د غریب قرباني!
د قربانۍ قیمتي او ښایسته پسه یې خپل مزدور ته ورکړ چې د بر کلي فلاني غریب ته یې وروله، مزدور ته یې په ټینګار سره وویل که یې پوښتنه درنه وکړه چې پسه چا رالیږلی، نو زما نوم مه ورته اخله، ورته وا یوه د خیر سړي درته رالیږلی.
سبا یې هغه غریب د مال په مېله کې ولید چې هغه د ده پسه ورسره دی، خرڅوي یې! ده له روغبړ وروسته د پسه په اړه وپوښتی، هغه ورته کړه دا کوم د خیر سړي رالیږلی دی، ده ورته وویل نو ولې یې خرڅوې؟! هغه سم ځواب نه ورکوه، خو د ده په ټینګار سره یې ورته وویل: د دې لپاره یې خرڅوم چې دا ډېر قیمتي پسه دی، د ده په پیسو دوه برابر پسونه اخلم، یو مې زما یوه ګاونډي ته ورکوم چې هغه هم ډېر غریب دی!!
الله تعالی دې موږ کې داسې بې ریا شتمن او داسې اخلاصمن غریبان پیدا کړي.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
