No-IMG

پوره نولس کاله د پښتون رهبري ته دغسې لوښي را مخته شوي وو

دا هغه په ملا ماتي ځان ساتي او ټټر دربي وو چې ټول عمر یې دوی ته لاس په نام قهرمان صاحب او عالي جناب صاحب ويلو باندې ځان ساتلی. دوی دومره بزدل وو چې وزارت کی یې له ډاره پښتو لیک نشو کولای. پارلمان کې د رایې لپاره په بله ژبه ګويان وو او پښتون باندې ظلم ته په ظلم ويلو تل خاموش وو.

که دوی کې زره غېرت، عزت او مردانګي وای نو پوره نولس کاله ټول پښتون قام د ا لقا عده، طا لب او ټروريسټ په نوم ناحقه وهل نخوړل. که دوی په خپل قام زره زړه خوږېدلی نو نولس کاله به ولې هغه پښتون چې له لاچارۍ د خپل کلي او ولسوالۍ بازار ته نشو تلای، خو دوی نيويارک ته د تهديد په نوم واژه او کلونه کلونه ګوانتنامو، باګرام او څرخي پله زندان کې یې هډونه ورستدېدل.

پوهېږئ دا ډول په نوم پښتانه چارواکي د نړۍ په ژبه پوه او لوستي وو، خو دوی يوه ورځ را پورته نشول چې نړۍ قانع کړي چې دا خړ مخي پښتانه ټروريسټ او نيويارک ته تهديد ندي. تاسې دا خلک په لوی لاس په تنګ او جنګ ته مجبور کړي او د دوی له مرګ او ازار لاس واخلئ.

هو! دوی دا نه کول ځکه بيا خو سوله راتله او سوله کې ممکن د دوی وزارت، رياست او اوسنی اقتدار چلنج شوی وای.

بدبختانه دوی د خپلې بقا لپاره دا ټولې ناکردې وکړې او اوس د خپلې بقا لپاره تنظيمي لتاړ جنګسالاران په ملت د اتلانو په نوم تېروي.

ځوانه ته بېداره شه!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک