د سيد قطب رحمه الله د شهادت په مناسبت
29 اګست
په دې ورځ د مصر واکمن جمال عبد الناصر په سید قطب باندې د اعدام حکم وکړ، د هغه وخت د اسلامي نړۍ ځیني واکمنو لکه د سعودي ملک فیصل، د عراق عبدالسلام عارف، او د الجزائر هواري بومدین جمال عبد الناصر ته سپارښتنه وکړه چې سید قطب اعدام نه کړي، جمال ناصر وویل موږ به هغه ته په دې شرط بښنه کوو چې دی له خپلو افکارو او کتابونو توبه ګار شي، خو سید قطب وویل: ما چې د الله لپاره کوم کار کړی دی له هغه نه بېزاره کیږم او هغه یې په کال 1966هـ په همدې ورځ 29اګست اعدام کړ. الله دې جنتونه نصیب کړي.
د ترکیې مشهور داعي او عالم صالح أوزجان وایي: ملک فیصل ته ورننوتلم، هغه مې چې ولید له سترګو یې اوښکې روانې وې او ژړل یې، زه تعجب شوم او پوښتنه مې ورنه وکړه، هغه راته وویل: د شهید سید قطب د مرګ تسلیت درته وایم، هغه نن له خپل رب سره یوځای شو، بیا یې وویل: بدمرغه جمال عبد الناصر ته مې لیک ولیږه او سپارښت مې ورته وکړ چې سید قطب خلاص کړه، چې هر څه غواړې دربه یې کړم، خو د الله اراده وه او اجل په ټاکلي وخت راځي. دا امت باید شهیدان ولري. سید قطب من المیلاد إلى الإستشهاد، دكتور صلاح عبد الفتاح الخالدي
له اعدام لیږ ځنډ مخکې د جمال ناصر یوه مفتي سید ته وویل "لا إله إلا الله" ووایه! سید په موسکا ورته وویل: مفتي صاحب! زه په دې کلمه اعدامیږم او ته به ولاړ شې، په دې کلمه به د ظالم پر دسترخوان خوراکونه ووهې. او بیا یې "لا إله إلا الله" وویله.
