدا نه کړې!
ژوند چې له ادابو، احساس ،احترام او اخلاقو خالي وي هيڅ ارزښت نه لري ولو که ډېر مرفه او سوکاله ژوند هم وي...
نور ولوله
د انټرنېټ سرعت!
لومړی بايد د بيټ Bits او بايټ Bytes تر منځ څه توپير واضح شي.
د Bit د ډيټا کوچنی واحد دی او له دې وروسته واحد بيا بايټ Byte دی چې له 8 Bits څخه جوړ شوی دی
يانې 1byte= 8bits
10010001= 1byte
8bits= 1byte
1024 bytes= 1kilo byte (KB)
1024 Kilobytes= 1MB
1024MB= 1GB
نو کېدای شي چېرته مو د نېټ سرعت ليدل وي چې 10Mbps وي، دلته هغه مېګاباي...
نور ولوله
په عراق او افغانستان کې د تقريبن ۱۳۰۰ امريکايي سرتېرو تناسلي غړو په ماينونو او چاودنو کې صدمې ليدلې دي
د امريکا د جان هاپکینز پوهنتون په روغتون کې د ۱۲ ساعته طبي عملیاتو په پایله کې د يوه مرګي حال کس څخه چې د خپل دبدن دغړو د اهدا کولو اجازه يې کړې وه ډاکټرانو يې تناسلي اله او خو.. راوکښلې او یو سرتېري ته چې په افغانستان کې يې د سړک غاړې په ماين چاودلو کې دا ميرات مړي له لاسه ورکړي وو ورپيوند کړل. د ناروغ حالت ښه دی اوس کولای شي جواب چای وکړي او د وخت په تېرېدو سره به يې له دماغو سره هم ددې بلاوو اړیکه ټينګه شي او د دماغ په فرمان به نغوظ ، لوېدل ، ګرمېدل او جنسي اړيکه هم نيوی شي (خو شی به يې پردی وی).
په عراق او افغانستان کې د تقريبن ۱۳۰۰ امريکايي سرتېرو تناسلي غړو په ماينونو او چاودنو کې صدمې ليدلې دي.
...
نور ولوله
په ۲۰۲۰ م کال کې د څه شي له امله څومره خلک مړه شوي دي؟!
• لوږه: ۱۰ اشاريه ۵ ميليونه کسان
• سرطان: ۷ اشاريه ۷ ميليونه کسان
• سګرېټ: ۴ اشاريه ۷ ميليونه کسان
• الکول: ۲ اشاريه ۳ ميليونه کسان
• ايډز: ۱ اشاريه ۶ ميليونه کسان
• کرونا: ۱ اشاريه ۶ ميليونه کسان
• د موټرونو ټکر: ۱ اشاريه ۳ ميليونه کسان
• ځان وژنه: ۱ ميليون کسان
• ناپاکې اوبه: ۸ لکه کسان
• موسمي انفولانزا: ۵ لکه کسان
...
نور ولوله
د يو قاضي ډېېېره جالبه او په زړه پورې کيسه
لږحوصله وکړئ ويې لولئ، پېښمانه به نشئ
يوه سړی د چرګانو دوکان ته ورغی او له هغه څخه یې يکي يو پاتې چرګ واخيست ،په خپل لاس یې حلال کړ او بيا یې دوکاندار ته وويل: ته تر هغو دا راته ټوټه ټوټه کړه، زه په بازار کې نوره سودا اخلم او راځم.
دوکاندار وويل: بېغمه شه بس چې ته په نيم سات کې راځې ما به تيار درته ټوټه، ټوټه کړی وي.
تصادفاً د ښار قاضي راغی دوکاندار ته یې وويل: يو چرګ خو راته تول کړه!
دوکاندار وويل: يو چرګ راسره پاتې و هغه مې له تامخکې بل چاته ورکړ،,خلاص شول يو هم ولاکه راپاتې وي.
قاضي وويل: ګوره په شاوخوا يوه دوکان کې هم چرګان ندي پاتې ،دا چرګ چې په مېز درته پروت دی ،خو دا ر...
نور ولوله
په ځان د اندېښنو او غمونو بوج مه راولئ د ژوند جريان ته ځان وسپارئ!
داسې فکر وکړئ چې يو ګيلاس اوبه مو په لاس کې نيولې دي
که هغه يوه دقيقه په لاس کې ونيسئ مشکل نه پېښوي ، خو که يو ساعت يې په لاس کې ونيسئ په لاس کې مو درد را پيدا کېږي او که يې يوه ورځ په لاس کې ونيسئ لاس به مو بې حسه او په اصطلاح وچ او فلج شي.
جالبه دا چې د ښيښې وزن م تغيير نه کوي خو چې څومره ډېر ګيلاس په لاس کې نيسئ هغومره ډېر پسې درندېږي.
په ژوند کې سټرېس او اندېښنې هم لکه يو ګيلاس اوبه داسې درواخلئ هرڅومره يې چې ډېرې ساتئ پسې درندېږي او په تاسې بدتر او بدتر اغېز لري.
په ځان د اندېښنو او غمونو بوج مه راولئ د ژوند جريان ته ځان وسپارئ!
...
نور ولوله
سايکوپات چا ته ويل کېږي؟؛ د ارواپوهنې يوه مهمه او جالبه موضوع
سايکوپات په ساده ژبه د خلکو ځورونکي هغه خلک دي چې نشي کولای د نورو خلکو غم او اندېښنې تشخيص کړي، او له هغو سره همدردي وکړي سايکوپات لکه تيږه داسې وي چې غم او خوشالي نه پېژني، په چا یې زړه نه سوځي او نه پرې خوشالېږي.
دوی ډېر بې منطقه کسان دي ،هيڅ وخت حاضر ندی چې خپلې ګناوې او اشتباهات په غاړه واخلي دوی ډېر په ځيرکي سره خپل ځان داسې ښيي چې په هيڅ قضيه کې هم ملامت نه دي ،که ملامت دي خو نور ملامت دي. دوی کېدای شي قصدا داسې کار وکړي چې تاسې خپه کړي او په خپلو ناسمو دليلونو داسې ښيي چې تاسې ددې کار لامل یئ او دی پاکه ملايکه ده.
دوی دومره چالاکه دي چې هرڅوک ځان ته راجلبولی شي ، د هرچا د باور مرکز ګرځيدلی شي خو ډېر په چالاکۍ سره د هغو په احساساتو او مي...
نور ولوله
د هر مضبوط برياليتوب تر شا اوږدمهالې او نه ستړې کېدونکې منډې ترړې او هڅې موجود دي
وايي چې يوه ستر او تکړه انځورګر په دريو دقيقو کې يوه انځورګري رسم کړه، او په ښه ډبل قيمت يې خرڅلاو ته وړاندې کړه.
اخيستونکي ورته وویل: دا خو منې که انصاف وي! بېخي قيمت بيه ده، څه لاسونه دې پرې خوږېدلي دي خو په دريو دقيقو کې دې رسم کړې ده.
نقاش ورته وويل:
دا انځورګري په اصل کې په دېرشو کالونو او دريو دقيقو کې رسم شوې ده.
۳۰ هغه کلونه چې د نقاشي په زده کړه، پرمختګ، او تخنيکونو مې تېر کړي او تا ندي ليدلي او ۳ دقيقې همدا چې تا وليدلې !
ځينې کسان ګومان کوي چې بريالي او ښه چانس لرونکی کسان ، فطري استعداد لرونکي يا ځانګړي او خاص کسان دي....
نور ولوله
بايد د نورو تنګ لاسی او غربت درک کړې!
يوۀ سړي ويل د سړک غاړې په يوه ډېر کوچني رستورانت کې ناست وم ، يو ناڅاپه يوۀ سړی چې په موبايل کې يې خبرې کولې چيغې کړې، خوشحالي يې وکړه او تليفون يې کټ کړ.
د هوټل کاريګر ته يې وویل همدا اوس چې څو کسان دلته ډوډۍ ته ناست دي ټول مې ميلمانه شول ، ټولو ته سمه مزداره د پښې ماهيچه په وريځو کې راوړه، پيسې يې زه پرې کوم.
وروسته له ۱۵ کلونو پلار شوم دغه مې په ځان نذر منلی و.
څو ورځې وروسته مې چېرته د بازار په يوه تنګه کوڅه کې هماغه سړی وليد چې په هوټل کې يې پيسې پرې کړې وې ، وړوکی ماشوم چې غالبأ د ۳ يا ۴ کالونو به و هم ورسره و، ماشوم چيغې پسې وهلې چې پلاره ! وه پلاره! لږ ودرېږه د بوټ مزی مې خلاص شوی.
...
نور ولوله
د يوه ملت د بربادي او له منځه وړلو لپاره په هغو د نظامي حملو او لښکر کشيو اړتيا نشته
يوازې دا کفايت کوي چې د لومړنيو او لوړو زده کړو سطحه او کيفيت يې راوغورځوئ، شاګردانو ته يې اجازه ورکړئ چې نقل وکړي او چې تاسې يې په بورسونو هېواد ته درغواړئ مازې يې ور ګاټی کوئ ( نور يې دې ته مه ګورئ چې څه يې زده کړه او که نه)
▪ ځکه ناروغ به يې د هغه ډاکټر له لاسهمري چې په واسطه، نقل او پيسو کامياب شوی.
▪ کورونه به يې د هغه اينجينر په لاس ړنګېږي چې په اړيکو پهښو نومرو له پوهنتونه وتلی.
▪ مالي منابع به يې دهغه اقتصاد پوه په لاس له منځه ځي چې په پيسو او نقل بريالی شوی.
▪ انسانيت به يې د&zwn...
نور ولوله
اسيا کې 486 ميليونه کسان د خوړو له کمبود سره مخ دي
که همدا اوس مو د خېټې د لوږې اور مړ کېږي او په کور کې سوء تغذي ماشوم هم نه لرئ ، تاسې د خپلې لويې وچې (اسيا) له نيم ميليارد کسانو څخه په ښه حالت کې ژوند کوئ.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف اې او) څېړنیز راپور وايي چې يوازې په اسيا کې ۴۸۶ ميليونه کسان د خوړو له کمبود سره مخ دي چې زياتره برخه يې ماشومان دي.
...
نور ولوله
