No-IMG

افغان ملت ساتنه کې ناکام وسله وال پوځ

ماته جالبه ده چې دا ځيني کمونست زاده همدا وایي چې موږ هغه وخت د سيمې په کچه يوه ځواکمنه او مجهزه اردو درلوده خو مجاهدينو را خرابه او کباړ کړه.

خو حقيقت دا دی چې په داسې پوځ او الوتکو دې لعنت شي چې روسان زموږ په کور افغانستان ته را ننوتل او دوی د قام، خاوری او وطن دفاع پر ځای سرو روسانو ته تيارسی ودرېدل او تر هغې یې هم سپکه دا چې بيا یې روسانو سره په ګډه خپل کلي او هیوادوال تر سور اور لاندې ونيول.

کله چې په ظاهرشاه کودتاه وشوه نو پوځ د ظاهرشاه ساتنې پر ځای سردار داود ته سلامي و وهله. پسې یې چې داود ختم کړ نور محمد تره کي ته سلامي. حفيظ الله امين یې چې ختم کړ کارمل ته سلامي، او بيا له امين وروسته کارمل په مټ او رهبري یې د خپل قام او ملت خلاف پرديو لښکرو او سرو روسانو ته سلامي و وهله. مګر همداسې نه وو؟

پوځ خو دېته وایي چې د وطن په څلور کونجه سرحد او کرښو چار چاپیره ودرېږي او بيا پردو يرغلګرو ته و وایي چې اول به زموږ په سرونو او کوپړيو خېږئ بيا به د افغان وطن د سر او مال تالا ارمان پوره کوئ.

د هغه وخت افغان پوځ او وسلو په کباړ کېدو سره ټول سخت ځوریږو او اوس چې ګاونډ، سيمې او نړۍ پوځ وينو نو له ډیره درده زړه اره اره شي چې موږ چېرته يو.

خو بلخوا هغه وخت د خپل پوځ او هغوی لخوا د خپل قام خلاف د وطن وسلو کارولو ته په کتو د دوی ټولو مخ ته لاړې توکل پکار وو، څو اوس او راتلونکي کې ټولو پوځيانو ته عبرتناک درس جوړ شوی وای.

سپاهي او پوځي جوړېدل مقدسه دنده ده خو پدې شرط چې هدف یې د خدای رضا او بيا د خپل قام، وطن او عزت ساتنې ته خپله سينه سپر کول وي.

که داسې نده او يا به د پوځ + وسلو هدف بل څه وي؟

افغانستان ته د همداسې ارزښتمند، متدين او ملي پوځ په هيله!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک