No-IMG

مکرر ست کول

    مېلمنو سره د رسول الله ﷺ چلند کې دا خبره هم روایت شوې ده، لکه د عامو سخیان په ډول، ده به مېلمه ته یو شی په مکرره توګه وړاندې کوه او تکراراً به یې ورته ویل: وخوره،  وخوره! لکه امام البخاري رحمه الله چې د ابو هریرة رضي الله "د شیدو څښلو کیسه" کې راخلي، چې رسول الله ﷺ هغه ته په مکرره توګه وایي: وڅښه! وڅښه! تر دې چې ابو هریرة ورته وایي: په هغه ذات مې قسم چې ته یې په حقه پیغمبر رالیږلی یې؛ نور ځای نشته! زادالمعاد ٢/٣٦٩

     مکرر ست کول، عربو کې، خصوصاً سعودیانو کې ډېر زیات ده، په دسترخوان به قسمونه درته کوي: ولا به یې وخورې، ما قسم کړی، وغیره، داراز هوټلونو کې سم د یوه بل لستوڼي سره څیري. زموږ افغانانو کې هم مکرر ست شته، خصوصا زموږ کوچي مزاجه خلکو او کوچیانو کې د افراط تر حده زیات ده... په هر صورت دا نبوي طریقه ده او د ثواب کار دی، د دې دا ګټه هم ده چې ځینې خلک پردي کور کې زیات شرمیږي، نو د کوربه تکرار ورته ښه یي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک