بايد د نورو تنګ لاسی او غربت درک کړې!
يوۀ سړي ويل د سړک غاړې په يوه ډېر کوچني رستورانت کې ناست وم ، يو ناڅاپه يوۀ سړی چې په موبايل کې يې خبرې کولې چيغې کړې، خوشحالي يې وکړه او تليفون يې کټ کړ.
د هوټل کاريګر ته يې وویل همدا اوس چې څو کسان دلته ډوډۍ ته ناست دي ټول مې ميلمانه شول ، ټولو ته سمه مزداره د پښې ماهيچه په وريځو کې راوړه، پيسې يې زه پرې کوم.
وروسته له ۱۵ کلونو پلار شوم دغه مې په ځان نذر منلی و.
څو ورځې وروسته مې چېرته د بازار په يوه تنګه کوڅه کې هماغه سړی وليد چې په هوټل کې يې پيسې پرې کړې وې ، وړوکی ماشوم چې غالبأ د ۳ يا ۴ کالونو به و هم ورسره و، ماشوم چيغې پسې وهلې چې پلاره ! وه پلاره! لږ ودرېږه د بوټ مزی مې خلاص شوی.
سړي ته مې وويل چې ابله ورځ خو دې په هوټل کې وویل چې اوس مې زوی وزېږېدۀ دا خو دې غټ زوی دی؟
سړي غلی شو او بيا يې وويل ، هغلته مې د هوټل په تخت باندې څنګ ته يو پلار او يو زوی ناست و ، هغه هلک يې پلار ته وویل چې ولا اباګله نن مو سمه ماهيچه خوړلې وای ، اتي خو مې په وچه مړۍ او چای کولمې شنې شوې.
پلار يې سوکه ورته وويل چې دغومره روپۍ نسته دغه چای و يوه ډوډۍ به وخورو، ماهيچه خو م په پيسو کېږي په چيشي يې وخورو؟
نو ما هم په درواغو تليفون راوخيست چې ټول د ما مېلمانه ياست، چې هغه پلار او زوی بې له کومې شرمندګي څخه ښه په کراره د خپلې خوښې خواړه وخوري.
د پلار نصيحت مې کلونه کېږي چې په ذهن کې تاوېږي ویل به يې چې: که چېرته لاړې او د کور والا درته مازې تروې (شړومبې) او يا سپېره کچالو راوړل ښه په مزه يې وخوره شونډې مه پرې بوڅوه، مازې د مړۍ څوکه مه پرې پورې کوه.
کېدای شي همدا يوازينی ښه خواړه وي چې دوی يې د مېلمه د پذيرايي لپاره لري.
که يې ونه خورې کېدای شي ډېر خپه شي.
د باندې اوازې مه پسې خپروه چې ولا کور ته يې ورغلی وم سړې تروې او سپېره کچالو يا پټاټې يې په ډوډۍ کې را اخيستې وې. بايد د نورو تنګ لاسی او غربت درک کړې!
