No-IMG

تور سیوری؛ د روسي ادب نادره ادبي ټوټه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د روسي ادب هغه نادره

ادبي ټوټه چې کرښو کې

ډېر نور مفاهیم هم لري...

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    دوه دقیقې کېږې، مړ شوی یم، دلته ملایکو سره یواځې اوسم، نور مخلوقات هم دي، خو زه یې نه پېژنم، ملایکو ته مې زارۍ وکړې چې ژوندی مې کړي او بېرته مې دنیا ته خپلې ناوکۍ ته ولیږي، ځکه هغه ډېره کشره رانه پاتې شوه او خپل هغه بچي ته مې ولیږي چې لا یې د دنیا رڼا نه ده لیدلې... ، لیږ ځنډ وروسته یوې ملایکې د تلویزون غوندې شی راته راوړ! هغې راته کړه: دنیا ته تګ دې ناشونی دی، موږ دومره درسره کولی شو چې له دې سکرین نه خپل کور لیدلی، څارلی او خپل زړه ډاډه کولی شې.

    ملایکې دا هم راته وویل چې ګوره د اخرت او دنیا په وخت تېریدا کې زیات توپیر پروت دی، دلته څو دقیقې د دنیا له ډېرو ورځو سره برابرې دي! مطلب سکرین کې به دې د کورنۍ حالات په تېزې سره روان او بدلیږي، چې اوس لا خبر یې، د ډار احساس ونه کړې. او له دې ډاډګېرنې وروسته یې سکرین راته چالان کړ.

   اول مې خپله ناوکۍ ولیدله چې ماشوم یې په غېږ کې نیولی و... ! سکرین حالات سخت په تېزې سره اړول او تېرول، هره دقیقه کې حالات بدلیدل، زوی مې ډېر ژر ژر لویېدی، هر څه بدلیدل، ښځې مې په بیړه بیړه زما د تقاعد معاشونه اخیستل او نغړل، څه وخت وروسته یې له بل سړي سره ولاړه، ناسته ... پیل کړه! زوی مې ښونځي ته داخل شو، وروڼو مې هم ودونه وکړل او هر یوه ځان ته ژوند پیل کړ.

   لویې لویې پېښې ژر ژر رامنځته کېدلې او تېریدلې، د دې پېښو په ترڅ کې مې هره ورځ یو ثابت شی لیدی، لکه تک تور سیوری! ډېرې دقیقې تېرې شوې او ټولو پېښو کې مې دا سیوری لیدی، هلته به کلونه تېر شوي وو، خو دا سیوری کوچنی کېدی او سپکې دی.

    یوې ملایکې ته مې غږ کړ، زارۍ مې ورته پیل کړې، مال دا تور سیوری ښه نه وینم... ، لیږ یې رانږدې کړه چې سم یې ووینم، ملایکه ډېره مهربانه وه، نه یواځې دا چې سیوری یې رانږدې کړ بلکې د ځمکې په وخت یې راته وښود، عجیبه وه! زما په قبر کې پینځلس کلونه وتلي وو! هغه سیوري ته مې چې کتل ژړل یې او دا اوږده موده یې ټوله په ژړا تېره کړې وه! نو زه هم ورته په سلګو او ژړا شوم، دا تور سیوری مې ادکه (مــور) وه!!

#أُمُّكَ_ثُمَّ_أُمُّكَ_ثُمَّ_أُمُّكَ_ثُمّ_أَبُوكَ...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک