No-IMG

د يو قاضي ډېېېره جالبه او په زړه پورې کيسه

لږحوصله وکړئ ويې لولئ، پېښمانه به نشئ

يوه سړی د چرګانو دوکان ته ورغی او له هغه څخه یې يکي يو پاتې چرګ واخيست ،په خپل لاس یې حلال کړ او بيا یې دوکاندار ته وويل: ته تر هغو دا راته ټوټه ټوټه کړه، زه په بازار کې نوره سودا اخلم او راځم.

دوکاندار وويل: بېغمه شه بس چې ته په نيم سات کې راځې ما به تيار درته ټوټه، ټوټه کړی وي.

تصادفاً د ښار قاضي راغی دوکاندار ته یې وويل:  يو چرګ خو راته تول کړه!

دوکاندار وويل: يو چرګ راسره پاتې و هغه مې له تامخکې بل چاته ورکړ،,خلاص شول يو هم ولاکه راپاتې وي.

قاضي وويل: ګوره په شاوخوا يوه دوکان کې هم چرګان ندي پاتې ،دا چرګ چې په مېز درته پروت دی ،خو دا راکه کنه؟

دوکاندار وويل: دا د بل کس دی اوس راځي، ويل چې راته ټوټه ټوټه یې کړه زه سودا اخلم راځم.

قاضي ورته وويل: څه پروا لري هغه ته ووايه چې چرګ دې د مېز له سره والوت او وتښتېد.

دوکاندار وويل: ياره قاضي صاب دا څرنګ کېدای شي ،هغه خو به وايي چې ما درته حلال کړ، په مېز وازې پښې پروت و، ساه یې ختلې وه او ته وايې چې والوت؟

قاضي ورته وويل: د ۳۰۰ پرځای ۵۰۰  واخله ، چرګ ماته راکړه ،خوکه ډېره يې خبره درسره سخته کړه،دعوی دې تر ما پورې راځي او بيا زه پوهېږم چې څه وکړم.

دوکاندار چې دا خبرې واورېدې سوکه یې وویل: خدای م دې پردې کوي، قاضي صاحب خاطر دې راباندې ګران دی، څه وکو، وايې خله.

قاضي چرګ په خلته کې واچاوه او ووت ، څو دقيقې وروسته د چرګ اصلي مالک (چې مخکې يې اخيستی و) راغی دوکاندار ته یې وويل د ما چرګ دې راته ټوټه ټوټه کړ؟

دوکاندار وویل: هغه خو داسې ده چې ما د تا حلال کړی چرګ ټوک ټوک کاوه خو د چړې له ګوزاره مخکې د مېز له سره والوت او وتښتېده.

د چرګ څښتن حيران شو چې څنګه وتښتېده؟! هغه خو ما خپله حلال کړی و  د مېز په سر دې پروت و، بيا څرنګ والوت؟

خو خبره یې سره کش کړه، په لومړیو کې دواړو ښې خولې سره پاکې کړې او وروسته خبره تر ګرېوان او جنګه ورسېده.

د چرګ څښتن دوکاندار ته وويل: چې اوس دې محکمې ته بو نه ځم نه دې پرېږدم څنګه حلال کړی چرګ الوزي، خدای دې خوار که په دې منطق.

دواړه محکمې ته سره روان شول ، په لاره کې يې له لرې وليدل چې د دوو کسانو جنګ دی چې ورخواته شول پوه شول چې یو یې مسلمان او بل يهودي دی، دوی یې د جلا کولو کوشش کاوه ، ناڅاپه د دوکاندار ګوته په تېزي سره د يهودي په سترګه کې ننوته ،د يهودي سترګه يې په هغه ځای پوچه پرې را وېسته،يهودي ړوند شو.

خلکو دوکاندار ونيو او  ټولو په ګډه  وویل چې محکمې ته یې کش نه کړو دغسې نه کېږي.

په دوکاندار غريب دوه دعوی جوړې شوې.

خلکو دوکاندار له لاسونو ټينګ نيولی و، محکمې ته یې را ورساوه، يو دم دوکاندار له خلکو څخه  خپل لاسونه څنډ وهل او له منځه یې په تېښته بريالی شو.  بس نو دی مخکې او ډله خلکو له شاه منډې پسې وهلې.

دوکاندار چې نور څه ونه ليدل نږدې جومات ته ننوت ، د جومات منارې ته د ختلو کوشش يې شروع کړ ، پورته خېژي او خلک له شاه پسې په مناره پورې نښتي دي او ورپورته کېږي. دوکاندار چې سرته نږدې و ،له سره یې پښه راخطا شوه لاندې په يوه سپین ږيري راولوېده، د سپين ږیري غريب ځای په ځای په دکه لاړه (مړ شو).

اوس نو د سپین ږيري زوی هم منډې پسې شروع کړې او د نيولو کوشش یې کاوه ، خو بالاخره ويې نيو او قاضي ته یې راحاضر کړ.

قاضي چې دوکاندار وليد ويې خندل، ځکه چرګ ورياد شو او له دوو نورو کېسونو خو قاضي نه و خبر.

کله چې قاضي ته د دريو واړو دعوو په باره کې معلومات وشول، خپل سر یې د سوچ په رقم په دواړو لاسونو کلک ونيو او يو څو کتابه یې اخوادېخوا پسې واړول،راوړول بيا یې غږ کړ.

وه خلکو ګورئ! د دريو واړو دعوو فيصلې به اوس، همدلته په همدې ځای کوو ،چې يو هم چېرته لاړ نشئ!

له ټولو مخکې یې د چرګ مالک را حاضر کړ.

قاضي ورته وويل: په دوکاندار دې د څه شي دعوی ده؟

د چرګ والا وويل: جناب قاضي صاحب دې سړي د ما چرګ رانه پټ کړی ، په داسې حال کې چې د چرګ پيسې مې ورکړې دي ، چرګ مې په خپلو لاسونو حلال کړی او اوس دی وايي چې چرګ دې د مېز له سره چې ما ټوک ټوک کاوه وتښتېده؟ قاضي صاحبه! ته وخدای حلال کړی چرګ م تښتي؟

قاضي ورته وویل: ته د الله او د هغه په قدرتونو ايمان لرې؟

د چرګ والا وویل: سبحان الله، شکر له پلار و نيکه مسلمان یم ،قاضي صاحب څنګه یې نه لرم!

قاضي:  ښه نو چې داسې ده، نو الله تعالی د وراسته شويو هډوکو په بيا راټولولو ،په غوښه پوښلو ، او دحيوان په بيا را ژوندي کولو قادر دی نو د تا د چرګ را ژوندي کول او تښتېدل ورته مشکل دي؟

د چرګ والا چې دا واورېدل غلی شو،انکار يې نشو کولی، د ملامتیا په پار یې سر ښکته واچاوه او خپله دعوه یې بيرته واخيسته.

قاضي وويل : دويمه دعوه د چا ده؟ راحاضر دې شي.

يهودي رامخکې شه ، عرض يې وکړ ، قاضي صاحب! دې سړي د ما په سترګه کې ګوته راکړه ، سترګې مې کارپرې ايښی، ړوند شوم هيڅ م نه پرې وينم اوس زه هم غواړم دده سترګه ور ړنده کړم.

قاضي يو څه سوچ وکړ، بیا یې وويل: په مسلمان د غيرمسلمان نيم ديت دی

نو ددې لپاره به لومړی دوکاندار د تا دا بله سترګه هم در ړندوي، چې دوه شي بیا به ته دده يوه سترګه راوباسې ،سمه ده؟

يهودي چې داخبره واورېده سوکه په شاه شو، خپله دعوه او خبره یې بيرته واخيسته.

قاضي وويل: درېيم کس دې هم راحاضر شي څوک دی او څه دعوه لري؟

د مړه سپين ږيري زوی رامخ ته شو ،په خواره خوله یې وويل: قاضي صاحب! دې سړي د ما په پلار د جومات د منارې له سره ټوپ را واچاوه، پلار یې ځای په ځای را مړ کړ.

قاضي له څه سوچ وروسته وويل : داسې وکړه چې ته هم د هغه منار سرته وخېژه له هماغه ځایه چې دوکاندار ټوپ را اچولی ته په دوکاندار ټوپ راوغورځوه چې خبره برابره،برابره شي.

د سپین ږيري زوی وويل قاضي صاحب! که د ټوپ اچولو په وخت کې دی اخوا دېخوا شي نو زه خو په ځمکه را غورځم او مړ کېږم.

قاضي وويل : دا زما کار نه دی، زما کار د عدالت تطبيق دی، د تا پلار ولې نه اخوا دېخوا کېده؟؟؟؟

د سپین ږيري زوی هم دعوه بيرته واخيسته.

نو نتيجه دا چې که د تا سره قاضي ته د ورکولو لپاره حلال کړي چرګان وي نو بيا قاضي ته هم د تا د بچ کولو په لسګونو هنرونه او چلونه ورځي.

د موجوده محکمو،څارنوالانو او قاضيانو په خُورد و بُرد کې به ددې کيسې په مطلب پوه شوي یئ؟

که څنګه؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

محمدولی وردګ

په زړه پورې له پنداوعبرت ډکه لیکنه.مننه.

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک