د حامد افغان لیکنی
انساني اندازې څومره غلطې خېږي!
ام عبد الله بنت أبي حثمة رضي الله عنها وایي: د حبشې هیواد ته د هجرت کولو لپاره مې تیاري کوله چې عمر بن الخطاب (دا مهال یې لا اسلام نه و منلی) زموږ خواته تېریدی او راوګرځیدی. دا مهال عمر پر مسلمانانو سخت ظلمونه کول، عمر ورته وویل: اې ام عبد الله چرته د تګ اراده لرئ؟ هغې ورته وویل: په الله قسم، هو چرته ځو، تاسو خو پر موږ ظلمونه کوئ، موږ د الله ځمکه کې وځو، که چرته الله تعالی د ارام کوم ځای راته پیدا کړي.
عمر چې د ام عبد الله خبرې واوریدلې هغې ته یې وویل: الله مو ملګری شه، دا خبره یې چې وکړه، څېره کې یې د نرمې نښې ښکاره شوې، ژړه غونی غوندې شو او روان شو. څه ځنډ وروسته د ام عبد الله مېړه راغی، هغې د عمر کیسه ورته وکړه او زیاته یې کړه چې ما ته داسې معلومه ...
نور ولوله
د سپيو جنازې !
کله چې د لویدیځوالو او امریکایانو سپی مړ شي فوق العاده جنازه او خورا پور تکلفه رسوم ورته برابروي! د تعزیې! لپاره یې هم ځانګړې او مهم مراسم یي او د سپیو لپاره یې ځانګړې هدیرې جوړې کړې دي! د هغو قبرونه په قیمتي رخامو او ډبرو جوړیږی او د ګلانو ګېډۍ ورباندې کېښودل کيږي! د امریکا په لاس انجلس او نیویارک کې د سپیو ځانګړې هدیرې دي!
کله چې د انسانانو خپل منځې اړیکې کمزورې شي په ځانګړې توګه د خپلوانو اړیکې سستې شي او ان کورنی نظام له سقوط سره مخامخ شي، لکه فعلا په لوېدیځ کې؛ هلته بیا داسې نادرې رامنځته کیږې، بلکې تر دې هم بدترې. د کورني ارتباط او نظام ټینګ ساتلو لپاره اسلام خورا مهم قوانین او پاخه اخلاقي میتودونه ټاکلي دی. ځکه خو الحمد لله اسلامي نړۍ کې...
نور ولوله
په غچ اخیستلو دولت نه جوړېږي؛ د نیلسن منډیلا بېخي نادره کیسه
د جنوبي افریقا د ازادۍ نوموتی اتل نیلسن منډیلا پخپلو یادښتونو کې لیکلي: زه چې ولسمشر وټاکل شوم، خپلو پیره دارانو ته مې وویل: راځئ په ښار کې پیاده چکر ووهو. ښار کې د چکر پر مهال یوه هوټل ته ننوتلو، په یوه مېز راتاو شوو او هر چا د خپلې خوښې خوراکونه راوغوښتل. موږ چې د خوراکونو راوړلو ته په انتظار وو دا مهال مې زموږ څنګ ته په یوه سړي سترګې ولګېدلې، هغه هم خوراک ته انتظار و، ما خپل یوه پیره دار ته وویل: ورشه! هغه سړی راوله چې دلته زموږ سره ډوډۍ وخوري. هغه ورغی او سړی یې راوست.
سړی چې راغی زما څنګ ته مې کېنوه، خوراکونه راغلل او موږ یې په خوړلو پیل وکړ، خو د هغه سړي له تندي خولې روانې وې او لاسونه یې رېږدېدل، دومره چې ګوله یې په سمه توګه خولې ته نه شو...
نور ولوله
د رسول الله ﷺ حج
دلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حج په اړه د جابر بن عبد الله رضي الله عنه هغه مشهور حدیث راخلو چې امام مسلم رحمه الله پخپل صحیح کې روایت کړی دی، دا حدیث د حج په اړه خورا په زړه پوري حدیث دی او د حج په اړه ګټورې خبرې او اصول په کې راغلي دي، دا حدیث یواځې مسلم راخیستی او ابو داود هم، د مسلم روایت راخیستی دی.
امام النووي رحمه الله لیکي چې دې حدیث کې د حج په اړه پوره فقهي احکام راغلي دي او د دې حدیث په شرحه علماوو مستقل کتابونه لیکلي دي، امام ابو بکر بن المنذر په دې حدیث لوی کتاب لیکلی دی او د دې حدیث یې یو سل او څه باندې پنځوس ګټې بیان کړې دي. داراز موجوده وخت کې هم ځیني علماوو د دې حدیث پوره تفصیلي شرحې لیکلې دي، زه یې دلته یواځې پښتو ژباړه راخلم. او له پوره پښتو شرحې او تفصیل سره مې ...
نور ولوله
خبرې څلور ډوله دي
1-هغه خبرې چې ګټه نه لري، خو د بدې پایلې خطره یې وي. ښه خبره دا ده چې دا ډول خبرې باید ونه کړل شي.
2-هغه چې د ګټې امید یې نه یي او د بدې پایلې خطر یې هم نه یي. دا ډول خبرې هم باید ونه کړل شي، څو ژبه او بدن ارام واوسي.
3-هغه خبرې چې ګټه نه لري، خو د تاوان خطره یې زیاته یي. دا ډول خبرې سخت او هلاکوونکی مرض ده.
4-هغه خبرې چې ګټه لري او شر و تاوان نه لري، دا ډول خبرې باید وکړل شي او دا ډول خبرې باید نشر شي.
دا خبرې له ابراهیم بن ادهم رحمه الله نه روایت شوې دي، د هغه شاګرد ابو اسحاق وایي: ابراهیم به ډېرې کمې خبرې کولې، ما ورته وویل: خبرې راته وکړه؟ هغه راته وویل خبرې څلور ډوله دي. (عيون الأخبار ...
نور ولوله
تکبیرونه
امام ابو حنیفة رحمه الله نه چا پوښتنه وکړه چې د کوفې او نورو ځایونو خلک دې د ذوالحجې لسو کې په ښارونو او جوماتونو کې تکبیرونه وایي؟ هغه ورته وویل: هو، وایي به یې. تبيين الحقائق شرح كنز الدقائق وحاشية الشلبي (1/ 224)
امام ابو جعفر الطحاوي رحمه الله وایي: زموږ د مشایخو له نظره باید د ذوالحجې لسو کې په ښارونو کې هم تکبیرونه وویل شي. داراز عام خلک باید له تکبیرونو منعه نه شي. او په دې زموږ عمل دی. البحر الرائق شرح كنز الدقائق (2/ 179)الدر المختار وحاشية ابن عابدين (رد المحتار) (2/ 180)
...
نور ولوله
مشران برکتي یي
رسول الله ﷺ فرمایي: برکت او ډېر خیر ترلاسه کول له مشرانو سره یي. عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ : الْبَرَكَةُ مَعَ أَكَابِرِكُمْ. أخرجه ابن حبان (559)،والطبراني في المعجم الأوسط (8991)، وابن عدي في الكامل في الضعفاء (2/77) والحاكم في المستدرك
عموما په عمر مشران خلک ښې تجربې لري، له شر او فتنو لېري شوي او د ښو او خیر لور ته نږدې شوي یي، نو په خبرو کې یې خیر یي، په مشورو کې یې برکتونه یي، له هر چا سره یې خواخوږي زیاته یي او په هر چا شفقت او مهرباني کوي. نو مشران برکتي یي.
...
نور ولوله
یار د بل درومې او زه ورپسې ژاړم
یوې بوډۍ مېرمنې ایکې یو زوی درلود او له هغه سره یې ډېر دخوند او خوشالي ژوند تېروه، د الله تعالی امر و یوه داسې سپیره ورځ هم په دې بوډۍ راغله چې دا د زړه ټوټه یې الله ورنه واخیست، زوی یې مړ شو او په بوډۍ باندې د غم او وېر تورې وریځې راغلې.
بوډۍ ډېر غم د لیونتوب پولې ته ورسوله ، له ډېره غمه د سیمې حکیم ته ورغله او ورته ویې ویل : حکیم صاحب خامخابه یوه داسې نسخه راته تیاروې چې زوی مې بېرته راژوندی شي ! هغې ټینګار وکړ چې دا کار که څه هم ډېر سخت او ناشونی دی خو ته به یې کوې . حکیم صاحب یوڅه چوپ پاتې شو اخیر یې ورته وویل : دا کار به زه په یوه شرط در ته کوم او هغه داچې ته به ما ته یوه د ږدن دانه راوړې او له داسې کورنۍ به یې راوړې چې هغې کورنۍ په خپل ټول ژوند ...
نور ولوله
د لویانو لویې سینې
د اندلس مشهور محدث او عالم الغازي بن قيس (199هـ) رحمه الله مدینې منورې ته د زده کړو لپاره ولاړ، هلته یې لومړی له امام مالک رحمه الله نه درسونه پیل کړل، دې لومړیو شپو ورځو کې یوه ورځ نبوي جومات کې ناست و، چې ابن أبي ذئب رحمه الله راغی او د جومات له دوو رکعتونو کولو مخکې د ده خواته کېناست، الغازي ورته وویل: پاڅه دوه رکعته وکړه، جومات ته ننوتل او دوه رکعته نه کول؛ جهل دی. څو نورې پوچې خبرې یې هم ورته وکړې. ابن ابي ذئب پورته شو، دوه رکعته لمونځ یې وکړ او کېناست.
امام ابن ابي ذئب رحمه الله چې لمونځ وکړ، د جومات یوې ستنې ته یې ډډه ووهله او د درس لپاره خلک پرې راټول شول، الغازي بن قیس چې د ده حالت ولید؛ وشرمیدی او سخت پښېمانه شو. له چا یې د هغه پوښتنه وکړه، ...
نور ولوله
د رسول الله ﷺ توبه
رسول الله ﷺ فرمایي: اې خلکو! الله ته توبه ګار شئ، زه په ورځ کې سل ځله الله ته توبه اوباسم. عن عبد الله بن عمر، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: يا أيُّها الناسُ تُوبُوا إلى الله، فإني أتوب في اليوم إليه مائة مرة. (مسلم حديث: 2702).
د ابو داود روایت کې راغلي عبدالله بن عمر رضي الله عنهما وایي: موږ به شمېرله، رسول الله ﷺ به یوه مجلس کې سل ځله دا دعا کوله: زما څښتنه! بښنه راته وکړه، توبه مې قبوله کړه، بې شکه یواځې ته توبه قبلوونکی او مهربانه ذات یې. (ربِّ اغْفِرْ لي، وتُبْ عليَّ؛ إنَّك أنت التوَّابُ الرَّحيم. سنن أبي داود)
...
نور ولوله
د کلیسا کرامت (!)
کال 2007م د ټکساس ولایت کې د شرابو یوه تاجر پرېکړه وکړه چې هلته د لویې کلیسا څنګ ته د شرابو لوی دکان خلاص کړي، د کلیسا پادریانو (عیسایي ملایانو) یې سخت مخالفت وکړ، هغوی ټوله شپه په عبادت تېره کړه او د شرابو تاجر ته یې ښېراوې کولې، سهار وختي د شرابو مارکیټ کې ګړز شو د برق لاینونه شاټ او اور ولګیده! لنډه دا چې د شرابو مارکیټ مکمل وسوځید او ایره تویه شو.
سهار پادریانو مېله جوړه کړه چې الله یې دعا قبوله کړه او دوی بریالي شول. خو د ورځې په اوږدو کې د شرابو تاجر محکمه کې عارض شو او په پادریانو یې دعوه وکړه چې ده ته یې پخپلو ښېراؤ سره دوه ملیونه ډالره تاوان رسولی! او دی یې خامخا له کلیسا شکه غواړي، پادریانو محکمه کې مکمل انکار وکړ چې زموږ عبادت او ښېرا پر ژوند چارو هیڅ ...
نور ولوله
د ملحدینو شکونه او شبهې ناپوه او تش ذهنه خلکو ته خطرناکې دي
شک او شبهه د انسان پر زړه ډېره اغېز کوي او ان عقل یې اغوا کوي او تښتوي، لکه علامة الذهبي دا خبره په دې جمله تعبیرلې ده (الشُّبَه خَطّافَة) خصوصا عقیدوي او ګروهي مسائلو کې شکوک او شبهات ډېر مؤثر او اغېزمن دي، په ځانګړې توګه پر ځوانانو او تشذهنه خلکو خورا بدې اغېزې شندې، ډېر ژر یې تر اغېز لاندې راولي او خامخا بدې پایلې ورته لری. په دې اړه لومړی شرعي حکم او لارښوونې راخلو او وروسته د سلفو ویناوې او سپارښتنې ورپورې نښلوو.
الله جل جلاله رسول الله ﷺ ته هدایت او لارښوونه کوي او ورته فرمایي: اې محمده! کله چې ته هغه خلك وینې چي زموږ په ايتونو کښي نقطې لټوي، نو د هغو له څنګه پاڅېږه، تر دې پوري چي هغوى دا بحثونه پرېږدي، په نورو خبرو پېل وکړي. او كه كله شيطان تا په هېره کښي ...
نور ولوله
