د معاویه وېښته
امير المؤمنين معاوية بن ابي سفيان رضي الله عنه وایي: که زما او خلکو ترمنځ یو وېښته وي، هغه نه شي پرې کیدلی! چا ورته کړه: هغه څنګه؟! ده وویل: چې کله یې دوی کشوي زه به یې ورسستوم او چې دوی یې سست کړي زه به یې راکشوم. روضة العقلاء لابن حبان
د مشهور صحابي او د اسلام د تاریخ ستر سیاستوال معاویه رضي الله عنه دا خبره عربي کې په "شعرة معاویه" (د معاویه وېښته) سره مشهوره ده، مطلب دا چې خلکو سره په هر ډول اړیکو کې له حکمت، نرمي او منځلاري نه کار اخیستل په کار دي، له کوره نیولې، ټولنه، سیاست او د ژوند هره برخه کې باید له نرم او حکیمانه چلند نه کار واخیستل شي.
که مقابل لوری سختي کوي، غوسه کوي او شدت غوره کوي؛ باید خبره ورسره نرمه شي یعني وېښته دې ورسست کړل شي او د ځان لور ته د راکشولو لپاره دې نورو عادي حالاتو ته انتظار وشي. نو موږ ته په کار ده چې د معاویه د وېښته دا حکیمانه خبره په غوږ کې ټینګه ونیسو او هر چا سره د اړیکو پر مهال ګټه ورنه واخلو.
د بېلګې په توګه موجوده وخت کې ځینې ناخبره خلکو د بیرغ وېښته ټینګ نیولی او ورکشوي یې، ملا صاحبان دې دا وېښته مکمل ورخوشی کړي، بلکې پخپله دې هم دری رنګه بیرغ ورسره وکاروي. دې کې شرعا هیڅ مشکل نشته، دوی باید متوجه اوسي چې دېته ورته نور موضوعات به هم رامنځته کیږي، د دې موضوعاتو عامې انګېزې له بهره دي، له دوی سره "د معاویه وېښته" سیاست تر ټولو غوره سیاست ده.
