بې اولاده سړي ته نبوي لارښوونه
جابر رضي الله عنه وایي: د انصارو یو سړی رسول الله ﷺ ته راغی، ویې ویل: یا رسول الله! بېخې مې زوی نه دی په نصیب شوی او نه زوی لرم. رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: نو ته ډېر استغفار (استغفر الله) ولې نه وایې او ډېر خیراتونه ولې نه کوې؟! په دې هر یوه سره (اولاد) ورکول کیږي. راوي وایي: دې سړي ډېر خیراتونه کول او استغفار یې ډېر ویلې، جابر وایي: د دې سړي نه زامن پیدا شول.
عن جابر بن عبد الله رضي الله تعالى عنهما: أنه جاء رجل من الأنصار إلى النبي صلى الله عليه وسلم فقال: يا رسول الله! ما رزقت ولداً قط، ولا ولد لي، قال صلى الله عليه وسلم: "فأين أنت من كثرة الاستغفار؛ وكثرة الصدقة ترزق بها" قال: فكان الرجل يكثر الصدقة، ويكثر الاستغفار، قال جابر: فولد له تسعة ذكور. رواه أبو حنيفة في مسنده
