No-IMG

د یوه عراقي سیاستوال کیسه

    د عراق د شاهي دور لومړی وزیر نوري السعید به د بغداد ښار یوه بازار کې په یوه سلماني باندې سر جوړوه، کله به چې سلماني هغه ته سر ورجوړ او ورومینځه نو زوی به یې دستپاک په لاس ورته ولاړ و، لومړي وزیر به چې سر پاک او وچ کړ نو د سلماني زوی ته به یې څه بخشش او پیسې ورکړي. او د سلماني زوی به هر وخت دا چل کوه.

    کلونه تېری شول د سلماني زوی له لیسې فارغ شو او پوهنتون ته د داخلیدا وخت یې راغی، کله چې لومړی وزیر نوري السعید د دوی دکان ته راغی، سر یې جوړ کړ، د سلماني زوی دستپاکر ورته وړاندې کړ، وروسته یې چې پیسې ورکولې هغه انکار وکړ! لومړی وزیر حیران شو، خو د پیسو نه اخیستلو په اړه یې پلار ورته وویل:

   دا ځل زما زوی پیسې نه غواړي، بلکې زما زوی اوس له زده کړو په ښو نمبرو فارغ شو او ستاسو محترم نه غواړي چې په پوځي پوهنځي کې داخله ورته وکړئ.  خو نوري السعید ورته وویل : کولی شم ستا زوی له پوځي پوهنځي پرته په بل هر پوهنځي کې داخل کړم، نه په پوځي پوهنځي کې! ځکه ستا زوی په بخششونو او پردیو ورکړو سره زده کړې کړې دي، نو کله چې دی په پوځ کې منصبدار شي وېریږم په بخششونو او څو پسو به وطن خرڅ کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک