د انټرنېټ سرعت!
لومړی بايد د بيټ Bits او بايټ Bytes تر منځ څه توپير واضح شي.
د Bit د ډيټا کوچنی واحد دی او له دې وروسته واحد بيا بايټ Byte دی چې له 8 Bits څخه جوړ شوی دی
يانې 1byte= 8bits
10010001= 1byte
8bits= 1byte
1024 bytes= 1kilo byte (KB)
1024 Kilobytes= 1MB
1024MB= 1GB
نو کېدای شي چېرته مو د نېټ سرعت ليدل وي چې 10Mbps وي، دلته هغه مېګابايټ چې د يوه فايل،ويډيو يا ډاکومېنټ وزن دی ،مراد نه دی دلته مراد دی چې
10Mbps= 10Megabits per Second
که چېرته په MBps کې M او B په غټو تورو ليکل شوی وي نو بيا ترې مراد (مېګا بايټ دی پر سکېنډ) دی.او که b کوچنۍ ليکلې وه نو بيا ترې (ميګا بېټ پر سيکېنډ) مراد دی.
نو خلاصه دا که 10Mbps د انټرنېټ سپيډ ليکلی و ، په 8 به یې تقسيموې چې ميګا بايټ ترې راووځي چې دلته له 10Mbps څخه 1.25MBps جوړېږي.
