No-IMG

د هر مضبوط برياليتوب تر شا اوږدمهالې او نه ستړې کېدونکې منډې ترړې او هڅې موجود دي

وايي چې يوه ستر او تکړه انځورګر په دريو دقيقو کې يوه انځورګري رسم کړه، او په ښه ډبل قيمت يې خرڅلاو ته وړاندې کړه.

اخيستونکي ورته وویل: دا خو منې که انصاف وي! بېخي قيمت بيه ده، څه لاسونه دې پرې خوږېدلي دي خو په دريو دقيقو کې دې رسم کړې ده.

نقاش ورته وويل:

دا انځورګري په اصل کې  په دېرشو کالونو او دريو دقيقو کې رسم شوې ده.

۳۰ هغه کلونه چې د نقاشي په زده کړه، پرمختګ، او تخنيکونو مې تېر کړي او تا ندي ليدلي او ۳ دقيقې همدا چې تا وليدلې !

ځينې کسان ګومان کوي چې بريالي او ښه چانس لرونکی کسان ، فطري استعداد لرونکي يا ځانګړي او خاص کسان دي.

خو د هر مضبوط برياليتوب تر شا اوږدمهالې او نه ستړې کېدونکې منډې ترړې او هڅې موجود دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک