No-IMG

د بين الافغاني مذاکراتو بنبست په يوه نکته کې

مذاکرات هغه وخت شدت مومي چې دواړه لوري د يو څه ورکولو او اخیستلو توان ولري.

امريکا او طا لبانو مذاکراتو کې دا قوت وو نو ځکه ترپایه دواړه لوري يو بل ته لېوال وو.

ورپسې چې بېن الافغاني مذاکرات پېل شول نو طا لبانو له خپل اړخه حکومتي لوري سره د ناستې او خبرو امتياز درلود او مقابل لوري بيا د دوحې تړون په توافقاتو د تاييد مهر. تر دغه وخته مذاکرات په پوره اشتياق پر مخ تلل او کابل لوري که هرڅومره وخت کشي او ناغېړي هم کړه خو طا لب لوري په پوره اشتياق د مذاکراتو دوام غوښت. مذاکراتو پېل سره طا لبانو د حکومت دا ارمان پوره کړ چې خبرې او مذاکرې ته ورسره کېناست کوم چې پخوا یې مطلق انکار کړ. برعکس حکومتي لوري بيا له خپل اړخه د طا لبانو هغه غوښتنه چې دوحې تړون دې د اساس په صفت ومنل شي د تائيد مهر و واهه.

باقي نو حکومتي پلاوی د ورکړې لپاره څه نلري چې طا لبان مزيدې مذاکرې ته اړباسي. همدا علت دی چې حکومتي پلاوی د قطر په هوټلونو کې سرګردان ګرځي او طا لبان بيا د سيميزې او نړيوالې اجماع او افغانستان راتلونکې اړوند په اقتصادي پروژو او نورو اهمو مسايلو په بهرني سفرونو بوخت دي.

طالبان پدې باوري دي چې د افغانستان اړوند نور اقداماتو صلاحيت له افغان حکومت سره نه بلکې د بايډن له نوې ادارې سره دی نو تر هغې چې د بايډن ادارې افغانستان اړوند خپل موقف نه وي روښانه کړی؛ فکر نکوم بين الافغاني مذاکرات دې د کوم پرمختګ شاهد و اوسي.

 سياسي ډګر کې چنې په ډک لاس وهل کېږي څو د يو څه ترلاسه کولو لپاره د ورکړې کارډ په لاس ولرې. متاسفانه داکتر غني او ټول ټیم یې د خپلو ناسنجیده سياستونو له امله په لاس تش خو دعوو او غوښتنو کې تر ټولو لوړ انداز او ټون لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک