No-IMG

پرنګي واکمنو ته د مصري عالم سپینې

   کال (2005م) کې د لندن په میټرو او څو نورو ځایونو کې خطرناکې چاودنې وشوې، چې ګڼ شمېر خلک په کې مړه او ټپیان شول، له دې چاودنو څه موده وروسته د برتانیې حکومت د مصر له الازهر جامعې نه یوه ډله علماء او مشایخ وروغوښتل چې دوی کې د مصر وتلی عالم دکتور زغلول النحار هم و. دا علماء د برتانیې د خارجه وزارت په رسمي بلنه غوښتل شوي وو، دوی د دې لپاره وغوښتل شول چې وپوښتل شي برتانیه کې دا ډول بریدونه ولې وشول او ایا اسلام دا ډول بریدونه خوښوي او تایدوي؟!

    هلته ورغلیو مصري شیخانو او علماؤ ټولو هر یوه پخپل نوبت خبرې وکړې او ټولو په ټینګار سره وویل چې اسلام د رحمت دین دی، اسلام له دا ډول تروریزم او ترهګري نه بېزاره دی، اسلام دا ډول ورانۍ او وېجاړی نه تایدوي، دا د ګوتشمېر کسانو کار دی، د څو کسانو د کړنو له امله باید اسلام به ترهګري تورن نه شي. ټولو علماؤ په ډېر شد و مد سره دا ډول خبرې تکرار کړې، ټولو هڅه وکړه چې د اسلام پر خلاف تهمتونه دفعه کړي او پرنګیانو ته قناعت ورکړي چې موږ امن پسند خلک او عاجزه مخلوق یو.

    وروسته د مصر او اسلامي نړۍ وتلي عالم دکتور زغلول النجار د وینا وار شو، هغه پورته شو او ویې ویل: زه د علماؤ له خبرو سره موافق یم، اسلام خلک ترهګرۍ او د عامو خلکو ژوند نا امنه کولو ته نه رابلي. ښاغلي النجار په غونډه کې مشر پرنګی مسؤل مخاطب کړ او ورته ویې ویل: د وروستي ځل لپاره تېری چا کړی دی؟ ایا برتانوي پوځیانو فلسطین ونه نیو، چې له فلسطینیانو یې خپل هیواد واخیست او پردیو ته یې وسپاره او تر ننه هغوی فلسطینیان زوروي او وژني؟

     د دکتور النجار غږ لوړ شو، پرنګیانو ته یې کړه: ایا ستاسو او ټول غرب لښکرو، عراق، افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې په زرهاؤ بې ګناه انسانان ونه وژل او لا یې هم وژني؟! موږ فعلا ستاسو له تېریو او یرغلونو کړیږو، فعلا زموږ د وژلو او زموږ د هیوادونو بې درېغه نړولو لړۍ روانه ده او خدازده کله به دریږي. نو څوک باید بل لوری ګرم او ملامت کړي؟ تاسو کې چرته یوه پېښه رامنځته شي، د هغې لپاره موږ راوغواړئ چې له ځانونو تهمتونه لری کړو او پېښه وغندو او تاسو دا یوه نیمه پېړۍ کیږي زموږ هیوادونو کې مو فسادونه او قتلونه جاري ساتلي دي خو د جرم او ګناه هیڅ احساس نه کوئ؟!!

    دکتور النجار خبرې بس کړې، د څه ځنډ لپاره د مجلس پر ګډونوالو چوپتیا خپره وه، وروسته برتانوي مسؤل د خبرو لپاره پورته شو او ویې ویل: کاش ټولو ستا په څېر رښتیا او ستا په لهجه خبرې کړې وی، ستا خبرې زموږ لپاره دردوونکې وې خو لهجه مو رښتینې ده.

    علامة محمد الغزالي وایي: موجوده زمانه کې د اسلام او اهل اسلام دعوه او قضیه عادلانه ده، خو د ناکامو وکیلانو په لاس کې ده. رښتیا هم د اسلامي نړۍ له خوا له غرب سره په اړیکه کې #سیکولر مخلوق ده او یا هم هغه پوهان دي چې له غرب نه متأثر دي، دوی هر وخت د غرب په وړاندې په معتذرانه او عاجزانه موډ کې یي. داسې څوک ډېر نادر پیدا کیږي لکه دکتور النجار چې غرب او غربیانو ته د هغوی پر ظلمونو او وحشتونو ګوته کیږدي. او په جرأت سره هغوی ته سپینې خبرې وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک