No-IMG

د یواځېتوب احساس

    برټرینډ رسل په (800) مخونو کې یو کتاب لیکلی، چې د غربي فلسفې تاریخ (History of western philosopy) نومیږي. دې کتاب کې هغه یوه پوښتنه رامنځته کړې، هغه دا چې انسان په فلسفي پېچلیو موضوعاتو د څه لپاره بوخت یي؟ د ژوند حقیقت څه دی او د مخلوقاتو تخلیق څه ډول توجیه کیږي، په دې پوښتنو کې زرهاؤ کلونه کیږي چې انساني دماغ بوخت دي، نو په دې نه حل کیدونکو پوښتنو کې انسان ولې بوخت اوسي او څه اړتیا ده؟

    دې پوښتنې ته په ځواب کې برټرینډ رسل لیکي: دا په حقیقت کې د کَوْني یواځېتوب وېره او دهشت (Terror of Cosmic Loneliness) ده، چې انسان دا ډول فلسفي هڅو ته محبوروي. ( د غربي فلسفې تاریخ:14). یعني انسان په دې نړۍ کې فطرةً ځان یواځې احساسوي او د دې یواځېتوب ختمولو لپاره مختلفې هڅې کوي.

    یو کاڼی که زرهاؤ کلونه په ځمکه پروت یي د یواځېتوب احساس نه کوي، خو انسان د یواځېتوب له احساس سره مخامخ کیږي. د دې وجه دا ده چې انسان له پیدايښته یو خدای پرست مخلوق پنځول شوی، هغه په رواني لحاظ ځان ناپوره او نیمګړی احساسوي. هغه چې بهر نړۍ کې د خپل یواځېتوب ختمولو او رواني تکمیل لپاره څه پیدا کړي نو ځان پوره ورته ښکاره شي. او د یواځېتوب احساس یې ختم شي.

    په دې لحاظ انسانان په دری ډوله دي: فلسفي انسان، مشرک انسان او موحد انسان. فلسفي انسان ټول عمر د فلسفې په پېچلیو پوښتنو کې لګیا یي، چې مرګ ورته راشي او د یواځېتوب له احساس سره یوځای له نړۍ ولاړ شي. مشرک انسان کوم بل مخلوق په مصنوعي توګه دې مقام ته لوړ کړي او ځان ته د ډاډ دروغژن وسایل برابر کړي. موحد انسان د دې فطري پوښتنې لپاره صحي ځواب پیدا کړي، هغه د یواځېتوب احساس د توحید په عقیده ډک کړي او همدا بریالی انسان دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک