د نن سیاست
یو روسی یهودی له مسکو نه تل ابیب ته روان و، د مسکو هوایي ډګر کې یې چې اړوند مسؤل بکس وکوت یوه برابره مجسمه په کې وموندل شوه، مسؤل وپوښتی دا څه دي؟! ده په سینه لاس کېښود، ول جناب دا د ستر لینن مجسمه ده او بیا یې د هغه په ستاینه کې زیاته مبالغه وکړه، مسؤل متأثر شو او د تېرېدا اجازه یې ورکړه.
کله چې د تل ابیب هوایي ډګر کې د مجسمې په اړه وپوښتل شو، ده ورته ویل: دا د پليت لینن مجسمه ده، چې د ده له لاسه خپل ګران هیواد روسیه پرېږدم او مجسمه یې ځکه راسره ګرځوم چې هر وخت لعنتونه پرې ووایم. هر وخت یې وحشتونه او ظلمونه یاد لرم او هر وخت له هغه نه د کرکې هوډ تازه لرم، دلته یې اجازه ورکړه او کور ته ورسېدی.
هلته پخپل کور کې یې په لوړ تاک کې په ښایسته شیشه کې د لینن مجسمه کېښودله، پوښتنې ته یې راغليو خپلوانو او ملګرو چې د مجسمې په اړه وپوښتی چې دا څوک دی؟ ده په پوره چالاکي ورته وویل: دا 24 عيار 10 کیلو سره زر دي، پخپله هوښیاري مې بې له مالیې او ګمرکه له دوو هوایي ډګرونو راتېره کړه او تر دې ځایه مې راورسول.
د نن سیاست دې ته وایي چې یو شی د حالاتو په غوښتنه مختلفو خلکو ته په مختلفو اسلوبونو تشریح کړل شي او دا تشریح په دومره مهارت سره وشي چې مختلفو خلکو ته پوره قناعت ورکړل شي. لکه دې چالاک یهودي چې لس کیلو سره زر یو ځای ستر لینن، بل ځای پلیت لینن او بل ځای 24 عيار 10 کیلو سره زر تشریح کړل شو.
