No-IMG

د تاریخ پاڼه بدلیږي؛ ځوانان دې خپل مسوليت وپېژني

جګړه په ټول وطن خوره ده، خو لويه قرباني له پښتون اخلي.

هغه ځکه چې د جګړې دواړو ليکو کې پښتانه ځوانان پیش قدمه دي. همداسې د همدې جګړې تبليغاتي دستګاه هم په دواړه لوريو کې د پښتنو ځوانانو په کج بحثي او لفظي لجاجت بدبويه ده.

د نورو قامونو ځوانان نورې برنامې او بحثونه لري. هغوی ته د داکتر غني او ملا غني فرق نشته او نه هم د جمهوریت او طا لب په نوم دوه متفاوت فکرونو ته په تفاوت قايل دي. هغوی برالا وایي چې کليش اوغان است او کليش طا لب است.

خو اوس پوښتنه ده چې پټان ځوان به پدې حساس وخت، حساسه نقطه څوک پوهوي. جمهوريت؟! پال وایي چې طا لب ټول عمر پښتون وژلی نو سوله ورسره نه کوو او ويژنم یې.

طا لب ځوانان وایي چې ما پسې د ناټو او امريکا په مشرۍ ټوله نړۍ راغله او څنګ ته یې شمال ټلواله په نيمه شپه زما پر کور را ننوته او زه یې د بچيو، مور او مېرمنې مخکې په برچو سوری سوری کړم. نو ښه پټانه چې تا له ناټو، امريکا او ټلوالې ګټلای نشوم نو هغوی سره څنګ کې دې ولې زه پرديو ته تړلم؟

په هر حال دواړه لوري به خپلې ګيلې او خپلې کېسې لري خو دا مسلې پدې نه حل کېږي چې ټوله نړۍ په افغان وطن کې د سولې پلوي کوي او په همدې نيت د دوحې تړون رامنځته شو، مګر موږ اوس د نړيوال او سيميز نظم خلاف د جنګ جنګ، اور اور نعرې سر کړو. که خبره د حساب او کتاب وي نو دا بحث بايد د يوه قوي نظام په شتون کې د خدای، عرف او نورو بشري او وضعي قوانينو په رڼا کې وڅېړل شي. خو اوس د يوه عاجل سازش او روان اور د مړه کېدو شديده اړتيا ده.

که هوښيار او بدل نشو نو دا ټپ او غميزه نوره هم ژورېږي.

که زموږ زړه یې غواړي يا نه؛ سوله او لوی بدلون حتما راتلونکی دی.

د وخت له حالاتو سره سم که ژر سولې ته لبیک ونه وايو او د سولې مخالف جهت کې ودرېږو نو يوه بله مرګونې څپې سره د قام نيم نيمه محفوظ وجود او مخ مخکېدونکی دی.

هغه داسې:

څرنګ چې دا نولس کاله په لوی قوت او شدت سره د طا لب او ټرورېسټ په نوم پښتون قام په شمال، جنوب او شرق، غرب کې بېدریغه لګدمال وو؛ نو له دې وروسته به پاتې قام او ډله د سولې، اسلام، ازادي او اشغال حاميانو په نوم څو نسله پامال يو.

نو وخت یې دی چې لږ له هوش کار واخلو. يو بل ته په مجلس او سوشیل ميډيا کې د ښکنځلو او توهین پر ځای د زغم او نرمښت الفاظ وکارو څو يوه ګد تفاهم او آرامش ته ورسو.

له ځانه یې پېلوم او له ځانه به یې پېلوې. هغوی چې لا هم دا قام د طا لب، جمهوريت او ټروريسټ په نوم په ډلو ټپلو ويشي نو پوه یې کړئ. که د پوهې وړ نه او اجورتي جارچيان وي له صف نه یې لرې منزوي کړئ. نه يم پوه دا خبرې به تاثير ولري يا نه؛ خو د يوه ځوان په صفت ايماني او وجداني مسؤليت د رفعې يوه هڅه ده.

سبا به ناوخته وي!

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک