په نرمه خلک پوهول
په سختي او ترخه ژبه څوک له ګناه منعه کول، یا چا ته غلطي ورښودل؛ پخپله یوه غلطي ده او په غلطه طریقه اصلاح او سمون رامنځته کول سره له دې چې بې اغېزه دی بلکې ډېر ستونزمن کار دی، په ځانګړې توګه دا کار افغاني ټولنه کې د خیر او ښو رسولو پر ځای ځان ته سرخوږی پیدا کول دي. لاندې روایت کې د یوه مشهور صحابي له چلنده یې زده کړئ.
د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما خوا ته یوه سړي لمونځ کوه، د ورځې یې په لوړ اواز تلاوت کوه، ابن عمر ته ناستو کسانو کې یوه وويل: دې احمق ته وګورئ، په لمانځه نه پوهیږي، ابن عمر ورته وویل: ښایي ته نه پوهیږې، یو څوک قران وایي او ته وایې هغه نه پوهیږي؟! هغه سړي چې لمونځ وکړ ابن عمر راوغوښت او ورته ویې ویل: د ورځې لمانځه کې قران ورو تلاوت کیږي. فضائل القران لأبي عبید القاسم بن سلام
