ژوند چې له ادابو، احساس ،احترام او اخلاقو خالي وي هيڅ ارزښت نه لري
يو ځوان چې په سايکل سپور و, يوه زړه ښځه يې په سايکل ووهله.
ددې پرځای چې له زړې ښځې بښنه وغواړي او مرسته ورسره وکړي زړې ښځې ته يې بدې بدې خبرې وکړې، پسې ويې خندل او مسخرې يې پسې شروع کړې.
ترې روان شو ، له شا زړې ښځې غږ پسې کړ
را تاو شه څه شی درڅخه وغورځېدل!
ځوان د سترګو په رپ کې د سايکل ښکرونه را وګرځول او د غورځېدلي شي په لټه کې شو.
زړې ښځې ورته وویل ، مردانګي او غيرت درڅخه وغورځېد!
هيڅکله بههغه پيدا نه کړې!
ژوند چې له ادابو، احساس ،احترام او اخلاقو خالي وي هيڅ ارزښت نه لري ولو که ډېر مرفه او سوکاله ژوند هم وي.
ژوند د غره هغه پخواني حکايت ته ورته دی د هرڅه غږ او چيغه چې کوې هماغه به اورې.
نو په نېکي او خوږو خبرو غږ وکړه چې په نېکي او خوږو خبرو ځواب درکړل شي.
ګل پاچا الفت رح وايي:
دا جهان په شان د غره دی زموږ فعل دی اواز
څه چې وايوو هغه اورو ، هغه دم په هغۀ راز
