No-IMG

دری ښه انسان پېژندونکي

عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وایي: دری کسان ترټولو زیات هوښیار او ښه انسان پېژندونکي دي:

1-د مصر پاچا (العزیز) چې خپلې ښځې ته یې د یوسف علیه السلام په اړه وویل: دى په ښه شان وساته، لیري نه ده چي دى زموږ لپاره ګټور ثابت شي يا موږ دى په زوی توب ونيسو. أَكْرِمِى مَثْوٰىهُ عَسٰىٓ أَن يَنفَعَنَآ أَوْ نَتَّخِذَهُۥ وَلَدًا ۚ. [سُوۡرَةُ یُوسُف : 21]

2-د شعیب لور چې خپل پلار ته یې د موسی علیه السلام په اړه وویل: اې پلاره! ده ته مزدوري ورکړه. يٰٓأَبَتِ اسْتَـْٔجِرْهُ ۖ . [سُوۡرَةُ القَصَص : 26]. چې بیا یې پلار موسی علیه السلام ته په نکاح ورکړه.

3-دریم ډېر هوښیار او ښه انسان پېژندونکی ابوبکر صدیق رضي الله عنه دی، چې له ځانه وروسته یې عمر بن الخطاب رضي الله عنه خلیفه وټاکه. مدارج السالكين لابن القیم الجوزیة

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک