يو سيال مدني حرکت او تبليغاتي ضعف
اسلامي حزب چې تېرو نولسو کالو کې غېر مدني، جنګي او خشن حزب معرفي شوی وو، برعکس نن یې پداسې ډول مدني او سوليز حرکت وکړ چې جمعيت، جنبش، وحدت او لس نور له ږيرو او جهاد نه ټایي او ټامي توب ته منتقل شوي یې له اجرا عاجز دي.
جمعيت ګوند له اولې ورځې خپل جهاد او اسلام امريکا ته په پښو کې کېښود او ايمان یې په ډيموکراسي تعویض کړ مګر ترننه د داسې مدني حرکت اجرا پر ځای ترې هر کال د قومندان مسعود لمانځنه کې هغه انډوخر کیږي چې خلکو ته د افشارو خشنه فاجعه او کابل ښار کې په ډليز ډول پر ښځو د جنسي تيري او وحشت بوی راځي.
اسلامي حزب د دې ټول قوت سره سره په تبليغاتي ډګر کې نه يواځې دا چې تعرضي موقف نلري، برعکس د ځان په دفاع کې هم سخت زبون وهلي فلج ښکاري. همدا علت دی چې د کابل اصلي ورانونکي نن ورځ د کابل ورانیو خیرن لاسونه په حکمت يار او حزب پاکوي.
اسلامي ح زب دې په خپل مېډيايي او تبليغاتي ګروپ له سره او ډېره جدي کتنه وکړي.
ډیری ځوانان یې په داسې ورځ سوشیل ميډيا کې لحظه په لحظه د ملت خبرولو او نشرياتو پر ځای بيخي خاموش او فعاليت یې په نشت برابر دی.
نورو عادي ورځو کې د بې برنامه ګي له امله کله د طا لب ځوانانو سره په جنګ، کله د حزب داخلي مسايل شاربلي او بله ورځ له يوه او بل نه په تشو زنانه یي ګېلو مصروف وي. که له حقيقت تیر نشو نو فېسبوک کی یې په ملاتړ هغو ځوانانو مېدان ګرم کړی وو چې له دوی سره اوس وخت رسما کوم ګوندي تړاو نلري بلکې دا پېوند صرف عقيدوي، فکري او ملي تړاو دی.
متاسفانه ټويټر کې یې بيا وضعيت د فېسبوک په پرتله بيخي خراب او قابل مقایسه ندی. پدې شرايطو کې د دومره خلکو را غونډول يو شهکار وو او دومره کسانو راویستلو کې لويه انګيزه د همدې مشر حکمت يار ده کوم چې اوس ورځ پرې د حزب نورو مشرانو سربېره د حزب عادي زلمکي هم نيوکې کوي چې داسې دې وکړي او هسې.
هيله ده چې حزب دننه دغه جوش ته په کتو د حزب هغه تللي مشران د حکمت يار په محور راټول او خپل تللی اعتبار بېرته راخپل کړي.
يار وهڅوئ چې خپل ټول قوت او قيادت د سولې، اسلامي نظام قيام، طا لبانو سره يووالي او هېواد کې د بېدنۍ د جرړو ويستلو لپاره وکاروي.
