د نور احمد عايل لیکنی

هيڅوخت د هغو خلکو د ژوند ارمان مه کوه چې له منځه يې خبر نه يې

هيڅوخت د هغو خلکو د ژوند ارمان مه کوه چې له منځه يې خبر نه يې ، حسادت  د ځان په کم ګڼلو او کمزوري توب يو ډول اعتراف دی. هر زړه يو نه يو غم او درد لري خو د بيانولو طرز يې فرق کوي. څوک يو چټاک مشکل او ستونزې لري ، يو من يې مخ تروش او خپه نيولی وي. څوک بيا يو خروار ستونزې لري خو مشکل او غم يې تر خپلې موسکا لاندې پټ کړی وي. دروېش درانی وايي: پر مړو کتو مې پر زړګي باندې باڼه تېروې زما د کور پر کاڼي ما وته چاړه تېروې د يار په زړه باندې به ستا اوښکې اثر ونکړي پر دې غوړ لوښي به تر څو سړې اوبه تېروې لمر مخې ياره ستا خويونه ...
نور ولوله

د ‌مني په موسم کې يوه غټه ستونزه

د مني موسم په راتللو سره ډیری انسانان په بې دلیله خپګان اخته کېږي، طبيعت يې خراب وي، زړه يې تنګ وي، کم خوبه او بد خوبه وي، اشتها او د خوراک روټين يې برابر نه وي ، له هغو شيانو او کارونو سره چې مخکې يې مينه ورسره لرله علاقه ختمه شي ، بې ځايه سوچونه کوي ، ځان ملامت احساسوي ، د ژوند د هرې برخې د کارونو په اړه بې تفاوته او بې مينې وي ،بدبينه ترې جوړ شي. دا ټول د مني د‌ موسم د خپګان Seasonal affective disorder (SAD امله دي. ددې د مخنيوي لپاره *لمر ته ډېر ګرځئ *تروش خواړه کم خورئ *تفريح حتمن کوئ *نيم ساعت پلې ګرځېدا بيخي ګټوره ده *له ګرمو رنګونو استفاده وکړئ *ويټامين داره خوا...
نور ولوله

د انسان د مغزو ښۍ او چپه خوا کومې دندې پر غاړه لري؟

د انسان د مغزو چپه نيمه کره د ژبې ، ويلو او لوستلو کار پر غاړه لري، هغه څه چې اورو یې، او زياتره هغه چارې چې د خبرو کولو لپاره لازم دي، د مغزو د چپې نيمې کرې پر غاړه دي، د انسان د مغزو چپه نيمه کره همدارنګه د منطق او دقيقو رياضي محاسبو لارې چارې هم پرمخ وړي، کله چې تاسې يوه پېښه په ياد راوړئ، نو په دې کې ستاسې د مغزو چپه برخه لاس لري چې ستاسې له حافظې یې را وباسي. ښۍ نيمه کره بيا د درک ،د څېرې د پېژندلو او په هنر او موسيقي باندې د پوهېدلو او متاثر کېدلو کار پر غاړه لري، دا نيمه کره هم د رياضي په برخه کې کار کوي خو يوازې تخمينونه او کُلي مقايسې کوي، ښۍ نيمه کره له موږ سره د يو چا د عکس په درک کولو، او هغه څه چې وينو يې د هغو په تشخيصولو کې مرسته کوي، ښۍ نيمه کره همدارنګه په ژبه کې په ځانګړ...
نور ولوله

د ژوند په کوم ځای او کومه برخه کې د څه شي لپاره تلاش وشي

د سترې کښتۍ اينجن خراب شو ، ډېرو ميستريانو وس پرې وکړ چې جوړ يې کړي خو يوه هم ونشو کړای، بالاخره د کښتۍ مالکانو تصميم ونيو چې يو پخوانی تکړه ميستري چې کلونه يې د‌کښتۍ جوړولو او رغولو کار کړی ورته راولي. مستري يې راوست غټ له پانو او پېچکشونو ډک بکس يې په لاس کې دی ،د‌کښتۍ د اينجن په جوړولو لګيا شو ، د‌کښتۍ مالکان هم ورته ولاړ دي دده کار ګوري. مستري له خپل غټ بکس څڅه وړوکی سکورينچ را واخيست او  سوکه يې د اينجن يوه برخه دری څلور ځلې پری وټکوله (ووهله) ، اينجن يو دم چالان شو او کار يې پيل کړ ، يوه اوونۍ وروسته چې د‌مستري د حساب ورکولو وخت شو ،هغه لس زره ډالر غوښتل ، د‌کښتۍ مالکانو وويل د خدای لپاره د څه شي لس زره هغه خو ټکی کار هم ونه کړ، مازې يې سکورين...
نور ولوله

يوه دقيقه مطالعه!

*که په دالان او پخلنځي کې د ماخوستن او سبا لپاره خواړه لرئ، جامې هم په تن لرئ. کور ،سرپناه او د ويده کېدو لپاره ځای هم لرئ نو تاسې د دنيا له نيمايي خلکو څخه شتمن يئ! *که همدا اوس په بټوه کې روپۍ لرئ او د سودا و چکر  لپاره مو په صندوق کې هم څو بچت روپکۍ درسره غوټه کړې وي، نو تاسې د‌ دنيا له ۷۵ فيصده خلکو شتمن يئ! *که ژوندي يئ، او په روغتون کې م بستر نه يئ نو تاسې د هغو ميليونونو کسانو په پرتله چې په دې اوونۍ کې د عزرايل په ليست کې ليکل شوي د خدای له خاصې مهرباني څخه برخمن يئ ! *که تاسې دا  پېغام په اساني وينئ ،لوستلي يې شئ او پرې پوهېږئ هم ،نو تاسې له دری ميليارده هغو کسانو څخه چې نشي کولی ولولي، وويني او د ذه...
نور ولوله

لاندې مادې ولولئ او د خپل ځان په اړه منصفانه قضاوت وکړئ!

*که چېرې په هوټل،, د بل چا په کور  يا بل ځای کې د‌ خپل کور په نسبت په چای کې ډېره بوره اچوئ يا ډېره ګوړه او نور خواږه په چای پورې نوش جان کوئ تاسې کېدای شي يو فاسد انسان يئ! *که په عمومي تشناب يا د بل چا په تشناب کې د خپل کور د تشناب په پرتله ډېر کاغذ تشناب مصرفوئ تاسې يو فوق العاده غل يئ چې موقع په لاس درشي د چا په مال به صرفه ونه کړئ. (د لوټو وال خو بيخي په حساب کې نه راځي) ،*که چېرته مو په هوټل کې د‌خوړو مصرف نور خلک پرې کوي او تاسې نس ورته جوال کړئ او تر غوږو ځان ټنډوئ تاسې يو حريص کس يئ. *که داسې يو څوک يئ چې په کتار کې هر وخت ځان مخته مخته کوئ، احتمالا چې دنده ترلاسه کړئ تاسې به له خپلې دندې او منصب څخه...
نور ولوله

د ادبياتو ځانګړنه ده چې دوستان او دښمنان ټول په يوه دېره کې سره راټولوي

دويم نړيوال جنګ روان و، د متحدينو جنګي الوتکو د جرمني په هدفونو باندې بمبارونه پيل کړي وو. د‌جرمن پوځ دافع هواګانو د ځمکې لخوا اسمان ته خولې نيولې وې او پاس يې په الوتکو سور اور جوړ کړی و ،  د توغنديو په همدې باران کې يو ستره مرمۍ ولاړه او سيده په يوه جنګي الوتکې ولګېده. الوتکې مښوکه د ځمکې په لورې کږه کړه ، ځمکې ته په سرعت را روانه وه خو د الوتکې د پيلوټ درک ونه لګېده، نه يې چترۍ خلاصه کړه او نه يې د ژغورنې کومه وروستۍ هڅه وکړه. الوتکه د مديترانې سمندرګي په تل کې ډوبه شوه. یو ساعت وروسته د جرمني د پوځ راديو وویل: دا د جرمني پوځ راډيو ده ،  او ...
نور ولوله

د ډولفين کبانو په اړه يوه ډېره جالبه!!

دولفين کبان (ماهیان) چې ډېر زيات ځيرک او د اوږدې حافظې لرونکی حيوانات دی، د ګارډين ورځپاڼې د ۲۰۰۳ م کال يوه ليکنه مې لوستله چې د امريکا په ميسيسيپي ايالت کې د Marine Mammal Studies په نامه يوې موسسې ډولفينونه داسې روزلي و، چې کله به یې هغه تالاب ته چې دا ډولفينان پکې ساتل کېدل چا کاغذ او يا کومې خځلې ورواچولې نو ډولفين کبانو به هغه له اوبو څخه را ټولې کړي او له ځان سره یې وساتلي او چې کله به ددې ډولفينانو روزنکی راغی، هغه ته یې د خوړو په مقابل کې ورکولې، او په دې سره به يې دخپل حوض د اوبو پاکوالی ساته، خو جالبه دا وه چې د Kelly په نامه ډولفين به هغه کاغذونه چې حوض ته به خلکو وراچول په خپل حوض کې له یوې ډبرې لاندې پټول او هرکله به یې چې روزونکی راتللو نو هغه کاغذ به یې دوه ټوټ...
نور ولوله

د نړۍ د ټول نفوس د وينې ګروپونه د فيصدي په حساب

O+ 37.4% O- 6.6% A+ 35.7% A- 6.3% B+ 8.5% B- 1.5% AB+ 3.4% AB- 0.6% په نړۍ کې د AB- د وينې ګروپ تر ټولو کم پيدا کېدونکی د وينې ګروپ دی. په جاپان کې د وينې ګروپ د وګړو د فردي شخصيت، اخلاقو، سلوک او يا هم د خوړو انتخاب د يو چا د شخصيت په معلومولو کې ډېر مهم او اساسي ګڼل کېږي. د بېلګې په توګه: • د A...
نور ولوله

د ځان او ذهن د ارامولو ۵ طلايي رازونه!

د نورو قضاوتونه او پسې شا خبرې باید ستاسې په ژوند اغېز ونه لري، که ملايکه هم شې! بيا به هم ستا د وزرونو شور په ځينو خلکو ښه نه لګېږي او خبرې به درپسې کوي. دا د خلکو دنده نه ده چې تا دې درک کړي او د تا له زړه سوي او ښه ځوانتوبه دې خبر شي ته دې خپل کار کوه او اجر يې له خدایه غواړه. له چا سره چې کومه ښېګڼه او لطف کوې، بيرته هغسې توقع مه لره چې له تاسره يې هم باید وکړي. که چا ناځواني درسره کړې وي، دوکه يې درکړې وي ان که ته پوه شوی هم نه يې، خدای ته يې خوشې کړه، خو بيا په هغه شخص باور مه کوه. دنيا ډېره پراخه ده ، دنيا ډېره سخي ده، د هيچا برياليتوب او پرمختګ بايد‌ د تا طبيعت در خراب نه کړي او...
نور ولوله

يوه دقيقه مطالعه!

که په دالان او پخلنځي کې د ماخوستن او سبا لپاره خواړه لرئ، جامې هم په تن لرئ. کور ،سرپناه او د ويده کېدو لپاره ځای هم لرئ نو تاسې د دنيا له نيمايي خلکو څخه شتمن يئ! که همدا اوس په بټوه کې روپۍ لرئ او د سودا و چکر  لپاره مو په صندوق کې هم څو بچت روپکۍ درسره غوټه کړې وي، نو تاسې د‌ دنيا له ۷۵ فيصده خلکو شتمن يئ! که ژوندي يئ، او په روغتون کې م بستر نه يئ نو تاسې د هغو ميليونونو کسانو په پرتله چې په دې اوونۍ کې د عزرايل په ليست کې ليکل شوي د خدای له خاصې مهرباني څخه برخمن يئ ! که تاسې دا  پېغام په اساني وينئ ،لوستلي يې شئ او پرې پوهېږئ هم ،نو تاسې له دری ميليارده هغو کسانو څخه چې نشي کولی ولولي، وويني او د ذهني ش...
نور ولوله

يوه ډېېېېېره جالبه کيسه

لسګونه کاله مخکې د ټيلګراف په زمانه کې چې لا د کروندې ماشينونه نه و عام شوي، د امريکا په يوه کليواله سيمه کې يوه زاړه سړي ژوند کاوه، غوښتل يې چې د‌کچالانو د کرلو لپاره خپله ځمکه شدياره کړي، خو دا کار ډېر سخت و، ځکه سپين ږيري کار نشوای کولای او يوازينی زوی چې له ده سره يې کومک کاوه په زندان کې بندي و. زاړه سړي زوی ته د ټيلګراف په يوه څنډه کې خپل حالت بيان کړ او زندان ته يې ور ولېږه. ګرانه زويه! سږکال مې ولاکه چندان خونده وي، جېب سلف نه وهي، ادې دې هم ناروغه ده، پخوا خو به ښه و،تا به د‌کچالانو د کرلو لپاره پټی راته اړاوه ، سږ دې زه او مور بيخي سره په يوه تا يوو ، ګومان نه کوم چې د‌کچالو خرڅولو پيسې به مو جېب ته اچولې وي کاشکې ته دلته وای او د ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک