ټول هرات کې د اور وژنې لپاره يو اطفائیه موټر نه وو چې اور و وژني
ټول هرات کې د اور وژنې لپاره يو اطفائیه موټر نه وو چې اور و وژني
اخر یې ايران ته د مرستې زنګ وهلی چې هلئ اور مړ کړئ.
دا زنګ او د مرستې غوښتل بد کار ندی خو زړه هله په شور راشي چې اور مړه کولو ته هيڅ نشته خو برعکس په همدې وطن کې بيا د مرګونو لپاره یې زرګونه ټانګونه، چورلکې او توپونه تيارسی ولاړ وي.
له دې یې قیاس کړئ چې دلته ۱۹ کلن نړيوال پوځي ماموريت د بشر، ښځو او ماشومانو حقونو خونديتوب او بيا رغونې لپاره وو که ورانولو لپاره؟
دا د داسې حکومت کیسه ده چې نولس کاله پرې د ډالرو باران وو او نږدې يو ټرليون يعنې زر مليارده ډالر پرې امريکا پاشلي. دا دومره لوی مبلغ دی چې نه د اروپا په مارشال پلان لګېدلي او نه هم زموږ په ګاونډ او سيمه کې په بل کوم هيواد.
دا چې ټرلوين ډالرو خرابات کې تر اوسه افغان ملت ته يوه د اور وژنې فعاله دستګاه نده جوړه شوې د فساد، وحشت او دې وطن سره د پردي توب او رزالت اوج ښیي. همدا چې جګړې هم شدت وموند او عام خلک هم له حکومته متنفر شول اساسي علت یې فساد او له دې قام او وطن سره دوښمني وه.
سبا به اشرف غني هم له امريکا او اروپا انلاين وي چې غازي امان ثاني وم لاسته راوړنې او هوایي دهليزونه رانه په ميراث پاتې دي.
اخر سړی خفه شي
