No-IMG

د ارگ او سياسي مشرانو وساطت باوجود انجنير حکمتيار له خپلې خبرې په شا نشو

حکمت يار؛

د ورستيو ځنځيري قتلونو له امله ارګ کې ناست سرکار له ګرېوانه نيسو

د ارګ په غوښتنه د ډاکټر عبدالله، حامد کرزي، سياف، يو شمېر جهادي قومندانانو او ځيني قومي مشرانو د وساطت باوجود؛ انجنير حکمت يار له خپلې خبرې په شا نشو.

نوموړي د کابل څلور دروازو (چهاردهي، ده سبز، پغمان او شمالي) له لارې د پراخ ولسي فشار او تظاهراتو پر مټ د ارګ محاصرې ته جدي ښکاري.

حکمت يار د مساجدو له امامانو، جهادي قوماندانانو، قومي مخورو او حزبي ځوانانو پر مټ خپلو پلويانو سره سوګند ياد کړی چې راتلونکې جمعه به د ارګ شاخوا را ټولیږي او هغوی نه به د ورستیو ځنځيري ترورونو، سولې مخکې د خنډونو ايجاد او هغو توافقاتو د نه عملي کېدو پوښتنه کوي کوم چې دوی سره ېې د سولې ټړون کې په ليکلې بڼه ژمنه کړې.

د ښاغلي حکمت يار دغو ګواښونو په ارګ کې د داکتر غني او صالح له سترګو خوبونه تښتولي او ټولې هغه هڅې چې يار له پراخو تظاهراتو را وګرځوي؛ تر اوسه پاتې راغلي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک