No-IMG

د ‌يوه‌ ملت د ‌بربادي او له منځه وړلو لپاره په‌ هغو د ‌نظامي‌ حملو او لښکر کشيو اړتيا نشته

يوازې دا‌ کفايت کوي چې د‌ لومړنيو او لوړو زده کړو سطحه او کيفيت يې راوغورځوئ، شاګردانو ته يې اجازه ورکړئ چې نقل وکړي او چې تاسې يې په بورسونو هېواد ته درغواړئ مازې يې ور ګاټی کوئ ( نور يې دې ته مه ګورئ چې څه يې زده کړه او که نه)

ځکه ناروغ به يې د هغه ډاکټر له لاسه‌مري چې په واسطه، نقل او پيسو کامياب شوی.

کورونه به يې د هغه اينجينر په لاس ړنګېږي چې په اړيکو په‌ښو نومرو له پوهنتونه وتلی.

مالي منابع به يې د‌هغه اقتصاد پوه په لاس له منځه ځي  چې په پيسو او نقل بريالی شوی.

انسانيت به يې د‌هغه ديني عالم په مرسته ختمېږي چې په منډو له‌مدرسو راوتلی دی.

او عدالت به د‌هغه څارنوال او قاضي په لاس ضایع کېږي چې په ټاپ ګېر کې پوهنتون ترې فارغ شوی.

د ښوونې او روزنې سقوط = د يوه ملت سقوط

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک