No-IMG

سايکوپات چا ته ويل کېږي؟؛ د ارواپوهنې يوه مهمه او جالبه موضوع

سايکوپات په ساده ژبه  د خلکو ځورونکي هغه خلک دي چې نشي کولای د نورو خلکو غم او اندېښنې تشخيص کړي،  او له هغو سره همدردي وکړي سايکوپات لکه تيږه داسې وي چې غم او خوشالي نه پېژني، په چا یې زړه نه سوځي او نه پرې خوشالېږي.

دوی ډېر بې منطقه کسان دي ،هيڅ وخت حاضر ندی چې خپلې ګناوې او اشتباهات په غاړه واخلي دوی ډېر په ځيرکي سره خپل ځان داسې ښيي چې په هيڅ قضيه کې هم ملامت نه دي ،که ملامت دي خو نور ملامت دي. دوی کېدای شي قصدا داسې کار وکړي چې تاسې خپه کړي او په خپلو ناسمو دليلونو داسې ښيي چې تاسې ددې کار لامل یئ او دی پاکه ملايکه ده.

دوی دومره چالاکه دي چې هرڅوک ځان ته راجلبولی شي ، د هرچا د باور مرکز ګرځيدلی شي خو ډېر په چالاکۍ سره د هغو په احساساتو او مينې ملنډې وهلی شي او د خپل ځان د ګټې او غريزو د مشبوع کولو لپاره یې کاروي.

دوی لکه د فلمونو او سريالونو ويلنز (مخالف کردار لرونکي) داسې نه دي چې غيرعادي او مجرمانه کارونه وکړي دوی لکه د نورو کسان عادي ژوند لري او په اساني نه پېژندل کېږي.

دوی په عاطفي اړيکو کې ډېر درواغ وايي. خو ډېرکسان نشي کولای د دوی درواغ درک کړي ځکه دوی ته له دې حالته د وتلو بهترين چل ورځي، دوی په چالاکي سره خپل اصلي شخصيت په کوچنيو او لويو درواغو سره له تاسې پټولی شي. او خپلې دوکې او ستراتيجيکو هدفونو ته ځان رسولو لپاره هرکار ته مخه کوي.

دوی دومره جذاب حرکات او ارتباط درسره پیدا کوي چې هرڅوک ځان ته ورکش کوي او په ځان یې ښه معتاد کوي او بيا خپل ځورونکي هدفونه مخ ته وړي.

تاسې که ډېرتکړه، مودب، د ټولنيزو اړيکو لرونکی او د خلکو په منځ کې د نامې او جامې خاوند یئ خو د يوه سايکوپات په وړاندې يو توت ارزښت م نه لرئ، دوی په ډېره چالاکي او ځيرکانه ډول  ستاسې په نفس اعتماد درماتوي ،شک در اچوي او په راتلونکې کې مو د خپل ځان د قرباني په توګه کاروي.

علمي څېړنې ښيي چې دوی د ګسلايتينګ تخنيک له لارې خپل هدف ته د رسېدو په موخه په فريب، درواغو، او شک په اچولو سره د قرباني سړي په زړه کې په نفس اعتماد کموي ، په زړه کې یې شک ور اچوي او عقلانيت یې له منځ وړي  او قرباني سړی داسې فکر کوي چې د اشتباه کولو په حال کې دی.

سايکوپات هيڅ وخت د ګناه او خپلې ملامتي احساس نه کوي او دماغ يې هيڅوخت هم له خپلو هدفونو څخه نه بدلېږي.

په هرو ۱۰۰ کسانو کې په نړۍ کې يو کس سايکوپات دی.

تاسې داسې څوک ليدلي دي؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک