د حامد افغان لیکنی
د یوه عراقي سیاستوال کیسه
د عراق د شاهي دور لومړی وزیر نوري السعید به د بغداد ښار یوه بازار کې په یوه سلماني باندې سر جوړوه، کله به چې سلماني هغه ته سر ورجوړ او ورومینځه نو زوی به یې دستپاک په لاس ورته ولاړ و، لومړي وزیر به چې سر پاک او وچ کړ نو د سلماني زوی ته به یې څه بخشش او پیسې ورکړي. او د سلماني زوی به هر وخت دا چل کوه.
کلونه تېری شول د سلماني زوی له لیسې فارغ شو او پوهنتون ته د داخلیدا وخت یې راغی، کله چې لومړی وزیر نوري السعید د دوی دکان ته راغی، سر یې جوړ کړ، د سلماني زوی دستپاکر ورته وړاندې کړ، وروسته یې چې پیسې ورکولې هغه انکار وکړ! لومړی وزیر حیران شو، خو د پیسو نه اخیستلو په اړه یې پلار ورته وویل:
دا ځل زما زوی پیسې نه غواړي، بلکې زما زوی ا...
نور ولوله
پر ځمکه ناپېژاند اسمان کې وتلي!!
د نهاوند غزا کې چې مسلمانانو فتحه ترلاسه کړه نو السائب بن الأقرع رضي الله عنه عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته ورغی، چې په غزا کې د مجاهدینو د فتحې زېری ورکړي، عمر له هغه نه د وژل شویو او شهیدانو پوښتنه وکړه، هغه یې شمار ورته پیل کړ چې فلان او فلان مشران شهیدان شول.
وروسته السائب بن الأقرع عمر ته وویل: او نور عام خلک شهیدان شول چې امیر المؤمنین یې نه پېژني... په دې خبره عمر بن الخطاب رضي الله عنه په ژړا شو او ویې ویل: د امیر المؤمنین نه پېژندنه هغوی ته څه ضرر رسوي؟! چې الله تعالی یې پېژني!! هغوی د شهادت ستر عزت ترلاسه کړ، د عمر پېژندنه څه کوي؟! البداية والنهاية لابن كثير. یعني پر ځمکه ناپېژاند اسمان کې وتلي او مشهور وي.
...
نور ولوله
د پور نه پرې کولو په اړه سختې
محمد بن عبدالله رضي الله عنه وایي: موږ له رسول الله ﷺ سره ناست وو، چې هغه اسمان ته سر پورته کړ، بیا یې خپل رغوی پر خپل تندي کېښود، بیا یې وفرمایل: سبحان الله! (د الله تعالی له لورې) څومره سختې راښکته شوه! محمد وایي: موږ چوپ پاتې شوو او ووېریدلو، کله چې سبا شوه، پوښتنه مې ورنه وکړه، مال یا رسول الله، څه سختې راښکته شوه؟ هغه وفرمایل: په هغه الله مې قسم چې زما ځان یې په واک کې ده، که یو سړی د الله لاره کې ووژل شي، بیا راژوندی شي، بیا ووژل شي او بیا راژوندی شي او بیا د الله لاره کې ووژل شي خو پر هغه د چا پور باندې یي؛ تر هغه وخت به جنت ته داخل نه شي څو یې پور ورنه پرې نه کړل شي.
عن محمد بن عبدالله بن جحش قال: كنَّا جلوسًا عندَ رسولِ اللهِ ﷺ، فرَفَعَ رأسَ...
نور ولوله
د عبد الله بن سلام مسلمانیدل
مدینه منوره کې د یهودو ستر عالم عبد الله بن سلام رضي الله عنه چې مسلمان شو، رسول الله ﷺ ته یې وویل: ته یهودو نه زما په اړه پوښتنه وکړه، رسول الله ﷺ یهودو ته وویل : تاسو کې عبد الله بن سلام څنګه سړی دی؟ هغوی وویل: زموږ تر ټولو ښه او د تر ټولو ښه سړي زوی دی او هغه زموږ تر ټولو غوره او د تر ټولو غوره سړي زوی دی، رسول الله ﷺ هغوی ته وویل : که چرته عبد الله بن سلام مسلمان شي څنګه به یې ؟! هغوی وویل: الله دې له داسې حالته وساتې، رسول الله هغوی ته بیا داسې خبرې وکړي او هغوی هماغه ځواب ورته تکرار کړ.
نو عبد الله بن سلام ورته راووت، هغوی یې مخاطب کړل او ورته ویې ویل : أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ. په دې سره یهودو و...
نور ولوله
رسول ﷲ ﷺ او کار
جابر بن عبد الله رضي الله عنه وایي: موږ له رسول ﷲ ﷺ سره وو، د مسواک ونې مېوه مو ټولوله، نو هغه راته وفرمایل: د دې مېوې تورې دانې درشکوئ، ځکه هغه خوږې دي. موږ ورته وویل: تا مېږې پولې دي؟ هغه وفرمایل: هو، هر نبي خامخا مېږې پوولې دي. قال جابر بن عبد الله: كنا مع رسول ﷲ ﷺ نجتني الكَبَاث، فقال: عليكم بالأسود، فإنه أطيب، فقلنا: وكنت ترعى الغنم؟ قال: نعم، وهل من نبي إلا قد رعاها. صحيح ابن حبان (٣٠٩٩)
د جابر بل روایت کې راغلي چې موږ "مر الظهران" نومي ځای کې له هغه سره وو... مر الظهران له مکې نه د مدینې لور ته یوه کنده ده، له مکې نه تقریبا 8 کیلومیتره کې ده. کباث د مسواک د ونې (الأراک) مېوه ده، د زیتون دانو په څېر دانې یې دي، سهرایي، د غریبانو ...
نور ولوله
د عمل خلک
ابو امامة رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ ته مې وویل: یا رسول الله! پر داسې عمل امر راته وکړه چې په هغه سره جنت ته ننوځم، هغه راته وفرمایل: روژه نیسه، روژه (دومره غوره عبادت دی) ساری نه لري. عن أبي أمامة قال: قلت: يا رسول الله مُرنِي بعمل أدخل به الجنة، فقال: «عليك بالصوم، فإنه لا مِثل له»
راوي زیاتوي له دې وروسته به د ابو امامة کره د ورځې دوګ/لوګی نه لیدل کېدی، مګر که مېلمه به ورکره راغی، کله به چې د ورځې د هغه کره دوګ ولیدل شو خلک به پوه شول چې د ابو امامة کره مېلمه راغلی! صحيح ابن حبان (١٤٦). صحابه کرام د عمل خلک وو، اوس ځینې بدبختان د هغوی پر خلاف هم خبرې کوي، چې دا اصلاً د دین پر خلاف تمهیدي او پیلیزې خبرې دي، ځکه صحابه کرام د دین...
نور ولوله
تور سیوری؛ د روسي ادب نادره ادبي ټوټه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د روسي ادب هغه نادره
ادبي ټوټه چې کرښو کې
ډېر نور مفاهیم هم لري...
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دوه دقیقې کېږې، مړ شوی یم، دلته ملایکو سره یواځې اوسم، نور مخلوقات هم دي، خو زه یې نه پېژنم، ملایکو ته مې زارۍ وکړې چې ژوندی مې کړي او بېرته مې دنیا ته خپلې ناوکۍ ته ولیږي، ځکه هغه ډېره کشره رانه پاتې شوه او خپل هغه بچي ته مې ولیږي چې لا یې د دنیا رڼا نه ده لیدلې... ، لیږ ځنډ وروسته یوې ملایکې د تلویزون غوندې شی راته راوړ! هغې راته کړه: دنیا ته تګ دې ناشونی دی، موږ دومره درسره کولی شو چې له دې سکرین نه خپل کور لیدلی، څارلی او خپل زړه ډاډه کولی شې.
...
نور ولوله
دلچسپه کېسه؛ نېک ملګری د الله نعمت دی
د سعودي عربستان تبوک ښار کې یوه شتمن ته له ریاض نه د هغه یو ملګری ورغی، ملګري ته له مېلمستیا ورکولو وروسته یې هغه ته وویل: راځه زما شتمنۍ او جایدادونه درباندې وګورم، لنډه دا چې دی او ملګری یې له کوره ووتل، د ده پر ځمکو، ودانیو او دکانونو راوګرځیدل او بېرته د کور لور ته راستانه شول.
کله چې بېرته راستنیدل لاره کې یې ملګري ته وویل: زما شتمنۍ خو دې ولیدلې څنګه دي؟ ملګري یې ورته وویل: ما خو ستا هیڅ ونه لیدل؟! سړی د ملګري په خبره هک حیران شو چې په شتمنیو یې له دومره اوږده چکر وروسته څنګه هیڅ شی نه دې لیدلي! ملګري یې ورته وویل: دا څه چې ما ولیدل دا ستا نه، بلکې ستا د وارثانو دي! دا د فخر شی نه دي او نه تا ته ګټه رسوي.
&...
نور ولوله
د زړې ګړۍ حکمت
هوښیار خپل زوی ته زړه ګړۍ ورکړه، ورته کړه یې: د دې ګړۍ عمر (500) کاله ده، مخکې له دې چې دا ګړۍ تا ته درکړم ته یې یو ځل بازار کې قیمت معلوم کړه، بازار کې فلاني مارکیټ کې د ګړۍو دکان ده، هغه ته یې وروړه، وګوره چې هغه یې په څو ارزوي، د هوښیار زوی هغه ته ورغی بېرته راغی، پلار ته یې وویل: هغه ویل چې دا زړه ګړۍ ده ایله پینځه ډالره قیمت لري.
پلار یې ورته وویل: بازار کې فلاني ځای کې د انتیک سامان دکان دی، هغه ته یې وروړه، ځوان هلته ورغی، هغه چې ګړۍ وکتله په لس زره ډالره یې ورنه وغوښتله! هلک پلار ته راغی، ول هغه په لس زره غوښتله. پلار یې ورته وویل د ښار فلان ځای کې لوی موزیم دی هغه ته یې وروړه ، هلک موزیم ته ورغی، هلته یې لرغون پوه راوغوښت، هغه ګړۍ ته دوه ملیونه ډالره قیمت وټاکه...
نور ولوله
لمونځ روحي درملنه
که څوک په معمولي خبره دستې غوسه کېږي، عام حالت یې متوازن او نارمل نه یي، ډېر خپه کېږي، چټي چروتونو او فکرونو سرګردانه کړی یي؛ علاج یې دا دی چې لمونځ دې منظم کړي، پخپلو وختونو کې دې په جمعه سره کوي، په سنت طریقه او پوره عاجزي سره. دا زما خبره قراني نسخه او علاج ده. لاندې په دې اړه څو ایتونه په غور ولولئ.
انسان كم حوصله پيدا کړل شوى دى؛ كله چي کړاو پر راځي، نو وار خطا کیږي، فرياد كوي؛ او كله چى سوكالي ورپه برخه کیږي، نو په بخيلۍ لاس پوري كوي؛ خو هغه كسان (له دې نیمګړتیا څخه ژغورل شويدي) چي لمونځ كوونكي دي. إِنَّ الْإِنسٰنَ خُلِقَ هَلُوعًا. إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا. وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا. إِلَّا الْمُصَلِّينَ. [سُوۡرَةُ المعَارج...
نور ولوله
د لس زره مېرمنو ژوند لیکونه
دا کتاب (الوفاء باسماء النساء) نومیږي، چې د هند د مشهورې مدرسې ندوة العلماء یوه عالم، دکتور مولانا محمد اکرم ندوي په (43) ټوکه کې لیکلی ده. په کتاب کې د (10000) هغو مېرمنو ژوند لیکونه راغلي دې چې د نبوي حدیثو راویانې دي! نوموړي دکتور دا کتاب په (15) کاله کې تصنیف کړی دی. د دې کتاب د تصنیف لپاره یې د اسلامي او عربي نړۍ ګڼ شمېر کتابخانې راچڼلې دي، څرنګه چې نوموړی مولانا د اکسفورډ فارغ دی نو د اروپا مختلفې کتابخونې یې کتلې دي.
زموږ ځینې فتواګانې باسي چې ښځه دې ان د دیني علم لپاره هم له کوره نه وځي! نور خو لا پریږده، په دې اړه له شرعي دلایلو راپه دېخوا، اسلامي تاریخ کې دې لس زره ښځو هم د دوی د فتوی خلاف ګامونه اخیستي دي! الله دې عفوه ورته وکړي او الله دې جنتون...
نور ولوله
د خلافت راشده د یوه چارواکي اخلاق!
د بنو عبس قوم یو سړی د مداین ښار ته ولاړ، بازار کې یې د کور لپاره ډېر سامان واخیست، نو له خپل کوټه سامان سره د پنډي په انتظار ودریدی، چې تر معلوم ځایه یې ورسره یوسي. په دې چې ویې کتل هلته بازار کې یو سړی ولاړ و، ګومان یې وکړ همدا به پنډي یي، ورناره یې کړه چې الله دې رحم درباندې وکړي، راشه دا سامان راسره یوسه.
سړی راغی د العبسي سامان ته یې اوږه ورکړه او عبسي څنګ ته ورسره روان شو، عجیبه دا وه چې دوی دواړه به بازار کې پر خلکو تېریدل، خلکو به پنډي ته سلامونه کول او ورته ویل به یې: ابو عبد الله پر تا دې سلام وي. (السلام علیک يا أبا عبد الله)
د بنو عبس قوم سړي چې ولیدل د مداین ښار عام خلک له ده سره روان پن...
نور ولوله
