No-IMG

نوی ماموريت، نوی افغانستان ځوانان دې بېداره وي!

کابل ته د خليلزاد دا سفر د ټرمپ نه بلکې جوبایډن په هدایت ترسره شوی.

هغوی چې په تړون یې د بيا کتنې په پلمه پلمې پلټلې او سوله یې ځنډوله؛ که هوښيار وي پر خپلو محاسبو به له سره غور وکړي‌.

منم امریکا په افغان جګړه کې هغسې ويشل شوې پاشل شوې نده لکه پرونی شوروي، خو سخته ستړې شوې او ناهيلی شوې حتما ده. د دوی لويه ماتې همدا ده چې شل کاله د ټولې نړۍ په ملاتړ یې د جګړې او بوکسنګ دې رينګ کې په شلو رونډونو کې طا لب مات نکړای شو.

جګړه کې حيات او قدرت لټونکي دې پوه شي چې ټول افغان ملت د دوی درې سويز ډالري خياټان ندي او نه هم ترپایه سيمه او نړۍ له دې بېخبره پاتیږي چې څوک سوله نغواړي او ولې یې نغواړي؟

مخکې لدې چې سولې ته خنډ اچونکي وچ کلک ديوال ته ودرېږي او بيا هيڅ انتخاب نه وي ور پاته، نو غوره ده اوس خپله سولې ته زمينه سازي وکړي.

طا لب د دې ټولنې، وطن او بلاخره د ټولې سيمې يو واقعیت او قوت دی. همدې واقعیت او قوت امريکا، اروپا، سيمه او ګاونډ دېته اړويسته چې د افغان جګړې او کشالې پای لپاره ورسره خبرو ته غاړه کېږدي او نظر ته یې په نظر او قوت ته په قوت قائل شي. مقصد دا خبرې دواطلب، هوسانه او غربيانو په اصطلاح فيوريډ چوايس نه وو.

د پښتنو ځوانانو او مشرانو په نوم دې بهر میشتي ډنډوره چيان او يا هم دلته ماڼۍ ميشتي افراد نور خپل قام د طا لب، ټروريسټ او نورو خود ساخته القابو عنوان لاندې ښکنځلو او توهین له لارې بېرته په طا لب نه لګدمالوي.

خلک اوس ښه پوهېږي چې اصلي پنجابيان طا لبان وو که همدې ارګ کې ناست په کاذب ډول پنجاب ضد شعار ورکونکي.

خبر دا ده چې طا لب سره چې ټوله نړۍ لاره وړلای شي نو موږ یې ورسره ولې وېنسو چې په قام، وطن، ملي هويت، مرکزي نظام، دين او نورو سلګونه مواردو ورسره سلګونه مشترکات لرو؟

اصلي مخربين او دوښمنان هغه دي چې افغانستان نه مني، نوم یې نه مني، جغرافيې نه منکر، خلکو عقايدو سره په ټکر او ملي هويت سره ضديت او دې شته وطن کې برالا د تجزیې نغارې ډنګوي.

يو بل کې مشترک ټکي پېدا او همدې ټکو ته په کتو واړه اختلافات حذفول غواړي. هغو ډنډوره چيانو ته شا کړئ او خپل خر نه د نه ښکته کېدو په صورت یې مخ ته لاړې ور توف کړئ چې نولس کاله یې تفرقې ته هڅولي وو او اوس هم له امريکا، اروپا او کاناډا کې ګرمو نرمو کوچونو موږ تاسې ته د نفرت، جګړې او کاذب ډول وطنپالنې شعارونه را کوي.

سبا به ناوخته وي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک