د سند او کره والي لپاره ګوته لګول له دې پېښې وروسته رواج شول
په عکس کې تاسې وينئ چې په ۱۹۰۳ د امريکا په متحده ايالاتو کې دوه کسان چې دواړه ( ويليم ويسټ او ويليم ويسټ) نومېدل او يو له بل سره یې هېڅ اړيکه او خپلوي نه درلوده، په ۱۹۰۳ کې د ليون ورت زندان ته، دواړه په بېلابېلو وختونو کې د جرم د کولو پر اساس راوستل شول، چې د زندان کارمندان چې د دوی دواړو يو ډول قوارو او نومونو ګنګس کړي وو او په دواړو یې د يو سړی فکر کاوه، خو وروسته پوه شول چې دا دوه په يو ډول نومونو او يو ډول قوارې دوه بېلابېل زندانيان دي ،جالبه پکې دا وه چې د دواړو د بدن د غړو اندازه او اوږدوالی هم تقريباً مساوي وو. نو له هغه وروسته وو، چې بيا پر دې ډېر ټينګار وشو، چې د ګوتې لګول د حتمي شي او د خلکو د معلومولو لپاره دې یې د ګوتو نښې وکارېږي. په تاريخ کې دا پېښه د (the West Case) په نامه مشهوره ده.
