No-IMG

وطن جوړونه

     ښارونه ابادول او ځمکه کې د اوسیدا لپاره ودانۍ جوړول، الله ﷻ ته مطلوب کار دی، قران کریم وایي الله تعالی تاسو له ځمکې پنځولي یئ او تاسو یې ځمکه کې اباد کړي یئ، ستاسو نه د ځمکې ابادول، ودانول او تعمیرول غواړي. (وَ اسْتَعْمَرَکُمْ فِیْهَا)، د دې لپاره الله تعالی د انسان پنځ او طبیعت کې د وطن مینه پیدا کړې ده. چې د دې مینې له برکته خپل وطن او هیواد جوړ کړي.

    لکه دا خبره د امیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه په یوه وینا کې په ښکاره ټکو بیان شوې ده، هغه وایي: د وطن د میني له برکته الله ﷻ ښارونه اباد کړي دي. (الرسائل للجاحظ: 1/160)

ځانګړې یادونه: لطفاً علماء کرام، پوهان او لیکوالان دې دې لورته ځانګړې توجه وکړي او په ژبه، قلم او ممبر دې خلک هیواد جوړونې ته وهڅوی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک