No-IMG

ننګرهار کې دوه تور سرو ښځو په عام بازار کې وژنه او د بې گناه رکشه وان نيول

له پېښې وروسته امنیتي چارواکو د یوه تن عکس خپور کړ چې قاتل یې نیولی.

مګر یاد تصویر او نیول شوي کس په اړه ډیر ژر د ځایي خلکو او د بی بی سی، طلوع او یو شمېر نور ژورنالیستانو او سوشیل میډیا کې پراخ غبرګونونه ښکاره شول چې پېښه مازدیګر قضا شوې مګر نیول شوي تن عکس په ماسپښين قضا کې ډیر وختي اخیستل شوی.

یو شمېر نور مدعي دي چې همدا کس او همدا تصویر موده وړاندې خپور شوی وو چې ګویا یاد کس یی ټابلیټ کا او نورو غیر قانوني کړنو له امله نیولی مګر نن هماغه تصویر او عکس پدې نوم او ټایټل په خلکو وهل کېږي.

دلته دوه وحشتونه سخت ځورونکي دي.

لومړی د شریرو قاتلو قتلونه او بل لور ته د قانون او امنیت په نوم د یو څو لاشخورو بربنډه سپین سترګي.

ټول وطن له یوه سخت ازمېښت نه په تېرېدو دی او د ښار او ملت امنیت هغه چا ته په لاس ورغلی چې دوه روپو لپاره د ټول ملت سر او مال تالا کولای شي.

دا پداسې حال کې د قاتل د نیول کېدو خبر ورکول کېږي چې موده وړاندې د ملالې مېوندي قاتلانو د نیول کېدو خبر هم د والی له لوري خپور شو کوم چې د خلکو شور ارام او قاتل کیسه په خپله پسې هیره افسانه شوه.

خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک