په ځان د اندېښنو او غمونو بوج مه راولئ د ژوند جريان ته ځان وسپارئ!
داسې فکر وکړئ چې يو ګيلاس اوبه مو په لاس کې نيولې دي
که هغه يوه دقيقه په لاس کې ونيسئ مشکل نه پېښوي ، خو که يو ساعت يې په لاس کې ونيسئ په لاس کې مو درد را پيدا کېږي او که يې يوه ورځ په لاس کې ونيسئ لاس به مو بې حسه او په اصطلاح وچ او فلج شي.
جالبه دا چې د ښيښې وزن م تغيير نه کوي خو چې څومره ډېر ګيلاس په لاس کې نيسئ هغومره ډېر پسې درندېږي.
په ژوند کې سټرېس او اندېښنې هم لکه يو ګيلاس اوبه داسې درواخلئ هرڅومره يې چې ډېرې ساتئ پسې درندېږي او په تاسې بدتر او بدتر اغېز لري.
په ځان د اندېښنو او غمونو بوج مه راولئ د ژوند جريان ته ځان وسپارئ!
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
